کور / اسلامي / د روژې نهه ویشتمه تحفه: [د ایمان دښمن] او [دعا ولی نه قبلیږی؟]

د روژې نهه ویشتمه تحفه: [د ایمان دښمن] او [دعا ولی نه قبلیږی؟]


عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکی داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول عمربه ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعي عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځئ چی دا آخری موقع او آخری شپه ضایع نکړو او چټی یې له لاسه و نه باسو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تسبیحات ، استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد )


د ایمان دښمن


علما وایی چی د ایمان ، عزت ، عقل ، ثروت او عبادت د دښمن څخه ځانونه په ټینګه وژغورﺉ ، ځکه  :
۱ ـ د ایمان دښمن درواغ دی ؛
۲ ـ د عزت دښمن فقر دی ؛
۳ ـ د عقل دښمن غضب دی ؛
۴ ـ د ثروت دښمن خیانت دی ؛
۵ ـ دعبادت دښمن بدعت دی ؛


هو ، نن موږ عملاً ګورو چی اکثریت مسلمانان په رښتیا هم د همدې دښمن په لومه کی راګیر دي . درواغ ایمان داسی خوری لکه وَینه چی لرګی خوری ، فقر ( هغه چی اشد ضرورت یې نه وی ) اعتماد ، باور او عزت له آسمانه مځکی ته راټیټوی ؛ او څوک چی هر څومره ډیر قهر او غضب کوی په هغه اندازه پر خپل کلام ، خپل لاس او خپل دماغ کنټرول بایلی ، ځان او نورو ته خطر پیښوی ؛ څوک چی په کاروبار او معامله کی صادق نه وی بلکی غولونکی او خاین وی په هغه اندازه به د شتمنۍ لرلو سره سره روحاً په عذاب او مفلس وی ؛ هر څومره چی په دین کی نوي شیان داخلیږی او د یوویشتمی پیړۍ د مقتضیاتو له مخی په دین کی بدلونونه راوړل کیږی هغومره به د اړونده اشخاصو ، ټولنی او وګړو دنیوي او دینی ژوند سپک ، رټلی او د ګوزارونو وړ وی دا ځکه چی اسلام ( یعنی قرآن او احادیث ) باالکل علمی او تطبیقی دي . دا چی هر کال څه نا څه دیرش زره پوه او منور انسانان په اسلام مشرف کیږی دا پخپله د اسلام ساینټفیک ماهیت ثابتوی . نو الله تعالی دی هر مؤمن ته د پورتنیو خطرناکو دښمنانو د منګلو څخه نجات ورکړی .


دعا ولی نه قبلیږی ؟


د قرآن د المؤمن سورت ۶۰م آیت داسی ډاډ راکوی : « رب دی وایی چی ما دروبوله چی دُعا دی قبوله کړم . » خو یو چا د ابراهیم بن ادهم (رح) څخه چی د درېیمی هجری پیړۍ مشهور عالم و ، د دې آیت په هکله پوښتنه وکړه چی موږ دعاوی کوو خو نه قبلیږی ، دا ولی ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی ګورﺉ :
۱ ـ خدای ښه پیژنئ خو اطاعت یې نه کوﺉ ؛
۲ ـ قرآن تلاوت کوﺉ خو عمل نه په کوﺉ ؛
۳ ـ شیطان خبیث بولئ خو ورسره مل یاست ؛
۴ ـ وایاست چی محمد (ص) درباندی ګران دی خو سنت یې نه عملی کوﺉ ؛
۵ ـ جنت مو ډیر خوښ دی لاکن هغه نه غواړﺉ ؛
۶ ـ د دوږخ له اوره بیریږﺉ خو د ګناه څخه ځان نه ټولوﺉ ؛
۷ ـ دا وایاست چی مرګ حق دی خو هغه ته چمتوینه نه نیسئ؛
۸ ـ د نورو عیب لټوﺉ ، خو پر خپلو عیبونو سترګی پټوﺉ ؛
۹ ـ خدای درکړﺉ رزق ښه خورﺉ ، لاکن شکر یې نه ادا کوﺉ ؛
۱۰ ـ مړي ښخوﺉ لاکن عبرت نه ځنی اخلئ؛


نو د داسی خلکو دعاوی به څنګه قبولي سی ؟


هو ، په رښتیا هم که شا وخوا وګورو ، نو هر څه سرچپه روان دي او همدا علت دی چی فتتنې ، توطیًې او دسیسې خپرې دي او دعاوی نه قبلیږی . که د ابراهیم ادهم (رح) پوتنی خبردارﺉ ښه په غور او څو څو واره ولولو ، نو ثابته به سی چی په دې خورا لنډ پیغام کی د اسلام ( یعنی قرآن او سنت ) جوهر ، فلسفه ، هدف او آرمان نغښتی دی . څومره به ښه وی که دغه پیغام پر یو نسبتاً غټ کاغذ باندی ولیکو او په کور یا کار کی یې داسی ځای نصب کړو چی هره ورځ مو سترګی ورباندی لګیږی او قلباً د هغه هر خبردارﺉ او پوهاوﺉ مراعات کړو او هم یې محتویات د نورو دوستانو سره شریک کړو . نو راځئ چی د همدې نیک کار د عملی کولو لپاره صادقانه اراده او فیصله وکړو . ما شخصاً دغه کار کړی دی ، الله دی ټولو دوستانو ته همداسی توفیق ورکړی . ځکه ، ژوند خورا لږ پاته دی او د سترګو په رپ کی درومی . 






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


•   ۲۳. د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]


•   ۲۴. د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]


•   ۲۵. د روژې پنځه ویشتمه تحفه: [د قول او عمل اختلاف] او [هغوی چی لمونځ نه کوی]


•   ۲۶. د روژې شپږویشتمه تحفه: [د توبه کونکې سره څه وکړو ؟] او [د اور ضد سپر]


•   ۲۷. د روژې اووه ویشتمه تحفه: [د بې نمازه انسان سزا] او [مفلس څوک دی]


•   ۲۸. د روژې اته ویشتمه تحفه: [د اسلام اصلی روح] او [توبه ګناه باالکل محوه کوی]


•   ۲۹. همدا برخه