کور / اسلامي / د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]

د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]


رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي : لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛ دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛ درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛ څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې وروستیً ؛ پنځم ـ د روژې په آخری شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .
اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمېدو وروسته ورکول کیږی . هو ، نو په همدې امید لطفاً څلیرویشتمه تحفه ولولئ ( ن . صمد )


د عرش سیوری د چا لپاره ؟


د قیامت په ورځ به د عرش د سیوری څخه پرته بله سایه نه وی ، نو الله تعالی به صرف اوو ډلو ته دغه سیوری عنایت کړی چی هغه دا دي :
لومړی ـ عادل امام ( یعنی منصف واکمن ) ؛
دوهم ـ عبادت کونکی ځوان ( الله د ځوان عبادت له نورو څخه ډیر خوښوی ) ؛
درېیم ـ هغه څوک چی زړه یې د مسجد سره تړلی وی ( یعنی د لمانځه د وختونو په فکر کی وی ) ؛
څلورم ـ هغه دوه کسان چی دوستي یې صرف د الله د رضا لپاره وی ؛
پنځم ـ هغه څوک چی په یوازی والی کی الله یادوی او ژاړی ( چی دا د اخلاص نښه ده ) ؛
شپږم ـ هغه څوک چی صدقه ( خیرات ) دومره په پټه ورکوی چی آن پخپله هم ښه خبر نه وی چی څومره می ورکړي دي ؛
اووم ـ هغه شخص چی کومه ښکلې ښځه یې ځانته د عیاشۍ لپاره ور وبولی خو هغه یې رد کړی او ووایی چی زه د الله څخه بیریږم .


هو ، دا به څومره ویاړ او مؤفقیت وی چی واکمن د عدل ، انصاف او حِلم څخه کار واخلی نه له غرور ، ځان پالنې او فساد څخه ؛ روایت دی چی د ځوانۍ عبادت د سرو زرو غوندی وی ، د پاخه سِن عبادت د سپینو زرو او د زوړ والي عبادت د مسو غوندی وی ؛ د یو بل روایت له مخی هغه څوک اصلی بریمن دی چی زړه یې په مسجد کی د جماعت د لمانځه سره تړلی وی او الله هغه کسان ډیر خوښوی چی دوستي یې د الله لپاره وی نه د دنیا ، قوم ، مقام ، پیسو یا بل فانی څیز لپاره ؛ په رښتیا هم د اخلاص بهترینه نښه په یوازي والې کی د الهی ذکر کول ، او د عقبا په فکر کی کېدل دی ؛ او که څوک په صدقه او خیرات ورکولو کی د ریا څخه کار وانخلی بلکی د الله سره حساب وکړی نو د الهی پیرزوینی او عطاینی څخه به برخمن وی او دا چی یو څوک د عیاشۍ او فحشأ د آسانه مهیا کېدلو سره سره د هغه څخه ځان لیری او پر شا کړی او د خدای څخه وبیریږی نو بېله شکه به یې الهی رحمت او شفقت په نصیب وی . الله دې د ټولو مؤمنانو زړونه په دغو صفاتو سره منور او متصف او د الهی عرش څخه برخمن کړی .


لمونځ او ننني مسلمانان


یو عالم د لمانځه په وړاندی د یوویشتمی پیړۍ د مسلمانانو غفلت دې نتیجې ته رسولی دی چی :
۱ ـ د سهار لمونځ یې په خوب ورڅخه تیر او ضایع کیږی ؛
۲ ـ د ماپښین لمونځ په کار یا مکتب او یا هم پوهنځی کی ورڅخه ضایع کیږی ؛
۳ ـ د مازیګر لمونځ په تفریح ، یا مجلس او یا هم استراحت کی ورڅخه ضایع کیږی ؛
۴ ـ د ماښام لمونځ په کوم غیر ضروری مصروفیت ، یا ځان اخته کولو ورڅخه ضایع کیږی ؛
۵ ـ د ماخستن لمونځ د ټلویزیون یا فلم په لیدو او یا هم د راډیو په اورېدو ورڅخه ضایع کیږی ؛
۶ ـ د جمعې د ورځی لمونځ هم په کار ، یا کوم فرعی مصروفیت ورڅخه ضایع کیږی ؛
۷ ـ د تهجد لمونځ خو صرف یو تصور  یا د خوب او خیال خبره ده .


نو ځکه په قبر کی لومړنۍ پوښتنه د لمانځه په هکله ده او شاعر هم داسی وایی :
روز محشر که جان ګداز بود ….. اولین پرسش ز نماز بود
لوی خدای دی ټول مسلمانان واقعی مؤمنان کړی ؛ ځکه انسان اصلاً د الله (ج) د عبادت لپاره خلق سوی دی . نوری چاری فرعی خو الهی عبادت اصلی هدف دی . څومره به ښه وی چی نور نو د ډول ډول حیلو او پلمو څخه ځانونه خلاص کړو او هغه څه راپیل کړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو .





د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


•   ۲۳. د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]


•   ۲۴. همدا برخه