کور / اسلامي / د روژې اووه ویشتمه تحفه: [د بې نمازه انسان سزا] او [مفلس څوک دی]

د روژې اووه ویشتمه تحفه: [د بې نمازه انسان سزا] او [مفلس څوک دی]


عابدو او متدینو لوستونکو ، د زیاترو علماوو په نزد لیلة القدر همدا نن شپه ده ( والله اعلم ) . یعنی کومه شپه؟
۱ ـ انسانانو ته د هدایت لپاره د قرآنکریم نزول ؛ ۲ ـ په دغه شپه رحمت او برکت خورا زیات وی ؛ ۳ ـ په دغه شپه د راتلونکې کال اړونده رزق ، عمر او پیښی مقدر او مشخص کیږی ؛ ۴ ـ په دغه شپه عبادت تر یو زر میاشتو هم بهتر وی ؛ ۵ ـ په دغه شپه جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی راکښته کیږی چی د خیر او برکت سبب ګرځی ؛ ۶ ـ په دغه شپه د ناروغیو او بدمرغیو څخه سلامتي وی ؛ ۷ ـ په دغه شپه ناسته او قیام یعنی عبادت او الهی ذکر د تیرو ګناهونو د بخښلو باعث کیږی ؛ ۸ ـ په دغه شپه الله تعالی وایی چی « آیا څوک سته چی بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړی تر څو ویې بخښم ؟ آیا کوم پوښتونکی سته چی سوال یې ځواب کړم ؟ آیا د رزق غوښتونکی سته چی په روزي کی یې برکت راوړم ؟ » نو هغه به کوم بد نصیب وی چی د دغسی مقدسی شپې په حاصلولو سره بیا هم په درانه خوب ویده وی ، هغه ضایع کړی او وړیا ګټه ترې وانه خلی ؟ نو راځئ چی اول یې پر لمانځه د پابندۍ څخه راپیل کړو ! او دا هم د روژې اووه ویشتمه تحفه ( ن . صمد )


د بې نمازه انسان سزا


د الهی آیتونو او نبوي حدیثونو له مخی څوک چی لمونځ نه کوی او په باک یې نه راوړی نو د سخت عذاب سزاوار دی . په احادیثو کی راغلي دي چی څوک لمونځ نه کوی نو الله (ج) به پنځلس سزاوی ورکړی : شپږ به په دې دنیا کی وی ، درې به د مړ کېدو پر مهال وی ، درې به په قبر کی او درې به هم د قیامت په ورځ وی .


د ژوند پر مهال یې شپږ سزاوی دا دي :
۱ ـ الله یې له ژونده برکت اخلی ( یعنی ژوند یې بد مرغه کوی ) .
۲ ـ الله یې استدعا ( یعنی دعا ) نه قبلوی ؛
۳ ـ الله یې د څیرې څخه د ښو خلکو بصیرت ایسته کوی ؛
۴ ـ پر مځکه به د ټولو مخلوقاتو د کرکې وړ وی ؛
۵ ـ الله د هغه د اعمالو په بدله کی اجر ( ثواب ) نه ورکوی ؛
۶ ـ د ښه خلکو په دعاوو کی نه شاملیږی .


د مرګ پر مهال درې سزاوی دا دي :
۱ ـ د تحقیر او سپک تیا په حال کی مړ کیږی ؛
۲ ـ د لوږی په حال کی مړ کیږی ؛
۳ ـ د تندی په حال کی مړ کیږی . که د سمندر ټولی اوبه هم وڅښی بیا به هم تږی وی .


په قبر کی درې سزاوی دا دي :
۱ ـ الله یې قبر دومره تنګ کوی چی د پښتۍ هډوکی یې یو د بل څخه تیر سی ؛
۲ ـ الله سُور اور پر تویوی ؛
۳ ـ الله مار پر مقرر کوی چی « زړه ور » ، « بې باکه » نومیږی چی د سهار د لمانځه د ترک کولو له امله به یې د سهار څخه تر ماپښین پوری وهی ، د ماپښین څخه به یې تر مازیګر پوری د ماپښین د لمانځه د نه کولو له امله وهی ، او په همدې ترتیب . په هره ضربه سره هغه اویا ګزه په مځکه ننوزی .


د قیامت په ورځ درې سزاوی دا دي :
۱ ـ هغه به تر مخ نیول سوی وی او په کشولو به دوږخ ته اچول کیږی ؛
۲ ـ الله به هغه ته په قهر سره ګوری داسی چی د مخ غوښی به یې توییږی ؛
۳ ـ الله په سختۍ سره فیصله پر صادروی او امر کوی چی په دوږخ کی یې واچوئ .


هو ، د نبوي حدیث له مخی « د انسان او کفر بیلونکی لمونځ دی » . آیا پوهیږﺉ چی دا څومره لوی خبردارﺉ دی؟ په هر صورت ، فقهاوو او علماوو ویلی دي چی څوک لمونځ نه کوی هغه دیندار هم نه دی او دیندار هغه څوک دی چی پر لمانځه ټینګ وی . رسول الله (ص) فرمایی چی « لمونځ د دین ستون دی . » نو که چا لمونځ وکړ دین یې ټینګ کړ . که نه ، دا ستون یې ونړوﺉ یعنی د لمانځه په ترک او نه کولو سره یې دین وران کړ . دا لا څه ، الله تعالی د لمونځ نه ادا کول د کفارو خصلت بللی دی : « او که هغوی ته وویل سی چی د الله په وړاندی ټیټ سئ ( یعنی رکوع وکړی ) نو رکوع نه کوی ( المرسلات : ۴۸ ) . الله په المدثر سورت کی د بې نمازه انسان ځای دوږخ بولی : « جنتیان به د دوږخیانو څخه وپوښتی چی جهنم ته ستاسو د بیولو علت څه دی ؟ هغوی به ورته ووایی چی موږ لمونځ نه کاوه . » باید متوجه اوسو چی د لمانځه څخه هدف صرف پورته کښته کېدل نه بلکی لمونځ باید د هغه په اصلی معنی او مفهوم سره وی . داسی نه چی ظاهری لمونځ کوو خو ډول ډول ګناهونه ، ظلمونه او فسادونه هم کوو . په دغسی حالت کی به هغه عبادت نه بلکی تش عادت وی . نو تیر پر تیر ! اوس هم ډیر ناوخته نه دی او د توبې دروازه خلاصه ده ؛ خو شرط یې پاک او غوڅ تکل دی . راځی چی نور نو شیطانی فتنې د تل لپاره خوشی او ځانونه د الهی عذابه وړیا خلاص کړو .  


مفلس څوک دی


رسول الله (ص) یوه ورځ د اصحابو څخه داسی وپوښتل : آیا پوهیږﺉ چی مفلس څوک دی ؟ اصحابو عرض وکړ چی اې رسول الله ! په موږ کی خو مفلس هغه څوک وی چی نه درهم ( پیسه ) ولری او نه سامان او اسباب . رسول الله (ص) ورته وفرمایل چی زما د امت له منځه مفلس هغه څوک دی چی د قیامت په ورځ به د دې دنیا څخه د هر ډول لمونځونو ، روژو ، زکاتونو او نورو عباداتو سره راځی ، خو د دې تر څنګ به یې نور ګناهونه هم راوړی وی لکه : چا ته ښکنځل کول ، پر چا تهمت تړل ، د چا مال خوړل ، څوک ناحقه وهل ، او څوک ناحقه وژل . نو یو مظلوم ته به د هغه د نیکیو څخه یو څه ورکړل سی او بل مظلوم ته به هم د ده د نیکیو یوه برخه ورکول سی . او کله چی د ده دغه نیکۍ ټولی ختم او د خلکو حقونه پر پاته سی ، نو د اړونده حقدارانو بدۍ او ګناهوي به د ده سره پاته سی او په دوږخ کی به پسی واچول سی ؛ دغه شخص مفلس بلل کیږی ( مشکوة ) .


هو ، دا څونه عالمانه او عاملانه ښوونه ، پوهونه او روزنه ده . په رښتیا هم که موږ عبادتونه کوو خو تر څنګ یې ظلمونه ، ګناهونه ، فسادونه او جرمونه هم کوو ، نو اصلی پوروړي او مفلس به همدا موږ یو او ټوله نیکۍ به مو هغه چا ته ځی چی ظلم او تیری مو پر کړی وی . الله تعالی تر خپل حق را تیرېدای سی خو د بنده تر حق نه تیریږی . موږ او تاسی شاهدان یو چی په ټولو اسلامی هیوادونو کی غم او مصیبت مسلط دی . دعاوی خورا لږ قبلیږی ، خوښي او سوکالي کډه کړې ، او شر ، فساد ، شخړي او فتنې حکمفرما دي . دا ولی ؟ ځکه چی ننني اکثریت مسلمانان په خوله ډیر ټینګ خو په زړه ډیر سست مسلمانان دي . هغه څه نه کوی چی رحمان ورسپارلي دي خو هغه څه ښه کوی چی شیطان ور منلي وی . پورتنی حدیث یې ښه مصداق دی . نو بیا هم ډیر ناوخته نه دی ؛ د ارادې او توبې دروازه لا خلاصه ده . خو د توبې په انتظار ګناه ته دوام ورکول صغیره ګناه په کبیره ګناه سره بدلوی .     





د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


•   ۲۳. د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]


•   ۲۴. د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]


•   ۲۵. د روژې پنځه ویشتمه تحفه: [د قول او عمل اختلاف] او [هغوی چی لمونځ نه کوی]


•   ۲۶. د روژې شپږویشتمه تحفه: [د توبه کونکې سره څه وکړو ؟] او [د اور ضد سپر]


•   ۲۷. همدا برخه