کور / اسلامي / د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]

د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


ګرانو دوستانو ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه . څومره خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟ څه ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس بنده نه بلکی د نفس واکوال یو . په همدې تمه د روژې اتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )


حسد اول حاسد زیانمن کوی


ابو اللیث (رح) فرمایلی دي چی حسد تر ټولو بدیو خطرناک دی . ځکه ، مخکی له دې چی د حاسد اثر پر محسود ولویږی ، حاسد پخپله په پنځو شیانو مبتلا کیږی :
لومړی ـ غم او پریشاني یې نه ختمیږی ؛
دوهم ـ په داسی مصیبت مبتلا وی چی هیڅ ثواب نلری ؛
درېیم ـ حاسد د هر چا د توصیف نه بلکی بد ویلو وړ وی ؛
څلورم ـ حاسد په دې کار سره خدای له ځانه ناراضه کوی ؛
پنځم ـ د توفیق دروازه پر حسود باندی تړل کیږی .


هو ، په رښتیا هم دا هره ښېګڼه او الهی پیرزوینه ډیره حیاتی ده خو حاسد یې وړیا له لاسه ورکوی . نو طبعأ باید خوار ، ذلیل او تل غمجن ، د الله د عذاب وړ او دین او دنیا یې خرابه وی . اسلام په دینی علم کی د رغنده حسد څخه پرته نور هر ډول حسد منع کړی دی . خو نن موږ په سترګو وینو چی حاسدان دومره مقابل لورﺉ نه زیانمن کوی څومره چی خپل ځان زیانمنوی او په لوی لاس خپل زړه خوری . نو الله دې یې اصلاح کړی .


د روح او جسم دعوه


حضرت ابن عباس (رض) فرمایی چی روح د جسم سره دعوه کوی او داسی ورته وایی : هر څه چی سوي دي ، تا کړي دي . جسم بیا داسی ورته وایی : تا به هدایت راکاوه . تا چی به کوم عمل ښه راته و اېساوه ما به هغه کاوه .
د جسم او روح د خپل منځي استدلال د قضاوت لپاره لوی خدای یوه ملایکه رالیږی چی هغه دواړو ته داسی وایی : ستاسو دواړو مثال داسی دی لکه کوم ګوډ چی ړانده ته ووایی چی ما یو ځای میوه لیدلې ده خو نسم کولای چی هلته ورسم . ړوند ورته ووایی چی ته زما پر ملا سپور سه او هغه میوه وشکوه .


فرشته د دې تمثیل څخه وروسته روح او جسم ته داسی وایی : اوس راته ووایاست چی د دغو دوو کسانو څخه کوم یوه له حده تیری کړی دی ؟ نو روح او جسم ورته وایی چی دواړو برابر تیرﺉ کړی دی .
دا مهال فرشته ورته وایی چی تاسو دواړو هم یو بل ته هدایت کړی دی ، یعنی جسم د روح د انتقال وسیله وه او روح هم د جسم له پاسه سپور و . نو ځکه دواړه برابر مقصر ، ګناهکار او مجرم یاست .


هو ، الله تعالی دومره مهربان او رحیم دی چی تر زکندن پوری توبه قبلوی او موقع راکوی . د مړینی او زکندن پر مهال نور نو د توبې دروازه تړل کیږی . ځکه به نو هر مجرم ، جنایت کار ، قاتل ، زانی ، ظالم ، حق خور ، ګنهکار او فاسد انسان د خپلو ګناهونو په سمندر کی ډوبیږی او د خپل عمل په سزا به رسیږی . خو بیا هم وختی دی ، باید پرې نږدو چی ناوخته سی او د توبې دروازه راڅخه بنده سی .






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. همدا برخه