کور / اسلامي / د روژې اته ویشتمه تحفه: [د اسلام اصلی روح] او [توبه ګناه باالکل محوه کوی]

د روژې اته ویشتمه تحفه: [د اسلام اصلی روح] او [توبه ګناه باالکل محوه کوی]


درنو لوستونکو ، پرون اووه ویشتمه روژه وه او د نړۍ په ډیرو مسجدونو کی د قرآن مجید ختمونه وسول . د جرمنی د مونشن په ( میرویس نیکه جومات ) کی هم د تروایح پر مهال ختم القرآن وسو . برخه والو تر ختم وروسته ډیری دعاوی وکړې ( الله دی یې قبولی او مقبولی وګرځوی ) . دغو متدینو ختم کونکو د خپلو دعاګانو په لړ کی دغه حقیر او فقیر بنده ته هم دعاوی وکړې چی زه یې د مننی او ستاینی لپاره داسی الفاظ نه لرم چی تقدیم یې کړم ؛ نو ستر رب دې ستر اجر ، ثواب او عوض ورکړی . دغه احوال ما ته معزز ورور محمد امین بسمل راکړ ، الله دی یې ونازوی . نو ځکه زه ځان د هغوی ټولو د فرد فرد ممنون او مرهون بولم او د ټولو وروڼو او خویندو د دعاګانو سره آمین وایم . دا هم د روژې اته ویشتمه تحفه ( ن . صمد )


د اسلام اصلی روح


د حضرت ابوبکر صدیق (رض) د خلافت پر مهال حضرت عمر (رض) د مدینې منورې قاضی و . هیچا هم هغه ته د کومی شخړې یا دعوې لپاره مراجعه نه کول ، څو چی باالاخره خلیفه ته ورغی او ورته ویې ویل چی ما د دې دندی څخه ګوښه کړه . ابوبکر (رض) ورڅخه وپوښتل چی اې عمره ! آیا د قضا د سختیو او مشکلاتو څخه ځان خلاصوې ؟ عمر (رض) ورته وویل چی اې د رسول الله (ص) ځای ناستې خلیفه ! خبره دا نه ده ، بلکی د مؤمن قوم په منځ کی ما ته ځکه ضرورت نسته چی : هغوی هر یوه خپل مال د حق له مخی پیژندلی دی ، نو ځکه تر هغه زیات نه غواړي ؛ هغه څه چی پر هغوی واجب دي په ښه ډول یې تر سره کوی ؛ هر یو د بل لپاره هغسی خوښوی لکه ځانته چی یې خوښوی ؛ که د هغوی څخه یو غایب سی نو هغه لټوی ؛ که ناروغ سی نو پوښتنی او ډاډ ګیرنی ته یې ورځي ؛ که مسکین او فقیر سی نو مرسته ورسره کوی ؛ که زخمی سی نو تداوی یې کوی ؛ د هغوی دین نصیحت دی او خُلق یې هم امر باالمعروف نهی عن المنکر دی . نو به ولی یو تر بله شخړي ، مخالفت او دعوې سره کوی ؟ همدا علت دی چی زه بېکاره ناست یم او ضرورت می نسته .


هو ، په رښتیا هم د اسلام فلسفه په پورتنیو حقایقو کی نغښتې ده لکه عمر (رض) چی مختصراً عرض کړه . یو مسلمان چی د ځان او بل حق وپیژنی او هغه عملی کړی ، الهی فرایض او نبوی دساتیر د زړه له اخلاصه پر ځای کړی ، که یو د بل په عملی درد وخوری او یو پر بل ډیره پیرزوینه ولری ، نور کسان ښه کارونو ته متوجه او له بدو یې منع کړی ، نو قرآن او سنت دا چلنج ورکوی چی نه به شخړي وی ، نه مخالفتونه ، نه به مصیبت وی نه فلاکتونه، نه به تشدد وی او نه ظلمونه . همدا علت دی چی د هغه مهال اکثریت قاضیانو مراجعین نه لرل خو د نن عصر اکثریت قاضیان مسلمانان په داسی لومو کی راګیروی چی خلاصون یې مشکل وی . هغوی اسلامی روح لرل خو دوی شیطانی روح لری . بیا هم ډیر ناوخته نه دی !


توبه ګناه باالکل محوه کوی


حضرت ابن عباس (رض) داسی فرمایلی دي : کله چی یو ګنهکار بنده رښتیانۍ توبه وکړی نو الله تعالی یې توبه قبلوی تر دې حده چی ( د الله په امر ) لیکونکي ملایکی او د دغه شخص ګناه کونکي اعضاوی اړونده ګناه بیخی هیروی تر څو شاهدي ورنکړای سی . آن دا چی د ګناه اړونده ځای هم د هغوی د ذهن څخه باسی .
کله چی الله تعالی پر شیطان لعنت ووایه نو شیطان داسی وویل : ستا په عزت می قسم چی تر څو ستا بنده ژوندی وی د هغه د سینې څخه به راونه وځم . خو الله تعالی داسی وفرمایل : په خپل عزت می قسم چی د هغوی د ژوند په ټوله موده کی به یې توبه قبلوم .


ښه ګرانه لوستونکې ! موږ ګورو چی ننني انسانان ګناهونه ډیر ګران رانیسی خو ثوابونه ډیر ارزانه حتی وړیا له لاسه ورکوی . آیا بیا هم وختی نه دی چی همدا اوس د الله تعالی د دغسی بې پایه رحمت ، محبت او برکت څخه عملاً برخمن سو ؟ آیا ښه به نه وی چی د شیطان پر ځای د رحمان خبره او قول عملی کړو ؟ نو راځئ چی له همدې اوس څخه په پاک زړه او پوخ عزم سره جنت مفت واخلو ، صرف پاکه اراده ، ټینګ تکل او د هغه ساتل غواړی او بس !






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


•   ۲۳. د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]


•   ۲۴. د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]


•   ۲۵. د روژې پنځه ویشتمه تحفه: [د قول او عمل اختلاف] او [هغوی چی لمونځ نه کوی]


•   ۲۶. د روژې شپږویشتمه تحفه: [د توبه کونکې سره څه وکړو ؟] او [د اور ضد سپر]


•   ۲۷. د روژې اووه ویشتمه تحفه: [د بې نمازه انسان سزا] او [مفلس څوک دی]


•   ۲۸. همدا برخه