کور / اسلامي / د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]

د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


پوهانو ویلی چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوی چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( العنکبوت ـ ۶۹ ) . او دا هم د یوولسمی روژې تحفه ( ن . صمد ) :


د الهی رحمت څخه محرومیت


علماوو او فقهاوو ویلی دي چی په هر هغه مجلس کی چی دغه درې شیان موجود وی ، هغه مجلس د الهی رحمت څخه بې برخي کیږی :
•    لومړی ـ د دنیا ذکر او خبری؛
•    دوهم ـ خنداوی؛
•    درېیم ـ غیبت.


هو ، موږ او تاسی شاهد یو چی د اکثریت افغانانو د مجلسونو محور همدا درې شیان وی . هر مجلس آن په فاتحو او ختمونو کی هم زموږ مجلسونه د دنیوی منافعو یا سیاست پر محور را ګرځی ، خنداوی وی او د غیبت بازار ښه تود وی . په دې هم شاهدان یو چی هر دغسی مجلس کم دوامه او بې دوامه وی او کومه خاصه ګټه په بر کی نلری بېله کدورته . د دغسی حالت څخه خلاصون ډیر اسانه دی او هغه یوه ایمانی اراده او قطعی فیصله غواړی . نو الله دې موږ ټولو ته د دغسی واقعی ارادې او فیصلې توفیق راکړی .


پنځه پخې وجیزې


یو عالم داسی وایی :
۱ ـ ژبه که څه هم توره نه ده ، خو تر تورې ډیره تېره ده ؛
۲ ـ خبره که څه هم غشی نه دی ، خو تر غشي ډیر عذاب او درد لری ؛
۳ ـ قهر او غضب که څه هم زمری نه دی ، خو تر زمري ډیر وحشتناک او داړونکی دی ؛
۴ ـ نشه که څه هم مار نه دی ، خو تر مار ډیره خطرناکه ده ؛
۵ ـ ګناه که څه هم زهر نه دی ، خو تر زهرو ډیره وژونکې او محوه کونکې ده .


هو ، که موږ دغو عینی او ترخو واقعیتونو ته عمیقأ ځیر سو ، په رښتیا هم دا تباه کونکیً لورﺉ دی . متل دی چی د توری ټپ جوړېدای سی خو د ژبی ټپ نه جوړیږی ؛ قهر او غضب له انسانه حیوان جوړوی ؛ نشه تر مار هم تیره نېښ لری ؛ او ګناه د شیطان مرمۍ ده چی انسان په هغه سره وژنی . نو لوی خدای دی هر مسلمان ، منجمله افغان ورڅخه وساتی او مبتلا کسانو ته دی الله (ج) ژر تر ژره نجات ورکړی . خو اراده او توبه شرط ده .






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. همدا برخه