کور / اسلامي / د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]

د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


درنو لوستونکو ، د روژې د میاشتی درېیمه لسیزه یعنی د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور لسیزه راورسېده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه هم ځای لری چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه کی جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی د الله په امر راکښته کیږی ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی او دا هم شلمه تحفه ( ن . صمد )


د جنت ضمانت


رسول الله (ص) داسی وفرمایل : تاسی ما ته د شپږو شیانو ضمانت راکړﺉ ، زه به مو د جنت ضامن سم :


لومړی ـ تل رښتیا ویونکي اوسئ؛
دوهم ـ حتی الامکان پر خپله وفا ټینګ اوسئ ؛
درېیم ـ په امانت کی خیانت مه کوﺉ ؛
څلورم ـ خپله شرمګاه وساتئ ؛
پنځم ـ خپلی سترګی کښته ونیسئ ؛
شپږم ـ په لاسونو سره د ظلم مخنیوﺉ وکړﺉ .


البته درې ضمانتونه یعنی رښتیا ویل ، پر وعده وفا او د امانت ساتل هم د الله او هم د بندګانو سره رابطه لری . نو که څوک دا شپږ مواد په اخلاص او صداقت سره عملی کړی ، معنی دا چی د اسلام غوښتنی یې عملی کړی دي . له درواغو ځان ساتل د اسلام اساس دی ، پر خپله وفا ثابت پاتېدل د اسلام غوښتنه او د انسانیت تقاضا ده ، په سپارل سوي امانت کی ( که هغه د ملت واک وی یا قضا ، او یا هم بل امانت وی ) خیانت نه کول د اسلام امر دی ، نرینه او ښځینه پاک لمني او حیأ د اسلام ټینګه غوښتنه ده ، د نرینه او ښځینه لخوا مخالف جنس ته په ناوړه او شهوانی نظر کتل د اسلام ضد عمل دی او باالاخره د هر ډول ظلم ، تیري او فساد پر ضد جایز اقدام یعنی جهاد الهی سپارښتنه او د رسول الله (ص) غوښتنه ده . نو ځکه رسول الله (ص) په حق سره فرمایلی دي چی تاسی دغه اعمال وکړﺉ زه مو د جنت ضمانت کوم او رسول د خدای هم ښه پوهېدﺉ چی دا ضمانت د دغو اعمالو په کولو سره خپله حاصلیږی . الله تعالی دې موږ ټولو ته پر دغو اسلامی او اساسی عملونو توفیق راکړی . 


مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی


امیرالمؤمنین عمر (رض) همیشه د خپل رعیت د آرامۍ او ساتنی لپاره د شپې ګزمه کوله . یوه شپه د خپل غلام سره په کوڅو او واټونو کی تیرېدﺉ څو چی ستړی سو او د یو کور د دېواله تر خوا کښېناست چی څه آرام وکړی . دا مهال یې د همدې کور څخه ږغونه واورېدل . یوې زړې ښځی خپلي لور ته ویل چی په شیدو کی اوبه ګډي کړه ( چی سبا یې باید پلورلي وای ) . خو لور یې د هغې خبره نه منل او ټینګار یې کاوه چی امیرالمؤمنین امر کړی دی چی څوک باید په شیدو کی اوبه ګډی نه کړی ( هغه شیدې چی د خرڅولو لپاره وی ) . خو مور یې بیا هم پرله پسې ورته ویل چی دا کار وکړه او دلیل یې دا و چی عمر (رض) خو اوس نسته او هغه مو نه وینی . لور یې ورته وویل چی دا صحیح ده چی هغه اوس نسته او موږ نه وینی ، لاکن د عمر (رض) رب خو سته او هغه مو وینی .


عمر (رض) د ځوانی ښځی دغه استدلال او ایمان ډیر اغیزمن کړ . سبا سهار یې د هغې په باره کی معلومات وکړ او ورته معلومه سوه چی هغه ام عمره بنت سفیان بن عبدالله التقفی نومیږی او پېغله ده .  وروسته یې د خپل زوی عاصم (رض) لپاره مرکه ورته وکړه او پسی ویې غوښته او مږور یې سوه ، چی وروسته د هغوی د لمسیانو څخه یو هم هماغه خورا عادل واکمن عمر بن عبدالعزیز (رح) تیر سوی دی .


هو ، دې ته وایی د اسلام رښتیانۍ روح . هغې پیغلي اسلام په صحیح ډول هضم کړی و او د کامل ایمان لرونکې وه . د هغې سره فعلي غم نه و بلکی د وروستي ساعت په غم کی وه او ځکه یې نو وویل چی عمر (رض) مو نه وینی لاکن د هغه خدای مو وینی ! څومره به ښه وی چی د نن ورځی تجاران ، دکانداران او نور کاروباریان هم د ام عمره (رض) لاره خپله کړی تر څو دین یې آباد او دنیا یې شاداب وی انشاالله . ژوند ډیر لنډ او د سترګو په رپ کی درومی او د بل لپاره ګټه د سرمایې سر خوری !   






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. همدا برخه