کور / اسلامي / د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]

د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! څومره به ښه وی چی توښه اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . نو دایې هم د روژې شپاړسمه تحفه ؛ ( ن . صمد )


د والدینو لس حقوق


د اسلام له مخی مور او پلار پر خپلو اولادو باندی لس مهم حقوق لری چی باید اولادونه یې په خپله خوښه مراعات کړی :
۱ ـ که والدین بی وزله وی نو زوی باید د هغوی د خوراک او څښاک انتظام وکړی ؛
۲ ـ که هغوی جامې او لباس ونلری نو هغه باید ورته تهیه کړی ؛
۳ ـ که هغوی کوم خدمت ته اړتیا ولری هغه باید ورته وکړی ؛
۴ ـ که اولاد ( زوی یا لور ) ور وبولی باید فوراً ورته حاضر سی ؛
۵ ـ د هغوی سره باید په نرمه لهجه خبری وسی او په لوړ ږغ باید خبری ورسره ونسی ؛
۶ ـ هغوی ته په کوچني نوم سره خطاب ونکړی ، ځکه دا د هغوی د شان سره بې ادبي ده ؛
۷ ـ زامن باید د پلار تر شا پسی روان وی بلکی د هغه مخته یا ښی یا کیڼ خوا ته ورسره روان نه وی ؛
۸ ـ هر هغه څه چی ځانته خوښوي باید والدینو ته یې هم خوښ کړی او هغه څه چی ځانته یې بد ګڼی هغوی ته یې هم بد وګڼی ؛
۹ ـ والدینو ته باید د خیر دعا وکړی ؛ هغوی ته دعا نه کول ژوندون سخت کوی ؛
۱۰ ـ که هر امر او حُکم ورته وکړی باید فوراً یې عملی کړی ، خو که د دین خلاف امر ورته وکړی هغه باید عملی نکړی .


ښه ګرانه لوستونکې ، راځئ چی موږ ټول په ګریوان کی وګورو چی آیا همدا ارشادات او احکام عملاً مراعاتوو ؟ څومره یې عملی کوو ؟ ټوله ؟ یوه برخه ؟ او که خورا لږ ، یا هیڅ ؟ د قرآن د اسرأ سورت درویشتم او څلیرویشتم نمبر آیتونه د والدینو حقوق ښه راپیژنی . نو راځئ چی سر له همدې اوسه د والدینو احترام او اکرام مسؤلاً مراعات او پر ځای کړو تر څو سبا موږ پخپله د هغوی په ننني غوندې حالت اوحسرت مبتلا نسو او تر ټولو مهم دا چی د الله راسپارلې وظیفه مو حتی الوسع پر ځای کړې وی . بس یوه پرېکنده اراده او فیصله غواړی . د والدینو حقوق د هغوی تر مړینی وروسته هم پای ته نه رسیږی او تل به دعاوی ورته کوو ، صدقې ، نفلونه او خیراتونه به پسی کوو ، هدایات به یې عملی کوو…..


پر والدینو د اولاد حقونه


رسول الله (ص) فرمایلی دي چی اولاد پر خپل مور او پلار درې حقونه لری :


لومړی ـ تر زوکړی وروسته یو ښه نوم چی ښه معنی ولری پر هغه کښیږدی ؛
دوهم ـ کله چی د درک او فهم حالت ته ورسیږی نو قرآن ور زده کړی ؛
درېیم ـ د بلوغ څخه وروسته کوزده ورته وکړی .


هو ، که په رښتیا هم والدین همدا درې حقونه په مسؤلیت ، صداقت او قوت سره اجرا کړی ، نو یقین دی چی اړونده تخم به یې له برکته ډکه میوه ورکړی ؛ هم به خالق او هم به مخلوق راضی وی ؛ هم به مستریح وی او هم به مستراح . دا درې حقونه په ظاهره عادی ښکاری خو اصلاً په تیاره کی د یو روښانه مشعل حیثیت لری چی ځان او جهان پرې منور کیږی . 






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. همدا برخه