کور / هراړخیز / د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]

د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


عزتمنو او پتمنو لوستونکو ، په تیرو دوو کلونو کی د روژې د مبارکو میاشتو غوندی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کی یوه نوې لړۍ انشاالله پیل کوم چی منځپانګه یې اصلاحی ، اخلاقی او فلاحی ده . دا دیرش برخی می د خپل ناچاپه کتاب ( اخلاقی کنایې ) څخه انتخاب کړي دي .
څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . نو دا هم د لومړنۍ روژې لپاره لومړنۍ تحفه ؛ ( ن . صمد )


قرآن مو څنګه ساتی ؟


دا معلوم حقیقت دی چی د قرآن تلاوت ، په هغه پوهېدل او هغه عملی کول د اسلام اصلی هدف او د انسان لاینفک حق دی . قرآن حتی د مړینی څخه وروسته هم مؤمن ساتی . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : کله چی یو سړی مړ سی او خپلوان یې د هغه په ښخولو مصروف وی ، نو د ده سر ته یو ډیر تکړه او غښتلی سړی دریږی . دغه پیاوړی انسان د مړي د کفن او ځیګر تر منځ ځای نیسی . کله چی تر ښخولو وروسته خلک بیرته خپلو کورونو ته ولاړ سی ، نو د منکر او نکیر دوې ملایکی د ده قبر ته راسی او کوښښ کوی چی دغه پیاوړی سړی ایسته کړی تر څو هغوی د مړي څخه په خصوصی توګه د هغه د ایمان او عقیدې په هکله تحقیقات وکړی . خو دغه غښتلی سړی ورته وایی چی هغه زما ملګری دی ، هغه زما دوست دی . زه به هغه په هیڅ ډول هم یوازی پرې نه ږدم . که تاسو د پوښتنو لپاره مقرر سوي یاست نو خپل کار مو وکړﺉ ، خو زه دﺉ تر هغه مهاله نه پریږدم څو چی جنت ته می نه وی داخل کړﺉ .


وروسته خپل دغه مړه ملګري ته داسی وایی : زه قرآن یم چی تا به کله په لوړ ږغ او کله هم په کښته ږغ تلاوت کولم . مه وارخطا کیږه ، د منکر او نکیر تر ګرویږنو وروسته به ته غم ونلرې .
کله چی تحقیقات ختم سی نو دغه تکړه سړی به د الملع الاعلی ( چی د جنت ملایکی دي ) څخه وریښمینه بستره ورته تهیه کړی چی د مشکو بوی به یې ځی .
رسول الله (ص ) فرمایلی دي چی د قیامت په ورځ به د الله په وړاندی هیڅ کوم شفاعت والا تر قرآن  لوړ دریځ ونلری ، نه رسول او نه هم ملایکه .


هو ، د نن ورځی اکثریت مسلمانان خصوصأ افغانان اول خو قرآن نه تلاوت کوی ، که یې تلاوت کوی نو په معنی یې نه پوهیږی ، که یې په معنی پوه سی نو عمل نه په کوي . موږ قرآن ډیر نفس تنګه ساتلی دی او ساه یې ځکه بنده وی چی په اوو پوښونو کی مو پېچلی وی او هلته لوړ مو په دوړو کی ایښی وی . چندانی مو نه په کاریږی بلکی هغه مهال یې را اخلو چی مسافر له کوره وځي یا په واده کی د ناوي پر سر نیول کیږی ، او یا دا چی کله غم او مصیبت راباندی راسی نو مو په یاد سي او له دوړو یې پاک او په زاریو یې خدای ته شفیع کړو…. خورا ډیر یې ستایو خو نه یې خپلوو ، خورا ډیر قسمونه ورباندی اخلو خو سرچپه عمل په کوو ، خورا ډیر عزت یې کوو خو عملأ یې نه منو او خورا ډیر را نږدې دی خو نه یې وینو…. نو آیا په دغسی حالاتو کی هغه د یو عادی یا اضافی کتاب څخه علاوه بل اهمیت لرلای سی ؟ آیا هغه به مو د پورتني حدیث له مخی په قبر او آخرت کی شفاعت وکړي؟ نو اوس لا هم ډیر ناوخته نه دی او راځی چی عملأ هغسی مسلمانان سو لکه په خوله چی وایو !


د مځکی دعوه


یوه ورځ دوه کسان چی د مځکی د مالکیت په سر یې دعوه لرله ، حضرت علی (رض) ته ورغلل او هیله یې ترې وکړه چی د هغوی تر منځ عدالت او قضاوت وکړی . حضرت علی (رض) چی کله د دواړو مدعیانو خبري او ادعاګانی واورېدې نو هغوی ته یې وویل چی راځی او هغه مځکه باید له نږدې وګورم .


علی (رض) او هغه دواړه مدعیان په ګډه هماغه مځکی ته ولاړل . هلته حضرت علی (رض) خپل سر کښته ځړولی او سترګی یې مځکی ته نیولي وې او کرار کرار ږغېدﺉ . مدعیان حیران وو چی علی (رض) څه کوی او څه وایی .


یو ګړی وروسته حضرت علی (رض) خپل سر راپورته کړ او هغوی دواړو ته یې داسی وویل :
دا مځکه خو بل څه وایی ! مدعیانو په تعجب او تردید سره وپوښتل چی څنګه ؟
علی (رض) ورته وویل چی مځکه وایی چی هغوی دواړه درواغ وایی ، ځکه زه د هغوی مالکیت نه یم بلکی هغوی پخپله زما مالکیت دی . دواړه زما له وجوده جوړ سوي او بیرته به همدا زما غیږ ته راځي !
د دې ترخه حقیقت په اورېدلو سره دواړه مدعیان هیښ او پښېمانه سول او ځای پر ځای یې توبه وکړه .


هو ، نن موږ عملأ وینو چی د بل حق خوړل ، غصبول او تلف کول یوه عادی خبره ګرځېدلې ده . ناحقه دعوې او قبضې په شدت سره جریان لری او زور د هغه چا سره دی چی زیات ثروت ، رفاقت ، قومیت او جهالت ولری . نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .





یادونه : قدرمنو لوستونکو!
تاسو کولائ سئ چي د دغه لړۍ نوري برخي په راتلونکو ورځو کي د (اسلامي لیکني) په ستون کي ولولئ .


لراوبر ويبپاڼي د روژې د مبارکي مياشتي په مناسبت زيات شمېر په زړه پوري اسلامي معلومات په ږغ او متن کي خپروي ، اوريدل و لوستل او د خپلو دوستانو ترې خبرول يې پر تاسو. پته Larawbar.com/islam