کور / اسلامي / د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]

د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


درنو لوستونکو ، روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په پرتله ډیر اهمیت ورکړی دی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی د غفلت ، سُستۍ او بې پروایۍ څخه کار اخیستی وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . په همدې هیله دوه ویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )


ګاونډی درې ډوله وی


رسول الله (ص) فرمایلی دي چی درې ډوله همسایګان وجود لری :
لومړی ـ هغه ګاونډی چی درې حقونه لری ( هغه چی خپلوان یې وی ، او درې حقوق یې دا دي : د هغه مسلمان توب، د هغه خپلوي ، او د هغه ګاونډیتوب ) ؛
دوهم ـ هغه ګاونډی چی دوه حقونه لری ( هغه چی مسلمان وی او دوه حقوق یې دا دي : دا چی هغه مسلمان دی ، او دا چی ګاونډی یې دی ) ؛
درېیم ـ هغه ګاونډی چی یو حق لری ( هغه ګاونډی چی غیر مسلمان وی نو صرف د ګاونډیتوب حق لری ) .


هو ، اسلام ګاونډیتوب ته ډیر اهمیت ورکوی او پر هر ګاونډي یې د بل ګاونډي حق واجب کړی دی . پر هغوی پوښتنه کول ، د سفر پر مهال د هغوی خیال ساتل ، د اړتیا پر مهال مرسته ورسره کول ، د ناروغۍ پر مهال د هغوی عیادت کول او تل نېکه رویه ورسره کول د اسلام غوښتنی او سپارښتنی دي . نو که ګاونډی د یو مسلمان ګاونډي خپلوان وی درې حقوق لری ، که پردی وی نو دوه حقونه لری او که نا مسلمان وی یو حق لری . دا څومره علمی او آفاقی اصل ، پرنسیپ ، معیار او نصیحت دی چی رسول الله (ص) ټول مسلمانان ورته متوجه کوی . نو څومره به ښه وی چی موږ او تاسی د خپل نبی (ص) لارښوونی مخلصانه پلی کړو .


د علم زوال او د جهالت خپرېدل


انس بن مالک (رض) وویل چی آیا هغه حدیث درته بیان نکړم چی د رسول الله (ص) څخه می اورېدلی دی او تر اوسه بل چا نه دی بیان کړی ؟ هغه دا چی : د قیامت د نښانیو څخه یوه دا ده چی علم به واخیستل سی ، دا ځکه چی جهالت به خپور سی ؛ دا ځکه چی زنا به خپره او رواج سی ؛ دا ځکه چی شراب به ډیر څښل کیږی ؛ دا ځکه چی نرینه به محوه کیږی او ښځینه به پاتیږی تر دې حده چی د هرو پنځوس ښځو لپاره به یو ساتونکی وی ( صحیح بخاری : ۱۷۸/۱ او صحیح مسلم : ۲۲۱/۱۶ ) .


هو ، په رښتیا هم نن علم اخیستل سوی او جهالت خپور دی . علم هغه وخت علم دی چی عمل په وسی او یوازی غیر دینی یا سیکولر علم ته علم نه ویل کیږی بلکی دینی علم د نورو نافعو علومو متمم وی ، که نه هغه به بې ګټی علم وی . نن موږ ګورو چی دینی عالم مو د دنیوي علم څخه ناخبره دی او دنیوي عالم مو بیا د دینی علم څخه ناخبره دی چی له امله یې علم د هغه په اصلی معنی او مفهوم سره زوال ته ځی او جهالت خپریږی . موږ عملاً ګورو چی په هر اسلامی هیواد کی زنا  لږ یا ډیر رواج ده ، شراب لږ یا ډیر څښل کیږی ، نرینه لږ یا ډیر محوه کیږی….. چی له امله یې د دغو ټولنو څخه برکت او حیثیت کډه کړې ، جهالت او ظلمت پر مسلط دی ، مصیبت او ضلالت پر واکمن دی او خیانت او جنایت پکښی خپور دی . کوم اسلامی هیواد د داسی خبایثو څخه لږ یا ډیر ژغورلی او ساتلی دی ؟ نو د الله تعالی د امر ( الرعد ـ ۱۱ )  مطابق باید په ځانونو کی رغنده او مثبت بدلون راوړو تر څو الله تعالی مو د پټلۍ څخه اوښتی رېل بیرته لارې ته برابر کړی ، انشالله .






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. همدا برخه