کور / علمي / څېړنیزه لړۍ: د غرمې د خوب له برکته د درس د ښه په يادولو توان (۸)

څېړنیزه لړۍ: د غرمې د خوب له برکته د درس د ښه په يادولو توان (۸)

منبع: د NU نومي ويبپاڼي علمي برخه – ۲۴/۰۹/۲۰۱۳، سه شنبه
لیکوال : دنیس راین فيس
ژباړن : مختاراحمد احسان – هالنډ
د ژباړلو نېټه: ۲۹/۰۹/۲۰۱۳، یکشنبه 

کله چي ماشومان د غرمې تر ډوډۍ وروسته یو ساعت سترګه پټه کړي، نو يې دماغ په ښوونځۍ کي ورښودل سوي معلومات په اغېزناک ډول سره ثبتوي. دغرمې د خوب له برکته ماشومانو ته د تشریح سوي معلومات تقریباً لس سلنه زیاته برخه ور په یادیږي، تر هغه چي غرمه يې خوب نه وي کړئ. [دغه څېړنه په ځانګړي ډول د ۴ څخه تر ۶-کلنو ماشومانو په اړه بحث کوي. – ژباړن ] دغه راز نوموړو ته د غرمې خوب په ورپسې سهار هم ګټه کوي. دغه پایلي امريکايي څېړونکو په “Proceedings of the National Academy of Sciences” نومي علمي مجله کي د ترسره سوي شنني پر بنسټ ذکر کړي دي.

څېړونکي تر هغه وروسته ذکر سوو پایلو ته رسېدلي دي چي د ۳ څخه تر ۶-کلنو ماشومانو څخه يې څلوېښت تنه په ښوونځۍ کي د یوه درسي ساعت په جریان کي تعقیب کړل. ماشومانو یو قسم ذهني لوبه کوله چي په ترڅ کي يې باید د بېلابیلو کارټونو – چي پر هر یو کارټ د حیوان یو انځور و – او نورو څيزونو موقعیتونه په یاد کړي وائ. تر دې وروسته د ماشومانو د یادي ډلي څخه نیمايي برخه کسانو د غرمې خوب وکړ او هغه نور يې باید ويښ پاته سوي وائ.

څېړنه په ډاګه کوي چي د هغو ماشومانو د بېلابېلو انځورونو موقعیتونه ښه په ذهن کي پاته ول، هغه چي خوب يې کړئ وو. همداراز نوموړي په دې توانېدل چي په دا سبا ورځ هم د انځورونو موقعیتونه تر هغو ماشومانو چي خوب يې نه وو کړئ په ښه توګه وښيي.

د غرمې د خوب پر مهال د یو شمېر ماشومانو د دماغ فعالیت ته هم توجه سوې ده. دغه بله اړونده بشپړوونکې څېړنه راښيي چي د ماشومانو دماغ تر ذهني لوبي وروسته په ټولګۍ کي یو ډول د خوب حلقې څرګندولې. دلته د خوب حلقې د هغه لنډ مهاله مودو څخه عبارت دي چي فقط یو څو ثانیې په بر کي نیسي او په جریان کي يې د دماغ د فعالیت کچه ډېره لوړه وي.

راپور لیکي چي په مخکنیو څېړنو کي د خوب د حلقو او د یاداښتونو د رامنځته کېدو ترمنځ تړاو ښودل سوئ دئ.

د یادي شنني په باب د څېړني مشره “ري بیکا سپېنثر” وايي: “زموږ دغه شننه په واضح توګه په ډاګه کوي چي ماشومان د غرمې د خوب له امله په ښوونځۍ کي ورښودل سوئ معلومات په خورا ښه ډول په یادوي.”

په “Britse Royal College of Paediatrics and Child Health” نوم د ماشومانو د روغتیا د اړوند مرکز د خپلواک ماهر “روبرت سکُوت-یوپ” په وینا ماشومان د ورځي په تقریبي ډول د ۱۱ څخه تر ۱۳ ساعتو پوري خوب ته اړتیا لري. نوموړی په بي بي سي نیوز کي په دې اړه داسي وضاحت ورکوي:”د غرمې خوب د ماشومانو لپاره د شپې د استراحت په څېر مهم دئ. ماشوم که غرمه نه وي ویده سوئ، نو ستړی-ستومانه او هېرجن وي، طبیعت يې خراب وي او د خپل پام یا فکر متمرکز کول ورته یو ستونزمن کار ښکاري.”

د اتمي برخي پای


قدرمنو لوستونکو !
تاسو کولائ سئ ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره همدلته لاندي د فېس بوک او یا هم د لاندیني برېښنالیک له لاري شریک کړئ.

په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) اتمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر نهمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو. 
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@larawbar.com


د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :

•    لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده

•    دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
۱/۲/۲۰۱۳ – د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب

•    درېیمه برخه – ۲۰۱۳ز، مارچ ۱
۱/۳/۲۰۱۳ – د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ

•    څلورمه برخه – ۲۰۱۳ز، اپریل۱
۱/۴/۲۰۱۳ – د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو

•    پنځمه برخه – ۲۰۱۳ز، مۍ ۱ 
۱/۵/۲۰۱۳ – جلا وطني او کلتور ساتنه

•    شپږمه برخه – ۲۰۱۳ز، جون ۱
۱/۶/۲۰۱۳ – د مهمو تجربو په ياد ساتلو کي د ويده دماغ ونډه

•    اوومه برخه – ۲۰۱۳ز، جولای ۱
۱/۷/۲۰۱۳ – پړانګان ګوښه کيږي څو د انسانانو سره مخامخ نه سي

•    اتمه برخه – ۲۰۱۳ز،
۱/۸/۲۰۱۳ – د غرمې د خوب له برکته د درس د ښه په يادولو توان (همدا برخه)