کور / علمي / څېړنيزه لړۍ: د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو (۴)

څېړنيزه لړۍ: د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو (۴)

د ((څېړنیزه لړۍ)) څلورمي برخي ته ښه راغلاست !
د لراوبر ويبپاڼي د ځانګړي لړۍ څلورمه برخه – ۲۰۱۳ز، اپریل ۱
د لراوبر ويبپاڼي علمي څانګه په پام کي لري چي د ۲۰۱۳ز کال د جنوري څخه د ((څېړنیزه لړۍ)) په ترڅ کي د دغه زېږديز کال د هري میاشتي پر لومړی نېټه ارزښتناکه څېړنیزه مقاله پر لیکه کړي. تاسو يې د څلورمي برخي لوست ته رابولو.




څلورمه برخه : د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو


منبع : دَ فولکسکرنت – ۲۱/۳/۲۰۱۳
لیکوال : بارد فن دَ وایير
ژباړن : مختاراحمد احسان – هارلېم، نيدرلېنډ
د ژباړلو نېټه : ۲۵/۳/۲۰۱۳


آيا په دوهم نړیوال جنګ کي خپاره سوي کتابونه زیات غمجن لغاتونه لري او که د (۱)Flower power  د دورې هغې؟ دغه راز د خوښۍ د لغاتونو په اړه پوښتنه دا ده چي مثبت لغاتونه د تيري پېړۍ په شلمو کلونو کي ((۲)Roaring Twenties) زیات کارول کېده او که هغه چي لیکوالانو د ورپسې دېرشمو کلونو د اقتصادي بحران ((۳)The Great Depression) په جریان کي اکثره وخت استعمالول؟


جوته سوې ده چي په پورتنیو پوښتنو کي یاد لغاتونه په ذکر سوو مودو کي خورا ډېر کار سوي دي. د PLoS ONE نومي علمي مجله کي د یوې بریتانوۍ خپرې سوي څېړني له مخي په کتابونو کي د ژبي استعمال او د دغه کتابونو د خپرېدو د وخت ترمنځ زیات همرنګه ټکي موجود دي. که چيري عصر ته په کتو د خوښۍ او غم اړوند لغاتونو استعمال په یوه ګرافيک کي سره یو ځای کړو،نو د یوه داسي سیمبولیک انځور سره مخ کيږو چي د نړۍ د وضعیت او حالاتو سره به همګامی وي.


د کلتور او بشر پېژندني د عالم او د ذکر سوي څېړني د مشر “البېرټو اثربي” په وینا د زمان او لغاتونو د استعمال ترمنځ یو ډېر واضح تړاو سته، خو نوموړی زیاتوي : “د دغه شکل پر بنسټ د یاد تړاو لپاره دلیل نه سو څرګندولائ. دا خبره صحیح ده چي وضعه خرابه وه او دوهم نړیوال جنګ دوام درلود، خو دا چي د غمجنو لغاتونو استعمال واقعاً هم د جګړې له کبله رامنځته سوئ دئ، دغه څرګندونه په حقیقي ډول نه سم تأییدولائ.” د ده په اند د دغه ټکي د روښانتیا لپاره نورو څېړنو ته اړتیا لیدل کيږي او د خپلو اضافه څرګندونو په باب وايي: “که اوس بل څه د دلیل په پلمه وړاندي کړم، نو احتکار به وي.”


د څېړنيزي لړۍ څلورمه برخه : د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو


د څېړونکو لپاره د دغه موضوع په شننه کي تر دلیل د څېړني طریقه زیاته مهمه وه. د کلتور او انسان پېژندني پوه “اثربي” مو له دې حقیقته خبروي چي  تر اوسه د لغاتونو د استعمال میلان او بهیر په دومره پراخه کچه نه وو رابرسېره سوئ. د دغه موضوع څېړونکي ډلي د شلمي پېړۍ پنځه میلیونه هغه انګلیسي او امریکايي کتابونه شنلي دي چي تر دې وړاندي د ګوګل(۴) له خوا ډيجيټل سوي وو. د یادي څېړني له برکته تر اوسه په تاریخ کي د ټولو خپرو سوو کتابونو شاوخوا ۴ سلنه شنل سوې ده.


د یادي څېړني مشر “اثربي” په دې اند دئ چي د ګوګل له خوا د خورا زیاتو کتابونو ډيجيټل کول (کتابونه سکېن کول یا کمپيوټري بڼه يې ثبت کول) به بېله شکه د سلوک او رويې د علومو پر ډګر مهم او ځانګړی رول ولوبوي. لکه څنګه چي مځکه پېژندونکي د تاریخ د لا زیات پوهاوي په موخه مځکه تر لاندینیو طبقو کیندي، دغه راز به ژبپوهان تر دې وروسته وتوانیږي چي د ګوګل ویبپاڼي د عالي برېښنايي کتابتون څخه په ګټه اخیستو هغه بهیر په ډاګه کړي چي تراوسه ښکاره نه و. 


د لا زیاتو موادو راغونډولو په اړه “اثربي” وايي : “د بشر پوهني او شاید هم د ټولنیزو علومو له ستونزو څخه تر ټولو ستونزمن کار د بشري کړو وړو په باب د معلوماتو په پراخه پیمانه راغونډول دي. د ټويټر(۵) ټولنیزي ويبپاڼي د لنډو پیغامو او ګوګل ويبپاڼي له برکته د اکثرو موادو راټولول زموږ سره د پيښو د میلان او بهیر په څېړلو او شنلو کي پوره مرسته کوي.”


د امستردام د VU نومي پوهنتون استاد او ژبپوه “پیئک فوسن” د تخنیک د مثبت اړخ په اړه خوشبین دئ، خو د دغه کړنو یو شمېر منفي ټکو ته هم اشاره کوي او وايي : “اوس مهال خورا زیات مواد سته، خو کمزوري په دې کي ده چي ارزښت يې هر وخت نه وي معلوم.” د ده په وینا د ټولنیزي رسنیو له ډلي څخه د فېس بوک په ويبپاڼه کي د ژبي د استعمال په باب زیاتي څېړني سوي، خو منفيت يې دادئ چي څوک نه پوهیږي چي د څه شي مقدار معلوموي او څه شي شني؟ پوښتنه دا ده چي آیا د فېس بوک ويبپاڼي استعمالونکي په خپلو پر لیکه موادو کي واقعي چل و چلند ښيي او که يې رښتینی حالت د فېس بوک د هغې سره په پرتله بېله بڼه لري.


د بشر پېژندني عالم “اثربي” دا هم په ډاګه کړې چي د شلمي پېړۍ په وروستیو کي خپاره سوي کتابونه د دغه پېړۍ د پیل د هغو په پرتله د پاملرني وړ لـــږ احساساتي ډول او بڼه لري. دا که د تيري پيړۍ دغه میلان په یوویشتمه پېړۍ کي هم عیني بڼه لري او که نه، په دې باب اوس مهال زیات څه د ویلو نسته ځکه چي تر اوسه د ۲۱-مي پېړۍ کافي اندازه کتابونه نه دي ډيجيټل سوي، څو ساینس پوهان يې پر بنسټ د ډاډ وړ څرګندوني ولیکي.


   •   لمنلیکونه (د ژباړن زیاتونه) :
(۱) Flower power : د امريکا په متحده ایالاتو کي د شلمي پېړۍ د ۶۰-مو کلونو په وروستیو او د ۷۰-مو کلونو په پیل کي یو کلتوري غورځنګ وو، چي هر یو غړی يې هيپي (Hippie) بلل کیږي.
(۲) Roaring Twenties : د شلمي پيړۍ د ۲۰-مو کلونو هغه دوره ده چي په ترڅ کي يې د نیویارک، لندن، پاریس او څو نورو مهمو، مشهورو ښارونو اقتصادي وضعه ښه وه او نوره هم بهتره کېده.
(۳) The Great Depression : دا یو مشهور نړیوال اقتصادي بحران دئ، چي په زیاتره هیوادونو کي په ۱۹۳۰ ز کال کي پیل او د ۳۰-مو کلونو ترپایه یا د ۴۰-مو کلونو تر نیمايي پوري يې دوام درلود. دغه راز په شلمه پېړۍ کي دا تر ټولو زیانمن او اوږد بحران وو.
(۴) ګوګل (Google) : یوه خورا مشهوره ویبپاڼه ده چي دانټرنيټ د کارکوونکو لپاره د اکاونټ جوړولو، یو له بله د خبرو کولو او پیغام لېږلو د زمینې مساعدولو تر څنګ د خپل پلټني ځانګړي ماشین، پر لیکه برېښنايي کتابتون او ځينو نورو امکاناتو له امله په نړیوال جال کي مهم رول لوبوي.
(۵) ټویټر (Twitter) : یوه ټولنیزه ویبپاڼه ده، چي غړي یې په اساني لنډ پیغامونه د نورو سره شریکولائ سي .




قدرمنو لوستونکو !
دلراوبر ویبپاڼي څخه د څېړنيزي لړۍ پنځمه برخه د راتلونکي میاشت (مۍ) پر لومړی نېټه پر لیکه کیږي، لوستلو ته يې د زړه له کومي بلنه درکوو. همداډول تاسو ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره شریکولائ سئ.



په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) څلورمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر پنځمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو.
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@gmail.com





د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :


• لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده


• دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
۱/۲/۲۰۱۳ – د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب


• درېیمه برخه – ۲۰۱۳ز، مارچ ۱
۱/۳/۲۰۱۳ – د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ


• څلورمه برخه – ۲۰۱۳ز، اپریل۱
۱/۴/۲۰۱۳ – د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو (همدا برخه)