کور / علمي / څېړنيزه لړۍ : د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ (۳)

څېړنيزه لړۍ : د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ (۳)

د ((څېړنیزه لړۍ)) درېیمي برخي ته ښه راغلاست !
د لراوبر ويبپاڼي د ځانګړي لړۍ درېیمه برخه – ۲۰۱۳ز، مارچ ۱
د لراوبر ويبپاڼي علمي څانګه په پام کي لري چي د ۲۰۱۳ز کال د جنوري څخه د ((څېړنیزه لړۍ)) په ترڅ کي د دغه زېږديز کال د هري میاشتي پر لومړی نېټه ارزښتناکه څېړنیزه مقاله پر لیکه کړي. تاسو يې د درېیمي برخي علمي مقالې لوست ته رابولو.



درېیمه برخه : د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ


منبع : دَ فولکسکرنت – ۲۴/۸/۲۰۱۲
لیکواله : مالو فن هینتوم
ژباړن : مختاراحمد احسان
د ژباړلو نېټه : ۲۳/۱۲/۲۰۱۲


د Nature نومي علمي مجلې د هالنډ د لایدن د پوهنتون د انکشافي او عصبي ارواه پوهني د څانګي استادي “اېفَلینه کرونه” یوه څېړنه پر لیکه کړې چي له مخي يې بالغ ځوانان ناحقه وايي چي د بلوغ د دورې د دماغ له امله د خوني د پاکېدو او د کورني کار د کولو توان نه لري. د دغه شنني له مخي تنکي ځوانان د زلمیتوب په پلمه د خوني د پاکېدو څخه او د کورني کاره ځانونه نه سي خلاصولائ. دلیل يې دادئ چي که نوموړي د ځان لپاره په دغه کړنو کي ګټه او یو زړه وړونکی مثبت ټکی وویني، نو ترسره کوي يې، که يې زړه وغواړي، نو توان يې لري، ځکه چي د دوی د بلوغ د دورې په دماغ کي هيڅ کوم څيز نسته چي مخنیوی دي يې وکړي خو دوی يې پلمه کړي.


د پوهنتون استادي”کرونه” د خپل امريکايي همکار سره د تنکي ځوانانو د دماغو اړوندي پخوانۍ واړه عصبي څېړني راغونډي کړي او د دغه شننو پر بنسټ په ډاګه کوي چي د پريفرونتال کورتیکس* په نوم د ځوانانو د دماغ برخه خپله دنده اجرأ کوي او کوم کمښت نه پکښي لیدل کيږي.
*Prefrontal cortex : د دماغ هغه مهمه برخه ده چي د سر د مخ لوري ته له تندي څخه لږ څه پورته پرته ده، تر ۴۰ کلنۍ پوري وده کوي او په پريکړو کولو او پلانونو جوړولو کي یو مهم رول لوبوي. دغه برخه د نورو خلګو سره د یوه کس په سلوک او رویه کي هم ځانګړی رول لري.


ساینس پوهان تر دې دمه په دې باور وو چي د ځوانانو په دماغ کي پیاوړی احساساتي سیسټم پر پريفرونتال کورتیکس غښتلئ دئ او د پريفرونتال کورتیکس ساحد لراوبر ويبپاڼي د څېړنیزي لړۍ درېیمه برخه : د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئه تر ډېره وخته د ودي په حالت کي وي. نوموړو به زیاتول چي د زلمیانو په دماغ کي د احساساتي سیسټم د پیاوړتیا له امله تنکي ځوانان یو ځانګړی چل و چلند لري چي د زلمیتوب او سن سره يې سر خوري.  اړوندي بیلګي يې په دې ډول وې چي د تنکي ځوانانو په راکړه ورکړه کي څوک د احساساتي پریکړو، چټي عکس العمل او خطرناکو حالتونو سره مخ کيږي. د ساینس پوهانو دغه منطق جوته ول چي د تنکي ځوانانو رويه چټي، بې سوچه، بې فکره او بې مسئولیته ده، ځکه چي د دوی په اند د ځوانانو عقل ځانګړی عالي حد ته نه دئ رسېدلئ او احساسات پر زورور دي. دغه پایله نور حقیقت نه لري.


د هالنډ د لایدن د پوهنتون د سایکولوجسټي”کرونه” د څېړني او شنني له مخي احساساتي سیسټم واقعاً هم د زلمیانو په دماغ کي حساس دئ، خو زیاتوي چي بالغ کسان کله د پریفرونتال کورتیکس څخه استفاده کوي او کله يې نه کوي. که چیري تازه بالغ سوي کسان تشویق سوي وي او واقعاً يې زړه وي چي يو څه وکړي، نو د پريفرونتال کورتیکس د دماغ برخه کاروي، خو که تشویق نه وي، نو د دغي عصبي برخي څخه ګټه نه اخلي. د روانشناسي”کرونه” د شنني پایله راښيي چي د ځوانانو د پوهي او عقل اداره کېدونکې ساحه اُمه نه ده، بلکي په چټکۍ سره تغیر مومي او د زیات عمر لرونکو کسانو په پرتله  په اسانۍ تر نفوذ لاندي راځي. که ځوانان د پريفرونتال کورتیکس د دماغ برخه استعمالوي، نو نوموړي د دماغ د دغه برخي تراستعمال وروسته حق الزحمه یو شرط بولي او دغه حق الزحمه زیاتره وخت په ټولنیز چاپیریال پوري اړه لري.
تنکي ځوانان کورني کار او د خوني پاکولو ته په اساني زړه نه ښه کوي، وجه يې بې فکري او بې پروايي نه ده، بلکي دا ده چي دوی د دغه کړنو د ګټي څخه د ناخبرۍ او د تشویق د کمښت له امله زړه نه ورته ښه کوي او ځکه نو قصداً د پریفرونتال کورتیکس د دماغ برخه په کار نه ګوماري.


د هالنډ د VU نومي پوهنتون د عصابو، چل و چلند او تعلیم د څانګي استاده”یَلله یوللَس” د تنکي ځوانانو په عصبي روانشناسي کي تخصص لري . نوموړې د مېرمن کرونه په څېړنه کي ونډه نه لري، خو شننه يې “اثرناکه” بولي.



قدرمنو لوستونکو !
دلراوبر ویبپاڼي څخه د څېړنيزي لړۍ څلورمه برخه د راتلونکي میاشت (اپریل) پر لومړی نېټه پر لیکه کیږي، لوستلو ته يې د زړه له کومي بلنه درکوو. همداډول تاسو ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره شریکولائ سئ.



په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) درېیمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر څلورمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو.
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@gmail.com





د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :


• لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده


• دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
۱/۲/۲۰۱۳ – د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب


• درېیمه برخه – ۲۰۱۳ز، مارچ ۱
۱/۳/۲۰۱۳ – د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ (همدا برخه)