کور / علمي / څېړنيزه لړۍ : جلاوطني او کلتور ساتنه (۵)

څېړنيزه لړۍ : جلاوطني او کلتور ساتنه (۵)

د ((څېړنیزه لړۍ)) پنځمي برخي ته ښه راغلاست !
د لراوبر ويبپاڼي علمي څانګه په پام کي لري چي د ۲۰۱۳ز کال د جنوري څخه د ((څېړنیزه لړۍ)) په ترڅ کي د دغه زېږديز کال د هري میاشتي پر لومړی نېټه ارزښتناکه څېړنیزه مقاله پر لیکه کړي. تاسو يې د پنځمي برخي لوست ته رابولو.

پنځمه برخه : جلاوطني او کلتور ساتنه

یادونه :
دغه لیکنه د ۲۰۱۲ز د ډسمبر پر ۲۹مه د هالنډ په هارلیم ښار کي د “بهر مېشتي افغان ځوانانو– لاسته راوړني او ستونزي” نومي علمي سیمينار لپاره چمتو سوې چي یو شمېر مهم ټکي يې هلته ګډونوالو ته واورول سول.

لیکوال : مختار احمد احسان
د لیکلو نېټه : ۲۶/۱۲/۲۰۱۲ چهارشنبه – هالنډ

•    د مهاجرت په اړه د اُلمن د تيورۍ وضاحت :
دا یو ښکاره حقیقت دئ چي یو څوک د امکاناتو د کمښت له امله د ورپيښو ستونزو حل لټوي او د ښه ژوند په امید بل هیواد ته ځي. د جغرافيه پوه “ایډوارډ اُلمن” (۱۹۱۲ز – ۱۹۷۶ز) تيوري د جلاوطنۍ په اړه تر یو حده په زړه پوري معلومات راکوي. د نوموړي مفکوره د دوو ځایونو ترمنځ د خلګو، موادو، معلوماتو او انرژۍ د انتقال په اړه بحث کوي او د انتقال لپاره درې شرطونه ږدي:

– له لومړي هیواد څخه که دوهم ته یو څوک یا یو څيز لېږدي، نو دوهم هيواد باید یو بشپړېدونکی رول ولري، یعني په دوهم هيواد کي باید هغه څه موجود وي چي لومړنی هغه يې نه لري. دغه شرط د complementarity په نامه يادیږي.
– ورپسې Transferability مهمه ده، یعني د ټاکلو دوو ځایونو ترمنځ باید د ترانسپورټ یا تګ راتګ امکانات وي، چي آسانه، لنډه او نژدې لار زيات اهميت پکښي لري. بل هیواد ته که د ورتګ آسانتیا نه وي، څوک پردېس کېدائ نه سي او که وي، نو طبعاً به څوک لنډه لاره انتخابوي.
– درېیم شرط يې No Intervening Opportunity نومیږي، چي له مخي یې باید د دوو ټاکلو ځایونو ترمنځ بل نژدې ځای نه وي چي ورته امکانات ولري، د بيلګي په توګه یو پردېس که اروپايي هیواد ته ځي، نو هغه مملکت به يې په نیت کي وي چي مثبت ټکي يې پلرني ټاټوبي ته نژدې پراته هيوادونه ونه لري.

د اُلمن د تیورۍ لومړنی شرط د مهاجرت په اړه وضاحت راکوي او د مهاجرو د جلاوطنۍ لامل تر یو حده په ډاګه کوي. که د دغه شرط د”لي” د مثبتو او منفي ټکو  د تیورۍ (=Lee’s Push-pull theory) او د افغانانو د پردېسۍ د حالت تر منځ تړاو ته ځير سو، نو د ځان په اړه مو ځيني بنسټيزي پوښتني ورپسې حقیقتونه راښيي :

– موږ څوک یو؟  پردېس افغانان یو، افغانی کلتور لرو، مورنۍ ژبه مو پښتو ده او دین مو اسلام دئ.
– څه شي کوو؟  په بهرنیو هیوادونو کي ژوند کوو، په دنده یا زده کړه لګیا یو او یا وزګار یو.
– په بهرنيو ممکلتونو کي مو د اوسېدو دلیل څه دئ؟
په لنډ ډول ویلائ سو چي د ښو امکاناتو له وجي په پردي ماحول کي شپې او ورځي سبا کوو، په تفصیلي توګه د کار زمینه، د ښو زده کړو اسانتیا او سوکاله ژوند يادولائ سو.
– په بهرنيو هیوادونو کي له کوم حالت سره مخ یو؟
د یوه داسي حالت سره لاس او ګرېوان یو چي په شاوخوا کي مو په بېګانه ژبه خبري کیږي، نور عنعنات مراعتیږي، وګړي يې زموږ د پلرني ټاټوبي په پرتله د نورو نظرونو څښتنان دي او داسي نور.

دغه بنسټيز معلومات څرګندوي چي پردېس افغانان په داسي یو هیواد کي مېشت دي چي د اُلمن د تیورۍ له مخي واقعاً بشپړېدونکي امکانات (complementarity) لري.

•    د “لي” تيوري او د بهرمېشتو افغانانو غفلت:
دا چي له جلاوطنۍ سره ښه او بد دواړه تړلي دي، په دې اړه مو د “لي” د مثبتو (Pull) او منفي (Push) اړخونو تیوري په پردېسۍ کي له دوه ډوله فکتورونو سره اشنا کوي: یو يې د Push Factors په نامه یاديږي او په پلرني ټاټوبي کي دي. دPush  لفظي معنی (پوري وهل) ده او Push Factors هغه منفي فکتورونه یا اړخونه دي چي سړى د خپل هیواد پرېښودلو ته اړباسي. بل ډول يې Pull Factors نومیږي، چي په بهرني ماحول کي موجود دي . دPull لغوي معنی (راکشول) ده او دا د یوه بهرني ملک هغه مثبت امکانات دي چي جلاوطنه ته په زړه پوري وي.

لاندنی انځور له افغانستان څخه هالنډ ته د ځينو مهاجرو په اړه معلومات راکوي. په انځور کي دايرې د افغانستان او هالنډ هیوادونه فرض کړئ. د افغانستان منفي اړخونه (Push Factors): د پرمختللو هیوادو په پرتله د ښووني او روزني کمزوره امکانات او ټيټ معیار، کمزوره اقتصاد، جنګ او اداري فساد یو شمېر وګړي پردېسۍ ته اړ باسي. هېره دي نه وي چي افغانستان مثبت فکتورونه (Pull Factors) هم لري; لکه پلرنى ټاټوبی او کلتور، مورنۍ ژبه، دوستان او داسي نور. د یادوني وړ ده چي ځیني افغانان که له غریبۍ څخه جلاوطنۍ ته مجبور دي، ځیني نور بيا ښايي اقتصادي ستونزي ونه لري، بلکي د سیاسي او یا مذهبي آزادۍ لپاره هيواد پرېږدي. په عمومي ډول ویلائ سو چي د هالنډ په زړه پوري اړخونه (Pull Factors) د افغانستان تر هغو ډېر دي; د مثال په ډول لکه ښه اقتصاد، سیاسي او مذهبي آزادي، د ښووني او روزني فوق العاده امکانات، امنیت، د زده کړو  او د ژوند لوړ معیار د افغانستان غوندي غریبو هیوادونو د یو شمېر وګړو زړه جلاوطنۍ ته ښه کوي.
د هالنډ اقتصادي حالت که بهتره دئ او د پرديسو کم امکانات بشپړوي، خو په عیني حال کي دغه اروپايي هیواد د مهاجرو لپاره منفي اړخونه (Push Factors) هم لري، یعني پردېسي په بشپړ ډول مثبتي اغېزې نه لري، بلکي منفي اړخ يې هم موجود دئ. دغه منفي ټکي اکثره وخت له فکره غورځول سوي وي، حال دا چي باید پاملرنه ورته وسي.

که د یوه کره کتونکي په څېر دې خبري ته غور وکړو چي پرمختللي هیوادونه ښه امکانات لري، نو پوه به سوچي دا یو نامکمل حقیقت دئ. واقعیت دا دئ چي د ښو په نیت راغلئ پردېس په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د منفي ټکو په لټه دئ. پردېس افغانان که له هیواده د ښو امکاناتو په لټه کډوال سوي دي، له پلرني ټاټوبي څخه د پردیتوب سره هم مخ دي.

په کار ده چي د پرمختللو هیوادونو مثبتو او منفي فکتورنو تر منځ پر توپير رڼا واچول سي. د ارزښتناکو او زیانمنوونکو ټکو د توپیر د وضاحت لپاره باید زیاته کړم چي له یوه اړخه که په بېګانه هیواد کي د سوکاله ژوند امکانات لرو، له بل اړخه باید باخبره واوسو چي په هیواد کي که پښتو خبري کېدې، په هالنډ یا کوم بل بهرني هیواد کي پښتو یا دري نه چلیږي، ټول په بله ژبه ږغيږي. دا چي بهرنۍ ژبه مو زده کړې، ښه زیری دئ، خو هېروو به نه چي هر وخت د بل په ژبه ږغېدل او لږ پښتو خبري کول پر اصلیت منفي اغېز کوي. که مشران په کال کي دوه يا درې ځلي اختر یا نورو کلتوري ناستو ته کالي په تن کړي، نو امکان لري چي راتلونکی پردېس نسل افغاني جامې هيڅ نه واغوندي او شاید له ذهنه يې ووزي. لنډه دا چي یوازي مثبت ټکي نه، بلکي زیانمنوونکي فکتورونه هم موجود دي چي ورو-ورو مو له کلتوره بېګانه کوي.

•    په جلا وطنۍ کي اوږدمهاله ګټه :
په پرمختللو هیوادونو کي چي د منفي ټکو په موجودیت پوهاوی حاصل سو او د مثبتو ټکو سره يې توپير روښانه سو، باید مثبت ټکي تر یوې اندازې د منفي هغو د له منځه وړلو لپاره وکارول سي. یعني د بل هیواد د مثبتو ټکو څخه نه یوازي لنډ مهاله ګټه اخيستل په کار دي چي په پایله کي يې په ورځني ژوند کي خوښي رامنځته کوي، بلکي اوږدمهاله ګټه يې هم ضروري ده. د بيلګي په ډول د یوې بهرنۍ ژبي د پوهاوي په ذریعه باید د مورنۍ ژبي منفي ټکي ور پیاوړي کړو. د موجودو په زړه پورو امکاناتو له امله بایدافغانان په تکراري توګه راغونډ سي او تنکي ځوانان پښتو لیک او لوست ته وهڅول سي څو د ژباړي توان ولري. جلاوطنه زلمیان باید بهرنۍ ژبه د خپلو راکړو ورکړو او زده کړو ترڅنګ بهرنیو ته د خپل کلتور او عنعناتو په معرفت هم وکاروي. د خپلي ژبي او کلتور څخه د بېګانه توب د مخنیوي په لاره کي که خپله پوهه، اړیکي او امکانات په کار واچوو، نو دوه چنده ګټه به مو کړې وي. یومثبت اغېز به يې دا وي چي مورنۍ ژبه به مو د وخت په تېرېدو نه کمزوره کیږي او راتلونکی نسل به له مورنۍ ژبي او پلرني ټاټوبي د عنعناتو سره بلد وي. بل مثبت ګام به دا وي چي په پردي هیواد کي کلتوري حفاظت په مستقیم یا غیرمستقیم ډول نور خلک تر یوې اندازې له افغاني کلتور سره بلدوي.

په بهرني هیواد کي له خپل کلتور سره بلدتیا د دې توان رابخښي چي د وخت په تېرېدو د خپل کلتور په کمزورو ټکو کي مثبت بدلون راولو، د بېلګي په توګه په هیواد کي اکثریت وګړي په دې اند دي : “که ډب نه وي ادب نه وي.” د دغي خبري په اړه د پرديسو افغانانو پوهه او تجربه راښيي چي په پرمختللو هیوادونو کي وهل نه سته، بلکي له خبرو، دلایلو، حوصلې او مهربانۍ څخه کار اخیستل کیږي. اوس نو که پردېس افغانان واقعاً د خپل او د بل له کلتور سره بلد وي، نو وبه توانيږي چي د خپلي تجربې او پوهي پر بنسټ خپل کلتور او عنعنات بډای کړي او په کمزورو ټکو کي يې کمښت راولي.

•    کلتور ساتنه او لاسته راوړني :
د افغاني کلتور په فخر پوهاوی ګټور دئ. تنکي ځوانان که پوه سي چي کلتوري معلومات يې د پوهي او تجربې لپاره مثبت اغېز لري، نو په بهرني ماحول، پوهنتونو او ښوونځیو کي به په اصلي  کلتور شرم نه، بلکي فخر وکړي.  دا په دې دلیل چي د یوه متوسط بهرني په حیث به صرف له یوه کلتور سره اشنا نه وي، بلکي افغان کلتور به هم پېژني، له افغانانو سره به راکړه ورکړه لري، له عنعناتو سره به يې بلد وي او په نتيجه کي به يې معلومات زیات وي.

د کلتوري حفاظت په اړه هالنډي ريميډييل “میچ فن خېل” د علمي ترفېع لپاره یوه څېړنه کړې چي له مخي يې هغه مهاجر زده کوونکي چي خپل دود او کلتور مراعتوي، ځانونه ښه احساسوي او د زده کړو نتيجې يې د څېړنیزي لړۍ د پنځمي برخي څېړنیز حقیقتښې دي. “فن خېل” یو remedial دئ، یعني دنده يې له فزیکي او یا روحي ستونزو سره د مخامخ ماشومانو ښوونه او روزنه ده. نوموړی لیکي چي په امريکا او کاناډا کي د مهاجرو لومړنی نسل ښه دئ او روغتیا يې د تمي خلاف بهتره ده. دی دغه راز زیاتوي چي د څېړني له مخي يې په هالنډ کي هم د مهاجرو لومړنى نسل له خپل هویت او کلتور څخه ښه احساس لري او له برکته يې دغه نسل د هالنډي همزولو او د مهاجرو د دوهم نسل په پرتله له کمو روحي ستونزو سره مخ دئ. د فن خېل په اند هغه ماشومان چي د کورنۍ لپاره هلي ځلي کوي، عالي نمرې لري، د ځان په اړه خوشبین دي او د رويې منفي اړخ يې زیاتي ستونزي نه لري. 

فن خېل د دغو څېړنیزو معلوماتو پر بنسټ لیکي چي ځکه نو د کلتور د ځینو برخو مراعتول د پاتو مهاجرو ماشومانو لپاره یو ژغورونکی فکتور دئ. دا هم ليکي چي په بشپړ ډول د کلتور ساتل پر مهاجرو ماشومانو منفي اغېز نه کوي، د بېلګي په توګه که افغان مهاجر زده کوونکي فقط او فقط له نورو افغان زده کوونکو سره وګرځي، نو هيڅ ستونزه به نه وي، بلکي په داسي یوه حالت کي به د دغو زده کوونکو نتایج لا بهتره وي.

د څېړني د جزیاتو له مخي اسیميلاسیون (Assimilation = په مکمله توګه خپل کلتور پرېښودل، د بهرني هیواد هغې منل او ځان ورسره عیارول) د مهاجرو لپاره د روحي ستونزو سبب ګرځي او هغه ماشومان چي د پلرني او بهرني کلتور ترمنځ د انتخاب چل نه ورځي او هويت يې ځني ورک وي، هغوی تر ټولو زیاتي روحي ستونزي لري.

اوس جوته سوه چي افغان مهاجر که په پردي ماحول کي په پلرني رسم او رواج فخر وکړي، نو څو ګټي به يې کړي وي; له یوې لوري به يې کلتور نه وي هېر سوئ، مورنۍ ژبه به يې له ذهنه نه وي وتلې، له اصلي عنعناتو سره به بلد وي او دغه راز به يې نژدې شاوخوا هم په غیرمستقیم ډول له افغاني کلتوره خبره کړې وي. له بلي لوري به افغان پردېس زده کوونکي په زده کړه کي له ستونزو سره نه وي مخ. لکه څنګه چي د”فن خېل” د څېړني له مخي مهاجر ماشومان د کلتورساتني په نتيجه کي ښه نتایج لري، نو د تنکيو ځوانانو لاسته راوړني به زیاتي او ښې وي، روحي ستونزي به يې کمي وي او د هویت په لټه به نه وي.

•    د کلتورساتني لپاره مهمي هڅي:
والدین او بهرمېشتى تقسیم سوئ افغان چاپیریال باید واقعاًد افغاني کلتور ارزښت خپلو زلمو ته ورښکاره کړي. د دې لپاره لاندنۍ کړني مهمه ونډه لرلائ سي :

o په مورنۍ ژبه د والدینو او نورو مشرانو ږغېدل د ماشومانو لپاره د مور و پلار او پښتو ترمنځ یو بې پايه ملګريتوب ښيي;
o یوازي په اختر یا نورو کلتوري غونډو کي باید خپل دود او کلتور پر ځای نه سي، بلکي په ورځني ژوند کي هم بايد پاملرنه ورته وسي او تنکيو ځوانانو ته د هیواد د ملي شخصیتونوپه اړه په تدریجي ډول په مهربانۍ معلومات ورکړل سي. علاوه پر دې په تکراري ډول کلتوري پروګرامونه هم جوړ کړل سي، څو په بهرني ماحول کي یو دبله لادرکه افغانان سره یو موټي سي.

تر دې وروسته به نوی او اوسنى نسل په خپل کلتور ډاډه وي، له مثبتو اړخونو به يې خبر وي، ښې لاسته راوړني به لري، په ویاړي به او تشویق به وي څو خپل توان نورو ته د افغاني کلتور په معرفت هم وکاروي.

•    مأخذونه : 
۱.    http://faculty.washington.edu/krumme/faculty/ullman.html
۲.   د Jeugdkennis یو PDF فایل چي د ((Jeugd en Co Kennis)) نومي مجلې د ۲۰۱۰ز کال د مارچ د ګڼي په ((Uit onderzoek)) برخه کي خپور سوئ دئ.
۳.   http://en.wikipedia.org/wiki/Human_migration#Lee


قدرمنو لوستونکو !
دلراوبر ویبپاڼي څخه د څېړنيزي لړۍ شپږمه برخه د جون په وروستیو لسو ورځو کي پر لیکه کیږي، لوستلو ته يې د زړه له کومي بلنه درکوو. همداډول تاسو ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره شریکولائ سئ.

په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) پنځمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر شپږمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو.
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@larawbar.com


د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :

•    لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده

•    دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
۱/۲/۲۰۱۳ – د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب

•    درېیمه برخه – ۲۰۱۳ز، مارچ ۱
۱/۳/۲۰۱۳ – د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ

•    څلورمه برخه – ۲۰۱۳ز، اپریل۱
۱/۴/۲۰۱۳ – د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو

•    پنځمه برخه – ۲۰۱۳ز، مۍ ۱ 
۱/۵/۲۰۱۳ – جلا وطني او کلتور ساتنه (همدا برخه)