کور / هستوي فزيک / څېړنيزه لړۍ : د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب (۲)

څېړنيزه لړۍ : د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب (۲)

د ((څېړنیزه لړۍ)) دوهمي برخي ته ښه راغلاست !
د لراوبر ويبپاڼي د ځانګړي لړۍ دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
د لراوبر ويبپاڼي علمي څانګه په پام کي لري چي د ۲۰۱۳ز کال د جنوري څخه د ((څېړنیزه لړۍ)) په ترڅ کي د دغه زېږديز کال د هري میاشتي پر لومړی نېټه ارزښتناکه څېړنیزه مقاله پر لیکه کړي. تاسو يې د دوهمي برخي علمي مقالې لوست ته رابولو.



دوهمه برخه : د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب


لیکوال : مختار احمد احسان
د لیکلو نېټه : ۲۰۱۲/۰۱/۲۳


د ګوتو په شمېر لسيزي مخکي به ځينو عامو وګړو د ټلویزیون او کمپیوټر پر اوسنيو امکاناتو ټوکي کولې او باور به يې نه په کاوه، خو اوس مهال په ورځني ژوند کي ورسره مخ دي. یو مهاجر افغان که پخوا د یوې فیتې په ذریعه تر خپلي کورنۍ پیغام رساوه، نن ورځ ښايي د سکايپ ((د انټرنيټ پر ډګر د ټيليفوني اړيکو مشهور پروګرام)) د لاري له دوستانو او ملګرو سره اړيکي ولري. پخوا که انسان د کمپیوټر او د نړیوال جال و هنر ته هک پک پاته وو، اوس بیا د موادو د چاپ امکاناتو ته ګوته په غاښ دئ.
اکثره کسان که د چاپ د ماشین يا پرینټر نوم واوري، نو فکر يې ښايي پر پاڼه د لیک یا انځور چاپ ته واوړي; خو دا زوړ خبر دئ، نوښت دا دئ چي نن سبا جامې، ډوډۍ، بوټ، قلم، بایسکل او یا کور چاپېدائ سي. آيا پر دې خبره به ځيني راباندي ونه خاندي چي دا څه وايي، لکه تر دې وړاندي چي به ځينو پر کمپیوټري اسانتیاوو ټوکي ټکالې کولې؟ په هر حال، د پرمختللو هیوادونو واقعي حالات په ډاګه کوي چي د ننني عصر ټکنالوژي خپل اوج ته رسېدلې او نن سبا د اکثره موادو د چاپ ماشینونه موجود دي.


●     د چاپ لنډه تاريخچه :
د میلاد څخه ۱۷۵ کاله وروسته د چین د امپراطور د امر په نتيجه کي ځيني اسناد کاپي سول او د کاپي کولو طرز العمل ورو ورو رامنځته کېدئ. د چاپ د تاریخ په اړه د History World ويبپاڼه لیکي چي د نړۍ لومړنی چاپ سوئ سند په ۷۵۰ز کال کي یو شرعي حکم و چي پر پاڼه چاپ سو.
د بودايي مذهب د لیکونو د کاپي سوو پاڼو له امله اسیا د چاپ په تاریخ کي مهم رول لوبولئ دئ.


په ختيځ کي د چاپ د اختراع څخه تقریباًشپږ پيړۍ وروسته په ۱۴۰۰ ز کال کي د چاپ تخنیک په اروپا کي مخ پر عامېدو وو. د عیسوي سنې په ۱۵-مه پېړۍ کي په جرمني کي د تخنیک پر ډګر مهم پرمختګونه وسوه، چي د چاپ اسانتیاوي يې نوري هم زیاتي کړې.
جرمن چاپوونکی “یوهانَس ګوتن بُورخ” دمطبعې د هنر مخترع بلل کيږي، د ده نوم په لومړي ځل په ۱۴۳۹ز کال کي پهڅېړنيزه لړۍ : نوی صنعتي انقلاب او د 3D د چاپ ماشين ستراسبورګ نومي فرانسوۍ سیمه کي په یوه قانوني قضیه کي څرګند سوئ دئ. نوموړی د دوو ملګرو له خوا محاکمه سوئ وو. د ګوتن بُورخ د مال او شتمنۍ په اړه هماغه وخت پوښتنه ګروېږنه سوې ده، چي له مخي يې ده یوه مطبعه او د فلزي منابعو زېرمه درلودل. د ګوتن بوُرخ په اړه یاد معلومات په ډاګه کوي چي دغه جرمن مخترع د لیکونو د چاپ امکانات لرل او داسي ښکاري لکه نوموړي چي په ستراسبورګ کي ځيني لیکونه هم چاپ کړي وي، خو د دغه دورې هيڅ کوم چاپ سوي توکي نه دي موندل سوي. تر قانوني قضيې وروسته ګوتن بُورخ د چاپ اړوند کړنو په ترڅ کي د مېنز نومي جرمنۍ سيمه کي څرګند سوئ دئ. نوموړي د انکشافي مطبعې لپاره یقیناً مهم رول لوبولئ دئ او د چاپ طرز ته يې هغه تخنیکونه وراظافه کړي دي چي چاپ په چټکۍ ترسره کوي.


د وخت په تېرېدو د چاپ په ټکنالوژي کي عصري لاسته راوړنو ډيري نوري اسانتياوي رامنځته کړي دي; سیستيماتیکي الو او کمپیوټر له نړۍ څخه د زیاتو اړیکو په پایله کي یو کلی جوړ کړئ دئ. د کمپیوټر او د چاپ ماشین د عصري کولو په بهیر کي په ۲۰۰۰ز کال کي د MIT تخنيکي پوهنتون د یو شمېر پروژو په ترڅ کي د 3D د چاپ طریقه رامنځته کړه. دغه میتود ورځ تر بلي بهتره کیږي او د زړه وړونکو امکاناتو څخه مو برخمن کوي.


●     3D-Printer يعني څه؟
اوس مهال د عصري تخنیک له برکته 3D-Printer سته چي په ذریعه يې څوک هر څه چاپولائ سي. د 3D-Printer لغتي ترکیب ته که غور وکړو، نو جوته به سي چي په دغه نړیوال نوم کي څو لغاتونه سته; Printer یعني د چاپ ماشین او د “3D”  مشهوره کلیمه د دوو لغتونو څخه تشکیله سوې ده . D يې د dimensional یعني بعدي یا اړخیز معنی لري چي د بعد یا اړخ د صفت بڼه ده او د 3 عدد د Three (= درې) څېړنيزه لړۍ : نوی صنعتي انقلاب او د 3D د چاپ ماشينپه معنی دئ. دغه معلومات په ډاګه کوي چي د 3D د پرینټر په ذریعه چاپېدونکي توکي اوږدوالی، هسکوالی او عرض لري، د بیلګي په توګه لکه مېز.  دغه راز د 3D څخه مخکي 2D ا (= Two-dimensional) وو، چي یوازي يې اوږدوالی او عرض لرل.


د تيوري له مخي دا خبره پر حق ده چي د 3D-Printer په ذریعه هرڅه چاپېدائ سي، د بیلګي په توګه غذايي مواد، ګیلاس، پاڼه، مېز، کېبل، زامه او ان دا چي د یوه کور د چاپېدو امکانات هم سته، خو د یو شمېر موادو د چاپ لپاره نورو اختراعاتو ته اړتیا لیدل کيږي.
د 3D-Printer په وسیله که یو څه چاپوو، نو د هماغه څيز سرمشق ته ضرورت سته، یعني د چاپېدونکو موادو بېلګه یا ماډل باید په کمپیوټر کي چمتو وي او یا يې هم نمونه د 3D-Scanner په واسطه ثبت سوې وي. ساینس پوهانو د دغه ارزښتناک ماشین د چاپ لپاره بېلابيلي طريقې کشف کړي، چي بنسټيزه يې ((additive layering)) نوميږي. د چاپ د دغه بهير په ترڅ کي د یو څيز سرمشق طبقه پر طبقه (یا لای پر لای) جوړيږي  او د جوړښت په جریان کي يې مواد د پوډر په بڼه د سریښناکو توکو سره ګډيږي. څومره چي يې هره طبقه یا هر لای نرۍ وي، هغومره يې د چاپېدونکي توکي بڼه واقعي وي.


●     سوداګري او د 3D د چاپ ماشين :
د امريکا په متحده ایالاتو کي د ۲۰۱۲ز کال د پیل څخه ((Cube 3D-Printer)) پلورل کيږي، چي ۱۲۹۹ یورو قیمت لري. دغه راز د 3D دچاپ ماشینان په اروپا کي هم بازار لري او څوک يې کولائ سي په شاوخوا ۱۰۵۰ یورو وپیري. مشتري د دغه چاپ ماشین د پیرېدلو پر مهال د 3D توکو د چاپ لپاره ۲۵ ډيجيټل ډيزاینونه هم ترلاسه کوي. پېرودونکی د نورو موادو کمپیوټري طرحي یا نقشې د انټرنيټ د لاري ترلاسه کولائ سي او یا يې هم خپله نقش کولائ سي. د یادوني وړ ده چي د مسلکي ماشینونو قیمت په عمومي ډول زرګونو یورو یا تر دې هم لوړ مبلغ ته رسيږي.
د 3D د چاپ ماشین که له یوه اړخه د هر ډول توکو د چاپ زمینه مساعدوي، له بله اړخه منفي ټکي هم لري، لکه لوړ قیمت يې، چي یوازي يې بډایان په اساني پیري. بل منفي اړخ يې د تولیدولو وخت دئ، چي د څو دقیقو څخه تر څو ورځو، اونیو او یا هم میاشتو پوري رسېدائ سي.


پر دې هر څه سربېره بیا هم د 3D-Printer بازار ورځ تر بلي ګرميږي او ځيني وګړي يې د کورو لپاره پيري، څو یو شمېر وړوکي توکي د یوه پلورنځی څخه د اخیستلو پر ځای خپله چاپ کړي، چي په نتیجه کي يې شاید لګښت هم کم وي. د کورونو لپاره د 3D د چاپ ماشینانو ترڅنګ د 3D مسلکي سیستيماتیکي الې هم موجودیت لري، چي پوهان بېلابيلي تخنیکي طرحي پر ازمويي. د چاپ سوو موادو څخه اکثره وخت په فوق العاده ډول استفاده کېدائ سي. په وروستیو شاوخوا لسو کلونو کي که وړوکي توکي چاپېدل، له اوس څخه به نور ورو ورو د لویو موادو د چاپېدو امکانات هم رامنځته سي، د بیلګي په توګه یوه خورا جګه مجسمه، کورونه او ودانۍ یادولائ سو، چي واقعاً چاپ سوي دي. هالنډي ریاضي پوه او انځور ګر “رینس رولوفس” توانېدلئ چي د 3D د چاپ د ماشین په ذریعه یوه مجسمه چاپ کړي.
د هالنډ د TU Delft نومي پوهنتون د صنعتي ډيزاین استاد او انجینر “یوکه فرلیندن” د دغه موضوع په اړه وايي: “د 3D د تولیدېدو بهير واقعاً چټک دئ او څوک يې د اداره کولو توان لري. علاوه پر دې نور امکانات هم سته چي له برکته يې د یو څيز بڼه په بېلابيلو ډولونو سره جوړېدائ سي، یو څوک د خپلي خوښي شکل ټاکلائ سي او د چاپېدونکو موادو په کمپیوټري منابعو کي په اساني تغیر راوستائ سي.”



●     د 3D-Printer په ذريعه چاپ سوي مواد :
د ۲۰۱۱ز کال په جون کي یوه ۸۳-کلنه مېرمن د خپلي ککړي سوي لاندینۍ زامي څخه سخت په تکلیف وه او زامه يې باید ترې کښل سوې وائ. د بلجیم د Hasselt نومي پوهنتون ډاکټره “اینخَبورخ فن کروننبُرخ” د یادي مېرمني په اړه وايي چي د دې زیات عمر ته په کتو ښه دا وه چي د عملیات په ترڅ کي يې د اصلي زامي پر ځای د 3D-Printer په ذریعه جوړه سوې زامه ځای کړي، ځکه چي په دې ډول سره يې عملیات لنډ وخت په بر کي نيوه او د زامي تر عادي عملیات يې د مېرمني د روغتیا لپاره ګواښ کم وو. 
دا په تاریخ کي لومړنی ځل وو چي د 3D-Printer په واسطه جوړه سوې طبي ماده ناروغ ته ګټمنه تمامه سوه او د عملیات پایله يې مثبته وه. دغه عصري طبي طریقه د Hasselt د پوهنتون د BIOMED د څېړني موسسې سره د ((Orbis Medisch Centrum Sittard-Geleen))، ((Xilloc Medical BV)) او ((Cam Bioceramics BV)) نومو طبي مرکزونو په همکاري پرمخ بېول کېده. د 3D د چاپ په ماشین جوړي سوي زامي تر طبیعي زامي زیات وزن درلود، خو د ساینس پوهانو په اند د دې زامي دروندوالی څوک نه ربړوي.


همداراز د 3D په ماشین چاپ سوې زامه په څو ساعتونو کي جوړه سوه، حال دا چي د یوې زامي تولیدول معمولاً څو ورځي په بر کي نیسي. د BIOMED نومي علمي موسسې پروفیسر “یولَس پوکنس” د طب پر ډګر د کمپیوټر د رول په اړه وايي: “د کمپیوټر ټکنالوژي به رښتیا هم د طب په نړۍ کي انقلاب رامنځته کړي.” نوموړی زیاتوي چي په راتلونکي کي به ډاکټر او انجینر یو ځای بوخت وي، ډاکټر به عملیات کوي او د کمپيوټر د ډيزاین مصروفیت به يې د انجينر دنده وي.


څېړنيزه لړۍ : د 3D د ځانګړي ماشین په وسیله یو تعمير هم جوړېدائ یا چاپېدائ سي، دغه د هالنډي مهندس "ینیاپ راوسَنارس" د تعمیر ډيزاین دئ.


دغه راز د 3D د ځانګړي ماشین په وسیله یو کور هم جوړېدائ یا چاپېدائ سي. هالنډي مهندس “ینیاپ راوسَنارس” یو تعمیر ډيزاین کړئ، چي د 3D د چاپ د ماشین په ذریعه به ودان سي. مهندس راوسَنارس امید لري چي ((landschape house)) نومي تعمیر يې په ۲۰۱۴ز یا ترمخه کلونو کي چاپ سي. د 3D د چاپ ماشین دغه ودانۍ په شاوخوا نیم کال کي جوړوي. مهندس راوسَنارس د ریاضي پوه او انځور ګر “رینس رولفس” په همکاري د دې ودانۍ ډيزاین او د3D تخنیک جوړ کړي دي. د یاد تعمیر برخي (۶ په ۹ متري کي) به د ايټالوي “اينريکو ډیني” پرينټر چاپ کړي.


همداډول د۲۰۱۲ز کال په اپريل کي دNature Chemistry میاشتنۍ علمي خپروني د Glasgow نومي پوهنتون ساینس پوهانو یوه څېړنه خپره کړې چي په ترڅ کي يې د دارو درملو د چاپولو طریقه او امکانات شنل سوي دي. په TU Delft نومي هالنډي پوهنتون کي د 3D د چاپ د بهیر ماهر او انجینر “یوکه فرلیندن” د طب پر ډګر د 3D د پرينټر استعمال مثبت ګام بولي او زیاتوي:” دا هرڅه اوس ډېر شوقیانه او غیر مسلکي ښکاري، یعني د پرمختګ لپاره نور هم کار ته اړتیا سته، خو بېله شکه چي پوهان ښه لګیا دي.”


●     په ټولنه کي د 3D دچاپ د ماشين اغېزې :
د The Economist برتانوۍ اوونیزي د یوه راپور له مخي به د 3D-Printer په پایله کي د رامنځته کېدونکو امکاناتو له امله په نړۍ کي درېیم صنعتي انقلاب رامنځته سي. د دوکتور “ستېفن خريملیکهاوسن” په اند د 3D-Printer نوم څوک غولوي، ځکه چي د اوسني تولید د طریقې څخه يې د تولیدلو لاره په بشپړ ډول بېله بڼه غوره کوي. د تختو د ټکولو، اره کولو او یا نورو عادي کړنو پر ځای به په راتلونکي کي د دغه ماشین په دننه کي د پر ځای سوو توکو په مرسته اکثره مواد لای پر لای (طبقه پر طبقه) چاپيږي.
د 3D پرينټر ښايي کلونه وروسته د اوسني عصر د کمپیوټر او ټلویزیون په څېر د عادي توکو د ډلي څخه وشمېرل سي. پایله به يې دا وي چي هرڅوک به هرڅه خپله تولیدوي. بیا به په کوم څيز کي د بدلون لپاره د لویو فابریکو د تولید په بهیر کي د تغیر راوستو اړتیا نه وي، بلکي زمینه به مساعده وي چي په کمپیوټري منبع کي څوک خپله تغیر راولي. دا هرڅه به د ((کار)) د کم ارزښت نتيجه ولري، اروپایان او امريکایان به اړ نه وي چي د کم لګښت لپاره په چین یا هندوستان کي مواد تولید کړي; د چین یا هند د اوسېدونکو کم معاش به د پرمختللو هیوادونو د فابریکو لپاره د اوس په څېر زیات ارزښت نه لري. د بهرنیو پرمختللو هیوادونو زیاتره اوسېدونکي به په کور کي د 3D د چاپ ماشین لري او استفاده به ترې کوي.


دوکتور “خريملیکهاوسن” زیاتوي چي د ټولني لپاره د 3D د چاپ د ماشین منفي ټکی دا هم دي چي د کِلِيو او وسلو د چاپولو امکانات به موجود وي او ممکن ناوړه ګټه ترې واخیستل سي.


●     مأخذونه :
۱. د Wetenschap 24 هالنډۍ ويبپاڼه،سرلیک:((Alles zelf maken))، لیکوال: Brouwe van Straten
۲. د NU د خبرونو هالنډۍ ويبپاڼه – د لومړی راپور سرلیک: ((Betaalbare 3D-printer Cube 3D te koop in Nederland))، د دوهم راپور سرلیک: ((3D-geprinte onderkaak voor hoogbejaarde vrouw)) او د درېیم راپور سرلیک: ((Nederlander ontwerpt 3D-geprinte woning))
۳. د zie نومي هالنډۍ ويبپاڼه، د ويډيويي ټوټې سرلیک: ((3D-geprinte onderkaak voor hoogbejaarde vrouw))
۴. د KIJK په نوم هالنډۍ ساینسي مجله، د لیکني سرلیک ((Printen in drie dimensies))
۵. دkijk op kennis په نوم هالنډۍ علمي او څېړنيزه ويبپاڼه، د راپور سرلیک: ((Apotheken overbodig: print je eigen pillen))
۶. د de Volkskrant نومي هالنډۍ مشهوره ورځپاڼي ويبپاڼه، د لیکني سرلیک: ((‘Het 3D-printen van sleutels en wapens: dit schreeuwt om nieuwe regelgeving’))، لیکوال: Stephan Grimmelikhuijsen
۷. هالنډۍ ويکيپيډيا، د معلوماتي لیکني سرلیک: ((3D-Printer)) او ژوندلیک: ((Johannes Gutenberg))
۸. د The Economist برتانوۍ اوونیزه، لیکنه: ((A third industrial revolution))
۹. History World ويبپاڼه، د لیکني سرلیک: ((HISTORY OF PRINTING))





قدرمنو لوستونکو !
دلراوبر ویبپاڼي څخه د څېړنيزي لړۍ درېیمه برخه د راتلونکي میاشت (مارچ) پر لومړی نېټه پر لیکه کیږي، لوستلو ته يې د زړه له کومي بلنه درکوو. همداډول تاسو ددې برخي په اړه خپل نظر، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره شریکولائ سئ.


په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) دوهمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر دوهمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو.
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@gmail.com





د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :


 •   لومړی برخه – ۲۰۱۳ز، جنوري ۱
     ۱/۱/۲۰۱۳ – د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده


 •   دوهمه برخه – ۲۰۱۳ز، فبروري ۱
     ۱/۲/۲۰۱۳ – د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب (همدا برخه)