کور / علمي / څېړنيزه لړۍ : د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده (۱)

څېړنيزه لړۍ : د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده (۱)

د ((څېړنیزه لړۍ)) لومړی برخي ته ښه راغلاست !
د لراوبر ويبپاڼي د ځانګړي لړۍ لومړی برخه – ۲۰۱۳ز جنوري ۱
د لراوبر ويبپاڼي علمي څانګه په پام کي لري چي د ۲۰۱۳ز کال د جنوري څخه د ((څېړنیزه لړۍ)) په ترڅ کي د دغه زېږديز کال د هري میاشتي پر لومړی نېټه ارزښتناکه څېړنیزه مقاله پر لیکه کړي. تاسو يې د لومړی برخي علمي مقالې لوست ته رابولو.



لومړی برخه : د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده


منبع : دَ فولکسکرنت (۲۸/۱۱/۲۰۱۲)
لیکواله : سوزننَه وییوستن
ژباړن : مختاراحمد احسان
د ژباړلو نېټه : ۲۲/۱۲/۲۰۱۲


تازه مي د ژورنالیستیک اړوند یوه دنده ترلاسه کړې وه . کار به اکثره وخت ښه روان و، خو کله نا کله به غلطۍ هم وې. یوه ورځ د مجلې چلوونکی دفتر ته راغئ، د هماغه اونۍ مجله يې په لاس کي وه او د خپلي مقالې پاڼه يې را اړولې وه . د پاڼي په پېل کي يې یوې کرښي ته اشاره وکړه او جداً يې راڅخه وپوښتل :”دا څه لیکلي دي؟”
هغه چي اشاره يې ورته کړې وه، هماغه لغت چي مي ولید، نو مي يې نوم ورته ولوست . تر دې وروسته نور هم راته په قهر سو او ويې پوښتل :”نو زما نوم داسي لیکل کیږي؟”
زه هم ورته خجله سوم، کاش چي مځکه سورۍ سوې وائ او پرې ننوتلې وائ، خو نو څه مي کړي وائ؟ جواب يې غوښتئ، نو ما هم په کراره ورته وویل : “وبخښئ! غلطي سوې ده.”


د چلوونکي دغه غندنه مي هيڅلکه له ذهنه نه وزي او په همېشنۍ توګه مي په ياداښتو کي ثبت ده. په دې کي شک نسته چي نوموړي به زه ستایلې هم یمه او په مجله کي به يې زما له خوا مثبتو بدلونو ته په درنه سترګه کتلي هم وي، خو پر دې هرڅه سربېره مي بیا هم یوازي د ده دغه د نقد صحنه تر ټولو ښه یاد ده.


اکثریت وګړي د ناوړه پيښو لپاره یو ښه انتخابي ذهن لري، یعني د منفیت اړوندي کړني نه هېروي، بلکي نوري پيښي زیاتره وخت له ذهنه باسي، د بيلګي په ډول یو کس یادولائ سو، چي په ژوند کي فقط یو ځل سپي داړلئ وي. دغه تن ممکن هر وخت له سپي څخه وډاريږي، حال دا چي د سپیانو سره شاید ښې تجربې هم ولري. بله بېلګه داده چي یو کارګر که د خپلي دندي د مشر سره د وظیفې په اړه په ځانګړي بحث کي له مشره یو منفي ټکی واوري، نو کېدائ سي د مشر نقد يې د بحث نوري مثبتي خبري ور کمزوري کړي. دغه د منفیت اړونده فکري غلطي، طبیعي او غیر شعوري هڅه چي یو څوک تر مثبتو خبرو منفي ټکي او ترخې خاطرې زیاتي په ذهن کي ځایوي د “منفیت طبیعي میلان” (= negativity bias) په نامه یادیږي. په روسي ژبه کي د دې موضوع اړوند یو متل دئ، وايي یوه کاچوغه قیر کېدائ سي یو بېلر عسل وراسته کړي، خو یوه کاچوغه عسل د قیرو په یوه بېلر کي هيڅ معنی نه لري.


ارواه پوهانو ذکر سوې فکري سهوه د وړوکو کمزوریو څخه تر تروماتیکو پيښو پوري په بېلابیلو بڼو څېړلې ده. علاوه پر دې يې د تعلقاتو، اړیکو، رسنیو او ښووني او روزني پر ډګر هم د منفي ټکو ذکر سوئ طبیعي میلان شنلئ دئ. نوموړي په ټولو کي د تقریباً عیناً پايلو سره مخامخ سوي دي.


یوه امريکايي استاد او ارواه پوه “روی باومېسټر” په ۲۰۰۱ز کال کي په ((Bad is stronger than good.)) کي لیکلي چي د یوې منفي خبري یا ترخې تبصرې په مقابل کي د پنځو مثبو ټکو یا صفتونو اړتیا سته، څو د یوه کس لپاره د مثبت او منفي ترمنځ توازن وموندل سي. نوموړي یوه څېړنه ترسره کړې چي ګډون کوونکو يې پنځوس ډالره ګټلائ یا بایللائ سوائ. باومېسټر دا په اثبات ورسول چي د څېړني برخه وال د یاد مبلغ په ګټلو دومره خوښ نه وو لکه هغه د بایللو تشویش چي ورسره وو.


د دې ترڅنګ ارواه پوهان “ډېنیل کېهنَمن” او “اموس ټوېرسکي” هم په دې عقیده دي چي خلګ په هغه اندازه د ګټي توقع نه لري د لراوبر ويبپاڼي د علمي څانګي د ځانګړي لړۍ (څېړنيزه نړۍ) د لومړی برخي څېړنيز حقیقتلکه د زیان څخه چي ځان بچوي. دغه ارواه پوهانو هم څېړنه کړې چي ګډون کوونکو يې د یوې سکې د غورځولو په ذریعه د قمار نتیجه معلومولائ سوائ. د سکې یوه خوا د ۱۰۰ ډالرو د تاوان او بله خوا يې د ۱۵۰ ډالرو د ګټي سره مساوي وه، یعني که د سکې تر غورځولو وروسته د ۱۰۰ ډالرو د تاوان خوا راوتلې وائ، نو هماغه کس ۱۰۰ ډالره بایلل او همداسي که د ۱۵۰ ډالرو د ګټي خوا راوتلې وائ، نو دغه مبلغ يې ګاټه. دا به غلطه نه وي که ووایو چي په دغه لوبه کي د ګډون کوونکي له خوا ترسره سوئ اټکل په منطقي ډول یو په زړه پوري اټکل دئ، ځکه ګټه تر تاوان زیاته ده، خو بیا هم زیات وګړي زړه نه ښه کوي چي په داسي یوه لوبه کي برخه واخلي او سکه وغورځوي. لنډه دا چي خلګ تر ګټي و تاوان ته زیات سوچ وهي.


د منفیت اړونده فکري سهوه په تکاملي ډول یو ځانګړی مقصد لري. د ځان د ژغورني لپاره دا مهمه ده چي څوک ګواښونه او خطرونه وپېژني او د حل لاره يې ولټوي، خو که څوک ورته ځير نه وي، نو یوه ډېره وړوکې غلطي ممکن د مرګ نتیجه ولري. یو کس که د خپل چل و چلند ممکنو منفي پایلو ته ځير وي، نو د بچېدو چانس به يې زیات وي. دغه کس که د کوم بل چا سره پرتله کړو، چي بې فکره وي، له خطره نه ډاريږي، په اړه يې سوچ هم نه وهي، نو ويلائ سو چي د دوهم تن د ژغورني چانس لږ دئ.


د منفي ټکو اړوند طبيعي میلان یا غیر شعوري هڅه یوه فکري غلطي ده، چي په تکراري ډول رامنځته کیږي او ځان ترې ژغورل يې یو ستونزمن کار دئ.
ښه به دا وي چي څوک د خپل انتخابي ذهن څخه باخبره اوسي، یعني که خواشینی وي، نو باید فکر وکړي چي آیا رښتیا هم زما منفي ټکي زیات دي او که يې زه یوازي د ترخو خاطرو او منفي تبصرو په غم نیولئ یم، هر وخت د منفي ټکو په اړه سوچ وهم او مثبت اړخونه مي له پامه غورځولي دي؟ خپلو مثبتو تجربو او ښو خویونو ته هم باید وخت ورکړل سي او په اړه يې واضحاً فکر وسي. خپلي ستونزي او کمزوره خاصیتونه که د خپلو مثبتو ټکو سره پرتله سي، ښايي توازن رامنځته کړي چي چاته خوښي ور په برخه کولائ سي.





قدرمنو لوستونکو!
دلراوبر ویبپاڼي څخه د“څېړنيزي لړۍ” دوهمه برخه د راتلونکي میاشت (فبروري) پر لومړی نېټه پر لیکه کیږي، لوستلو ته يې د زړه له کومي بلنه درکوو. همداډول تاسو ددې برخي په اړه خپل نظر، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي او ژباړن سره شریکولائ سئ.


په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) لومړنی برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر دوهمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو.
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان –  mukhtar.ehsan@gmail.com