کور / اسلامي / د روژې شپږویشتمه تحفه: [د توبه کونکې سره څه وکړو ؟] او [د اور ضد سپر]

د روژې شپږویشتمه تحفه: [د توبه کونکې سره څه وکړو ؟] او [د اور ضد سپر]


عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې میاشت او موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی کېدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو…. نو په همدې هیله دا ده شپږویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )


د توبه کونکې سره څه وکړو ؟


اسلامی پوهان وایی چی څوک د بدو اعمالو څخه توبه وکړی ، نو ټولو ته لازمه ده چی د هغه شخص سره دغسی برخورد او سلوک وکړی :
۱ ـ د هغه سره مینه او محبت وکړی یعنی پر هر چا ډیر ګران وی ، ځکه چی الله تعالی محبت ورسره لری ؛
۲ ـ هغه ته پر توبه باندی د استقامت او ټینګ پاتېدو دعا وکړی ؛
۳ ـ د هغه د تیرو ګناهونو په خاطر پیغورونه او طعنې ورنکړی ؛
۴ ـ د هغه سره ناسته ولاړه غوره کړی ، مرسته یې وکړی او په ښه توګه یې یاد کړی .


هو ، موږ افغانان خصوصاً پښتانه د پس ګویی ، غیبت او پیغورونو په مرض ډیر مبتلا یو . په الهی اراده او فیصله کی مداخله کوو . د قرآن احکام او نبوي ارشادات ماتوو او خپله ځانی فتوا صادروو . یعنی یو چا چی د الله او رسول د لارښوونی له مخی پر خپلو تیرو بدیو او ګناهونو پښېماني او توبه کړې وی ، موږ یې بیا هم نه پسی پریږدو . زیان ور رسوو ، خبری پسی کوو ، په غیبت یې نه مړیږو او په لوی لاس د هغه ګناهونه خپلوو . څومره به ښه وی چی موږ خپل دغه جاهلی عادت پریږدو چی په یو اصلاح سوي شخص پسی بد وایو او غیبت یې کوو . که پورتنی اسلامی اصل په ټینګه مراعات کړو ، نو ځان او نور کسان به مو د اضافی ګناهونو څخه بری الزمه کړي وی . الله (ج) دې ټولو ته د دغسی سمون توفیق او حوصله راکړی .


د اور ضد سپر


خالد بن عمران (رض) روایت کړی چی یوه ورځ رسول الله (ص) زموږ قبیلې ته تشریف راوړ او داسی یې وفرمایل : خپل سپرونه مو راواخلئ!عرض ورته وسو چی یا رسول الله (ص) ! آیا دښمن راغلی دی ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی د اور څخه د خلاصون په خاطر سپرونه راواخلئ . ورته وویل سول چی یا رسول الله (ص) ! د اور څخه د نجات کوم سپرونه ؟ داسی یې وفرمایل :
سبحان الله و الحمد لله و لا اله الا الله و الله اکبر و لا حول و لا قوة الا با لله العلی العظیم ! چی دغه کلمې د قیامت په ورځ د هغه د ویونکې مخ ، شا ، ښی او کیڼ خوا ته ورسره ځی او برابر یې جنت ته بیایی ؛ او د راسته ، چپه ، شا او نورو خواوو څخه یې د دوږخ او نورو آفتونو څخه ساتی .


هو ، په رښتیا هم الهی عظمت ، قوت ، سترتیا او لوړتیا نه حد لری او نه هم اندازه . رسول الله (ص) وفرمایل چی باقیاتِ صالحات ډیر وایاست . ورڅخه وپوښتل سوه چی دا څه شی دی ؟ ویې فرمایل چی هغه تکبیر ( الله اکبر ) دی ، تهلیل ( لا اله الا الله ) دی ، تسبیح ( سبحان الله ) دی ، تحمید ( الحمدلله ) دی او لاحوله ولا قوة الا باالله دی . رسول الله (ص) دا هم فرمایلی دي چی د دغی کلمې په ویلو سره ګناهونه داسی توییږی لکه ( په ژمی کی ) د ونې څخه پاڼې . او رسول الله (ص) فرمایی چی که څوک تر هر لمانځه وروسته لس واره سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر ووایی نو د هغه ریښې به پر مځکه وی خو ښاخونه به یې په آسمان کی وی . نو څومره به ښه وی چی د نبی کریم (ص) د دغو لارښوونو او پیرزوینو عملاً درناوی وکړو او د بدیو څخه نور نو ځانونه وژغورو او نیکۍ بې حسابه واخلو ! ځکه ، تر ننه چی مو هر څه کړي دي کومه خاصه ایمانی ، فلاحی او عقیدوی ګټه یې لرلې ده ؟






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


•   ۲۳. د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]


•   ۲۴. د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]


•   ۲۵. د روژې پنځه ویشتمه تحفه: [د قول او عمل اختلاف] او [هغوی چی لمونځ نه کوی]


•   ۲۶. همدا برخه