کور / اسلامي / د روژې پنځه ویشتمه تحفه: [د قول او عمل اختلاف] او [هغوی چی لمونځ نه کوی]

د روژې پنځه ویشتمه تحفه: [د قول او عمل اختلاف] او [هغوی چی لمونځ نه کوی]


درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دي . لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه شپه لیلة القدر بولی ( الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر وی . نو په همدې تمه لطفاً د روژې پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد )


د قول او عمل اختلاف


شفیق بن ابراهیم (رح) فرمایلی دي چی خلک څلور تورې په خوله وایی ، خو په عمل کی د هغه پر خلاف اجرأت کوی :
لومړی ـ هر څوک وایی چی زه د الله بنده یم ، خو داسی عمل کوی لکه د هیچا بنده چی هم نه وی او هیڅ مالک چی نه لری ؛
دوهم ـ هر څوک وایی چی رزق الله راکوی یعنی الله رازق دی ، خو د د نیا د مال لرلو څخه پرته یې زړه نه قانع او ډاډه کیږی ؛
درېیم ـ هر څوک پوهیږی او دا وایی چی آخرت تر دنیا بهتر دی ، خو شپه او ورځ د دنیا د مال او دولت په ټولولو او ډیرولو لګیا وی تر دې حده چی د حلال او حرام فرق په باک نه راوړی ؛
څلورم ـ هر څوک وایی چی مرګ حتماً را باندی راتلونکی دی ، خو داسی اعمال کوی لکه هیڅ وخت چی هم نه مري .


هو ، دا تریخ واقعیت نن د ټولې اسلامی نړۍ ، منجمله افغانانو د اعمالو ښه مصداق دی . اکثریت له خدایه د زیاتی بیری خبری کوی خو عمل یې برعکس وی ؛ هیڅوک هم د مال ، دولت او شتمنۍ څخه نه مړیږی آن په حرامو پسی غوټې وهی ؛ داسی څوک به نه وی چی مرګ حق و نه ګڼی خو عمل یې په رښتیا هم داسی وی لکه مرګ چی نه لری . دا هر څه د شیطان د خوښۍ او د رحمان د خپګان لاره ده . نو ښه به دا وی چی سر له همدې لحظې د ځانونو د بدلون او سمون عملی هڅه پیل کړو . ځکه ، الله مو تر هغه وخته حالت نه رابدلوی څو چی پخپله په ځانونو کی بدلون رانه وړو ( الرعد : ۱۱ ) .


هغوی چی لمونځ نه کوی


له شکه وتلی او ثابت حقیقت دی چی لمونځ انسان ته نجات ورکوی . د هغه ترک کول سربیره پر دې چی سخته سزا لری ، دنیوی ناخوالي ، بدمرغۍ او مصیبتونه هم په بر کی لری ، یعنی د یو روایت له مخی :
هغه کسان چی د سهار لمونځ نه کوی : د مخ نور یې اخیستل کیږی ؛
هغه څوک چی د ماپښین لمونځ نه کوی : د رزق او عاید برکت یې اخیستل کیږی ؛
هغه څوک چی د مازیګر لمونځ نه کوی : د بدن قوت یې اخیستل کیږی ؛
هغه څوک چی د ماښام لمونځ نه کوی : د خپلو اولادو خیر نه ور رسیږی ؛
هغه کسان چی د ماخستن لمونځ نه کوی : د خوب آرامي یې اخیستل کیږی .


هو ، لمونځ عمل هم دی او عقیده هم . د مؤمن راپیژندونکی هم دی او معراج یې هم . کله چی یو لمونځ کونکی سورة فاتحه ( الحمدلله ) وایی ، نو الله تعالی د هر آیت ځواب ورکوی . نو ځکه الله تعالی فرمایی چی : لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ! رسول الله (ص) فرمایلی دي چی لمونځ د دین پایه ده . څومره به ښه وی چی نور نو دغه الهی امر او فرض قضا نکړو .





د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


•   ۲۳. د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]


•   ۲۴. د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]


•   ۲۵. همدا برخه