کور / اسلامي / د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]

د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]


متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو مفاسدو سره ضایع کوی . نو دا یې هم د روژې درویشتمه تحفه ( ن . صمد )


شیطان پنځه زامن لری


روایت دی چی شیطان پنځه زامن لری او هر یو یې د انسان د تباهۍ لپاره خپله دنده مخته وړی ، یعنی :
۱ ـ « بثر » غم ځپلي کسان د ګریوانونو څیرلو او لویو کریږو او ساندو ته د جاهلیت د زمانې غوندی هڅوی ؛
۲ ـ « اعور » انسان زنا ته هڅوی او لمسوی ؛
۳ ـ « مسوط » درواغ جوړونکی دی ، یعنی یو چا ته درواغ ووایی او هغه چمتو کړی چی همدا درواغ پسی نقل کړی او داسی ووایی : د یو چا څخه می اورېدلي دي چی نوم یې راڅخه هیر دی ، خو په څیره او قیافه یې پیژنم ؛
۴ ـ « داسم » هغه شیطان دی چی یو سړي ته د خپل کور یو عیب په زړه کی ور اچوی او په دې ډول یې خښموي څو چی یوه کورنۍ شخړه ایجاد کړی ؛
۵ ـ « زنکبور » هغه شیطان دی چی خپله جنډه یې په بازار کی درولې او رپولې ده .


د شیطان دغه پنځه بچیان په ګډه د لوی شیطان لپاره کار کوی او مرسته ورسره کوی . خو انسانان همیشه له هره پلوه د هغوی تر هدف لاندی دي . نه باید د غم پر مهال د الله د امر خلاف عمل وکړو یعنی د الهی ارادې او فیصلې پر خلاف و نه دریږو بلکی د صبر څخه کار واخلو ؛ نه باید نامحرم سړي یا ښځی ته د شهواني پلوه یا د زنا په خاطر ناولی پلان جوړ کړو او خپل ایمان خراب کړو ؛ نه باید هیڅ ډول درواغ ووایو یا په بل پسی ناوړه درواغ جوړ کړو او ځان ناحقه د خدای دښمن کړو ؛ نه باید د خپل کور د لطف او خوښۍ ماحول په لوی لاس خراب کړو او په دې ډول د ځان او عیال سره ظلم وکړو ؛ نه باید په بازار او کاروبار کی خطا ایستل ، چل ، فریب او فساد وکړو تر څو شیطان راضي او رحمان ناراضه سی .  نو د خلاصون یوازینۍ لاره د ایمان ټینګول ( یعنی د نوموړو کړنو څخه جداً ډډه ) او په هغه مخلصانه عمل دی . الله دی د دغسی نیکو اعمالو توفیق راکړی .


جنازه اېرلاینز


کله چی موږ د دې دنیا څخه بلی دینا ته روانیږو ، داسی وګڼئ لکه کوم بل هیواد ته چی ځو ، یعنی کوم هیواد او څنګه ؟
هغه چی جزییات یې په غولونکو سفری رسالو کی نسته بلکی صرف په قرآن او حدیث کی موندل کیږی .
هغه چی طیاره به یې انډیین اېرلاینز نه وی ، بریټیش اېروېز به نه وی ، او نه به هم ګلف اېر یا عمارات وی ، بلکی دا به « اېر جنازه » وی .
هغه چی زموږ د بار او بُنې اجازه به تر ۳۰ کیلو پوری نه وی بلکی صرف زموږ اعمال به وی ، خو مهمه نه ده چی هر څومره وزن هم ولری .
تاسی د اضافه بار لپاره پیسې نه تحویلوﺉ . بلکی هغه بېله پیسو څخه ستاسو د خالق په رضا سره وړیا انتقالیږی .
هغه چی زموږ لباس به د پیری کارډن یا ورته عالی ټوکر څخه نه وی بلکی ساده نخی سپین کفن به وی .
هغه چی زموږ خوش بویی به د چېنل ، پېکو ربان څخه نه وی بلکی کافور یا عطر به وی .
هغه چی زموږ پاسپورټ به هندﺉ ، یا برتانوﺉ ، یا فرانسوﺉ یا امریکایی نه وی بلکی اسلام به وی .
هغه چی زموږ د اوسېدو ویزه به د شپږو میاشتو یا بلی کومی مودې لپاره نه وی بلکی لا اله الا الله به وی .
هغه چی هوایی خدماګارانی به یې ښځینه نه وی ، بلکی عزرایل او د هغه غوندی به وی .
هغه چی د ټکټ امتیاز او سرویس به یې اوله درجه والا یا ایکونومی نه وی ، بلکی یو معطر یا خورا بد بویه ټوټه ټوکر به وی .
هغه چی زموږ د ورتګ ځای به د هیترو اول نمبر ټرمینل یا د جدې نړیوال ترمینل نه وی ، بلکی وروستی «قبرستان ټرمینل » به وی .
هغه چی زموږ تم ځای به یو په غالیو فرش او اېرکنډیشن اطاق نه وی ، بلکی شپږ فټه ژور تور او تیاره قبر به وی .
هغه چی د امیګریشن آفیسر به یې د علیاحضرتی یا سپینی ماڼۍ او نورو افسران نه وی ، بلکی منکر او نکیر به وی .
هغوی صرف دا چیک کوی چی هغه ځای چی ته یې غواړې ، د هغه مستحق یې که یا .
هغه چی د ګمرک د افسرانو یا پلټونکو شتون ته اړتیا نسته .
هغه چی ترانزیټ توقف یې برزخ دی .
هغه چی زموږ د سفر آخری منزل به هغه باغ وی چی تر لاندی یې ویالې بهیږی او یا به هم له اوره ډک دوږخ وی .
دغه سفر په پیسو نه بلکی وړیا دی ، نو ځکه تاسو هیڅ مصرف نه لرﺉ .
دغه پرواز قطعاً نه یرغمل کیږی ، نو ځکه د تروریسټانو له درکه هیڅ تشویش مه لرﺉ .
په دغه پرواز کی به خواړه درنکړل سی ، نو ځکه دا تشویش مه کوﺉ چی هغه به حساسیت ولری یا به حلال وی که حرام .
د پښو غځولو لپاره تشویش مه کوﺉ ؛ تاسو هغه ته ځکه اړتیا نلرﺉ چی ستاسو پښې به هماغه پخوانۍ پښې نه وی .
د الوتنی د ځنډېدو تشویش مه کوﺉ . دغه پرواز تل پر خپل وخت کیږی . هغه پر ټاکلي وخت له دې ځایه روانیږی او پر ټاکلی وخت هلته رسیږی .
د الوتنی پر مهال د داخلی ساعت تیري په هکله ځکه تشویش مه کوﺉ چی د خوند اخیستلو ټول حواس به مو له لاسه ورکړي وی .
د دې سفر د بوکینګ ( ریزرو ) په باره کی ځکه تشویش مه کوﺉ چی هغه له مخکی څخه لا یعنی له هغه وخت راهیسی ټاکل سوی دی چی تاسو د مور په رحم کی په هماغه اوله ورځ د جنین په حال کی واست .


آها ! په دې باره کی هم تشویش مه کوﺉ چی څوک به مو څنګ ته ناست وی . بلکی تاسی به په شانداره ډول په همدې پرواز کی یوازی یاست . نو ځکه چی وس مو وی هغومره خوند ځنی واخلئ . یعنی څومره چی کولای سئ!
یو وروستی خنډ لا هم دا چی : دغه سفر بېله کوم خبر څخه یو دم رارسیږی . نو آیا ورته آماده یاست ؟ که ځواب منفی وی نو ژر به پښیمانه سئ او که مثبت وی نو ښه چمتوینه درته غواړم !






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


•    ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]


•    ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]


•    ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]


•   ۲۳. همدا برخه