کور / اسلامي / د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]

د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]


معززو دوستانو ، علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیره وی چی پایله یې اخلاص او صمیمیت دی . هغوی زیاتوی چی روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی . نو په همدې هیله د روژې نولسمه تحفه درته تقدیموم ( ن . صمد )


د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی ؟


د انسان پر راسته اوږه او چپه اوږه دوې ملایکی مقرره دي . د راسته اوږې ملایکه د چپه اوږې پر ملایکه حاکمه ده .
نو کله چی انسان ګناه کوی د کیڼې اوږې فرشته غواړي چی هغه ولیکی خو هغه بله فرشته یې د لیکلو څخه منع کوی او ورته وایی چی تر څو پنځه ګناهونه یې نه وی پوره کړي ، مه یې لیکه . کله چی پنځه ګناهوی پوره سی نو د چپه اوږې ملایکه د هغه بلی څخه د لیکلو اجازه اخلی . خو د راسته اوږې ملایکه یو ځل بیا هغه د لیکلو څخه منع کوی او ورته وایی چی صبر وکړه ، ښایی کوم نیک او ښه عمل وکړی .


دغه انسان چی بله ګناه وکړی نو د چپه اوږې ملایکه بیا د راسته اوږې د ملایکې څخه د لیکلو اجازه غواړی . خو هغه ورته وایی چی د الله تعالی اصول دا دي چی د یوې نیکۍ په بدل کی لس چنده ثواب ورکول کیږی . نو که هغه صرف یوه نیکي وکړی ، په بدل کی به لس نیکۍ ورکول سی حال دا چی پنځه ګناهونه یې کړي دي چی په دې حساب د پنځو نیکیو په بدل کی یې پنځه ګناهونه بخښل کیږی او زه یې په حساب کی پنځه نیکۍ لیکم .
دا مهال شیطان په لوړ ږغ داسی فریاد کوی : نو زه به څنګه پر دغه انسان غالب او بریمن سم ؟


هو ، شیطان خو دا دلسردي څرګندوی ، لاکن اعلان کوی او د الله په عزت قسم اخلی چی زه به د آدم (ع) اولاد تر مرګه هم پرې نږدم چی ګمراه او په ګناه یې ککړ نکړم ، خو الله تعالی بیا هم ورته وایی چی زما دې په خپل عزت قسم وی چی تر زکندن پوری به د هغوی توبه قبلوم . نو ګرانو لوستونکو ، دلته د شیطان لعین سخته دښمني او د الله سبحانه و تعالی سخته مهرباني په اثبات رسیږی او دا موقع راکوی چی بیا هم ناوخته نه دی یعنی مخکی له دې چی مرګ راورسیږی ، توبه وکړو . خو دا چی مرګ به کله راورسیږی بیله الله تعالی څخه هیڅوک هم نه پوهیږی . نو ځکه مرګ تر باڼو هم نږدې دی .


په قیامت کی پنځه پوښتنی


د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) څخه روايت دی چي رسول الله (ص)  وفرمايل :  دقيامت په ورځ به انسان يو قدم له مځکي نسي پورته کولای ترڅو چي پنځه پوښتني ترې ونه سي :


اول ـ دعمر په هکله چي په څه کي يې تېرکړی دی ؛
دوهم ـ د ځوانۍ په هکله چي په څه کي يې تېره کړې ده ؛
درېیم ـ د مال په هکله چي په څه ډول يې گټلی وو ؛
څلورم ـ خپل گټلی مال يې په کومو کارونو کي مصرف کړی وو ؛
پنځم ـ کوم علم چي يې حاصل کړی وو ، په هغه يې څومره عمل کړی وو .


هو ګرانه لوستونکې ، هر مسلمان په دې ایمان لری چی مرګ حق دی او ټول انسانان به د هغه مزه څکی . نو که موږ او تاسی په ګرېوان کی وګورو او د ځان سره حساب وکړو ، خپلی ګناهوی ، لهو او لعب تر نظر تیر کړو نو پوه به سو چی په قیامت کی یې ځواب نسو ورکولای . خو باید جداً متوجه اوسو چی د توبې په انتظار ګناه ته دوام ورکول عادی ګناه په عظیمه ګناه سره بدلوی . نو ښه به دا وی چی عمر مفت راڅخه ضایع نسی ، ځواني عبث راڅخه تیره نسی ، حلالی او حرامی ګټی ته جدنأ متوجه اوسو ، د بل حق و نه خورو ځکه ژوند خورا لنډ دی ؛ خپل مال د خیر او فلاح په کارونو کی مصرف کړو نه د فساد او اسراف په برخو کی ؛ او تر ټولو مهم دا چی په هغه علم سم عمل وکړو چی حاصل کړی مو وی او هرو مرو یې تر نورو هم ورسوو .





د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]


•    ۱۹. همدا برخه