کور / اسلامي / د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی؟] او [پام او خبردارﺉ]

د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی؟] او [پام او خبردارﺉ]


درنو لوستونکو ، پوهانو ویلی چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . پوهانو دا هم ویلی چی روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی . نو الله دی د روژې پر بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی او دا یې هم اتلسمه تحفه ؛ ( ن . صمد )


یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟


ځینو علماوو فرمایلی دي چی د قرانکریم درې داسی آیتونه دي چی په هغو کی اول عمل بېله دوهم عمل څخه د منلو وړ نه دی :


لومړی ـ اقیمو الصلوة و اتو الزکوة ( یعنی : لمونځ وکړﺉ او زکات ورکړﺉ ) ؛ لمونځ بېله زکات ورکولو څخه نه قبلیږی ( دا امر د هغو شتمنو لپاره دی چی زکات ورباندی فرض وی ) یعنی د نه اداینې په صورت کی د لمانځه د ثواب او برکاتو څخه محروم کیږی .


دوهم ـ اطیعو الله و اطیعو الرسول ( یعنی : د الله اطاعت او د رسول اطاعت وکړﺉ ) ؛ د رسول اطاعت د الله د اطاعت څخه پرته او برعکس د الله اطاعت د رسول د اطاعت څخه پرته د قبول وړ نه دی .


درېیم ـ اَن اشکُرلی و لِوَالِدیکَ ( یعنی : زما یعنی الله شکر ګذار او د مور او پلار شکر ګذار اوسئ ) ؛ د « شکر والدین » د ادا کولو څخه پرته یوازی د « شکرالله » پر ځای کول د قبول وړ نه دی . لکه څنګه چی : فمن ارضی والدیه فقد ارضی اسخط خالقه ( یعنی : هر څوک چی خپل والدین راضی کړی نو خالق یې راضی کړ ) .


هو ، په قرانکریم کی دغه درې آیتونه څو څو ځله په ګډه ذکر کیږی او علماوو ویلی دي چی د دغو څخه د هر آیت یوه برخه د بلی سره داسی تړلې ده چی هیڅ نه بېلېدونکې ده ، نو ځکه یوه برخه د بلی بشپړونکې او یو تر بله سره لازم او ملزوم دي . الله تعالی په قرآن کی فرمایی چی اسلام ته سم ورشامل سئ ، داسی نه چی یوه حصه یې منئ او بله یې نه منئ او یوه حصه یې تطبیق کوﺉ خو بله یې نه کوﺉ بلکی دغسی کار سخت عذاب په بر کی لری ( آل عمران : ۱۱۹ ؛ البقره : ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ التوبه : ۸۶ . ) نو الله دی موږ ټول عملاً هغسی مسلمانان کړی لکه په خوله چی یې ادعا کوو !


پام او خبردارﺉ


علمای کرام په دې ګروهه دي چی د نیوي محبت د دینی محبت سره معکوساً متناسب دی ، یعنی :


۱ ـ دنیا چی خوښوې ، نو آخرت دي هیروې ؛
۲ ـ ماڼۍ چی خوښوې ، قبر هیروې ؛
۳ ـ پیسې چی خوښوې ، حساب کتاب دي هیروې ؛
۴ ـ ګناه چی خوښوې ، توبه دی هیروې ؛
۵ ـ مخلوق چی خوښوې ، نو خالق دي هیروې .


هو ، هر څومره چی انسان دنیا او دنیوي متاع ډیره خوښوی په هغه اندازه یې د آخرت فکر له دماغه وزی که هغه شتمنی وی یا پرتمینه بنګله ، جایداد او نور ملکیتونه ، او که پیسې وی یا ډول ډول تجملات او نور له اسرافه ډک وسایل او غیر ضروری شیان . اسلامی پوهانو ویلی دي چی آفت درې ډولونه لری : شهوانی آفت ، اقتصادی آفت او سیاسی آفت . خو که څوک د پورتنیو پنځو هوسونو مُرید او معتاد سی ، نو هرومرو به د دغو درو آفتونو په غیږ ورځی کله یو اول او کله بل اول . په رښتیا هم که داسی وی نو هر څه به وران وی ، یعنی د زندګي او بندګي بربادي به وی . اسلام تعادل خوښوی نه افراط نه تفریط . یعنی نه له دنیا لاس په سر کېدل او نه پر دنیا مین کېدل .   






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


•    ۱۸. همدا برخه