کور / اسلامي / د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]

د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]


روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی ، خو روح بیا د غیبت، درواغو، تهمتونو ، چغلیو ، حسد او نورو څخه منع وی . که څوک جسمانی روژه ولری خو روحانی روژه یې نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کېدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی ! نو ځکه جسمانی او روحانی روژه د ترازو دوې پلې دي چی سره لازم او ملزوم دي . او دا هم د روژې اوولسمه تحفه ؛ ( ن . صمد )


لس ډوله انسانان جفاکاران دي


سفیان ثوری (رح) داسی فرمایی : لس ډوله انسانان د جفا کارانو څخه شمیرل کیږی چی هغوی دا دي :


۱ ـ هغه څوک چی یوازی ځان ته دعا وکړی ، خو خپل والدین او مسلمانان هیر کړی ؛
۲ ـ هغه څوک چی د ورځی د قرآنکریم لږ تر لږه سل آیتونه تلاوت نکړی ؛
۳ ـ هغه څوک چی مسجد ته ننوزی خو د دوه رکعته لمونځ کولو څخه پرته بیرته راووزی ؛
۴ ـ هغه څوک چی د هدیرې سره تیر سی خو مړو ته سلام او دعا ونکړی ؛
۵ ـ هغه څوک چی په جمعه ښار ته راسی خو د جمعې لمونځ ونکړی او بیرته ولاړ سی ؛
۶ ـ هغه نر او ښځه چی یو دینی عالم یې کلې ته ورسی او د هغه محل هیڅوک د دغه عالم د دینی لارښوونو اورېدلو ته ورنسي ؛
۷ ـ هغه دوه کسان چی د الله په خاطر مینه سره لری خو یو د بل نوم یې زده نه وی ؛
۸ ـ هغه شخص چی یو څوک یې د ډوډۍ خوړلو لپاره دعوت کړی خو ورنسي ( په دې شرط چی په هغه میلمستیا کی هیڅ کوم قبیح او د شرعی خلاف عمل نه وی ) ؛
۹ ـ هغه ځوان چی فارغه او بیکاره وی خو دینی علم او ادب زده نکړی ؛
۱۰ ـ هغه څوک چی پخپله موړ وی خو ګاونډی یې وږی وی .


هو ګرانه لوستونکې ، که دغه لس موارد په غور ولولو ، نو هغه به مو د ژوندانه صحیح لارې ته راهنمایی کړی او خپلو ډیرو هغه نیمګړتیاوو ته به مو متوجه کړی چی همدا اوس یې لرو . نو ښه به دا وی چی دغه لس مواد څو څو واره داسی ولولو چی عمل په وکړو او د ځانو عادت یې وګرځوو تر څو الله تعالی مو دین او دنیا نیکمرغه کړی ، انشاالله .


نفرت په محبت بدل سو


یوه ورځ رسول الله (ص) د مکې په ښار کی روان و، یوه بوډۍ ښځه یې ولیده چی درانه سامان او شیان ورته پراته وو . هغې داسی ورته وویل : اې عرب وروره ! دغه شیان خو راپورته کړه چی زه یې واخلم . رسول الله (ص) ورته وویل چی زه یې درسره وړم . هغه سامان یې ورسره واخیست خو پر لارې بوډۍ ورته وویل : څنګه چی ته یو نیک انسان یې او زما سره دې احسان وکړ ، نو له یوې خبری دې خبروم : هغه دا چی په مکه کی یو سړی پیدا سوی دی چی د نبوت دعوه کوی او نوم یې محمد دی . نو پام کوه چی پر هغه ایمان را نه وړې او تصدیق یې نکړې .
رسول الله (ص) ورته وویل چی همدا زه محمد یم . بوډۍ په ځیر ځیر ورته وکتل او داسی وویل : اشهد ان لا اله الا الله و انک رسول الله ؛ یعنی بیله الله څخه بل معبود نسته او همدا ته د الله رسول یې . هو ، بوډۍ ځای پر ځای مسلمانه سوه او نفرت یې په محبت بدل سو .


هو ، د دې روایت لوی اخلاقی درس دا دی چی د رسول الله (ص) ارشادات او کړنی د مسلمانانو لپاره سرمشق سی . که ډیر څه نسی کېدای ، یعنی چا ته اغیزمنه ګټه نسو رسولای ، دومره خو ممکن دی چی اقلاً زیانمن یې نکړو . که مسلمانان منجمله افغانان نفس تر پښو لاندی کړی ( شکسته نفسي وکړی ) او د قوم پالنې ، ګوند پالنی ، پیسه پالنی ، مقام پالنی…. احساسات یو څه لږ کړی او په عوض کی یې اسلام پالنه ( اصولاً او لکه څنګه چی ده هغسی ) هضم کړی نو یقیناً به د روانو مصیبتونو څخه خلاصون تأمین او تضمین سی .






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


•    ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]


•    ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]


•    ۱۷. همدا برخه