کور / اسلامي / د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]

د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]


روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول الهی کتابونه په روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی نازل سوي دي ؛ پر موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داود (ع) باندی زبور د روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع) باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص) باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل سوی دی . نو دا هم د څوارلسمی روژې لپاره څوارلسمه تحفه ( ن . صمد ) .


د بدۍ په بدله کی سوغات


یو چا حسن بصري (رح) ته داسی وویل : فلاني شخص ستا غیبت کاوه . حسن بصری (رح) هم د دې خبری په اورېدو سره د تازه خرماوو څخه ډکه سَوَده هغه ته وروړه او داسی یې ورته وویل : خبر سوم چی خپلی نیکۍ دی ما ته رابخښلی دي ، نو د هغه په عوض کی دغه معمولی خدمت لطفاً قبول کړه او دا چی نسم کولای ستا نیکۍ ټوله جبران کړم نو معذرت غواړم .
هغه سړي چی دا اخلاقی کنایه واورېده ، پوه سو چی د ده غیبت یې کړی دی او دا یې بدله ده . بس له همدې شېبې څخه له غیبته بېزاره او نور نو اصلاح سو .


هو ، قرآن او حدیث د یو چا لخوا د بل چا غیبت کول او هم د عیب لټونکې لخوا د بل عیب لټونه د دغه شخص لخوا د خپل مړه ورور د غوښو خوړلو سره تشبیه کړې ده . دا څومره پست او حیوانی عمل دی چی څوک د خپل مړه ورور غوښی وخوری . خو موږ او تاسی یې وینو چی ډیرﺉ کسان د غیبت داسی معتاد سوي دي لکه د سګریټو یا نسوارو . تقریباً هیڅ داسی مجلس به و نه وینو چی له غیبته خلاص وی . نو څومره به ښه وی چی سر له همدې لحظې خپل دغه بد بویه او متعفن عادت له ځانو لیری کړو او د خپلی ژبی څخه د کلا کار واخلو نه د بلا .


د مرګ آرزو


حضرت علیم کندی وایی چی : زه یوه ورځ د ابو عبس غفاری سره پر بام ولاړ وم . کله چی هغه یو قوم ولیدﺉ چی د وبا له بیری یې له ښاره کډه کول ، نو داسی یې وفرمایل : « اې وبا ! ما ځانته در وبوله . » هغه دا جمله درې واره تکرار کړه . کله چی ما د ده خبره واورېده نو ورته ومی  ویل چی : آیا نه دی دي اورېدلي چی رسول الله (ص) به فرمایل چی هیڅوک باید د مرګ آرزو ونکړی ، ځکه چی د مړینی پر مهال د انسان اعمال قطع کیږی او د دې موقع له لاسه وځی چی توبه وباسي او د خدای رضا حاصله کړی ؟


هغه راته وویل چی : ما د پیغمبر (ص) څخه اورېدلي دي چی مخکی له دې چی دغه شپږ پیښی رامنځته سی مرګ وغواړﺉ :
۱ ـ د احمقانو حکومت ؛
۲ ـ د پست او نامرده کسانو ډیرښت ؛
۳ ـ د عدالت او قضا پلورل ؛
۴ ـ د انسان وژل عادی کېدل ؛
۵ ـ د صلهً رحمی نه مراعاتول ؛
۶ ـ د قرآن د ویلو او اورېدلو رواج د آوازې په توګه ( ابن عبدالبر ، مروزی ، احمد ، طبرانی ) .


هو ، آیا نن پورتني شپږ واړه موارد په تقریباً ټولو اسلامی هیوادو کی مسلط نه دي ؟ کوم اسلامی هیواد د دغو خبایثو څخه مبری او پاک دی ؟ پر کومه اسلامی ټولنه ( لږ یا ډیر ) نوموړي فتنې او دسیسې خپرې نه دي ؟ که موږ خپل شا وخوا نظر واچوو ، نو همدا حالت به عملاً نافذ او قابض ووینو . همدا علت دی چی نه دعاوی قبلیږی، نه ګناهوی لږیږی ، نه اوضاع سمیږی ، نه فتنې کمیږی او نه عذاب ورک کیږی . خو که هر فرد اول له ځانه بدلون راپیل کړی نو له هره څاڅکې به انشاالله دریاب جوړ سی .






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


•    ۱۴. همدا برخه