کور / اسلامي / د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]

د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات  او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . الله تعالی دی د هغې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق او توان راکړی . په همدې هیله لطفأ د دوولسمی روژې لپاره دوولسمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد ) :


له حسده د خلاصون طریقه


رسول الله (ص) داسی وفرمایل : کینه او حسد نیکۍ داسی محوه کوی لکه اور چی لرګي سوځوی . او هم یې وفرمایل : اکثره انسانان په درو شیانو مبتلا دي چی هغه بد ګوماني ، حسد او بد فالي ( بد فال نیول ) دی .
ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا د دغو درو له شره د نجات کوم تدبیر هم سته ؟ ویې فرمایل :


۱ ـ خپل حسد ( حسادت ) د چا په وړاندی مه څرګندوه او د هغه انسان بدي چی حسادت ورسره کوې ، مه بیانوه .
۲ ـ هر کله که د یوې مسألې په سر پر کوم مسلمان بد ګومانه سوې ، تر څو چی پخپله دې مشاهده کړی نه وی ، صحیح یې مه بوله .
۳ ـ که کومی خوا ته روان یې او پر لاره چنجی یا کاغۍ ( کارګه ) ووینې ، یا د بدن کومه عضو ( مثلأ سترګه ، غوږ او نور ) دې وریږدی  ، نو په باک یې مه راوړه او خپل سفر ته دوام ورکړه ( یعنی د دغسی شیانو په لیدو سره بد فال مه نیسه او د وړاندی تللو څخه بیره مه لره او د بیرته راګرځېدو فکر مه کوه ) . په دې ډول به د دې ټولو له شره بېغمه یې .


هو ، حسد بل څوک دومره نه زیانموی لکه پخپله چی حاسد زمولوی او رژوی . په رښتیا هم حسد هغه میکروب دی چی حاسد تل په مبتلا وی او په لوی لاس خپل زړه او خپل ژوند خوری . بد ګوماني داسی مزمن مرض دی چی د انسان خصوصأ مسلمان وجدان شوړوی ، باطن یې خوږوی او دین یې ورانوی . بد فالي د شِرک لومړنی اساس دی چی صغیره ګناه باالاخره کبیره ګناه ته لوړوی . نو که موږ او تاسی د رسول الله (ص) پورتنی نصیحت په اخلاص او صداقت سره مرعی الاجرا کړو ، دین او دنیا به مو انشاالله تأمین او تضمین وی .


د رسول الله (ص) نصیحت


رسول الله (ص) د یو مسجد څنګ ته روان و ، څو کسان یې ولیدل چی دنیوی خبری یې سره کولې او په لوړ ږغ یې خندل . رسول د خدای هغوی ته د سلام څخه وروسته داسی وفرمایل : اې خلکو ! موت ( یعنی مرګ ) در په یاد کړﺉ . بس همدا یې وویل او روان سو . څه ګړی وروسته بیرته پر هماغه لاره را روان و او هماغه خلک یې په هماغه حال کی ولیدل . نو داسی یې وفرمایل : د الله په عزت می قسم په هغه څه چی زه خبر یم ، که تاسو ته معلوم سی نو خورا لږ به وخاندﺉ او ډیر به وژاړﺉ . همدا یې وفرمایل او تشریف یې یووړ .


تصادفأ رسول الله (ص) یو ځل بیا پر همدې لاره تیر سو او هماغه خلک یې بیا په هماغه حالت کی ولیدل . نو داسی یې وفرمایل : اسلام په لومړي سر کی غریب او بیګانه و ، او په پای کی به هم غریب او بیګانه سی . په رښتیا هم چی غریبان طالع من دي . خلکو وپوښتل چی د غریبانو څخه مو مطلب کوم کسان دي ؟ ویې فرمایل : هغه خلک دي چی د امت د فساد پر مهال بیا هم پر دین ټینګ وی .


هو ، نن تر بل هر مهال همدا فتنه پر مسلمانانو مسلطه ده او ډیرﺉ کسان پکښی راګیر دي . حق د ظلم یرغمل دی او حقیقت د منافقت لخوا بندي دی . دا چی د رسول الله (ص) په وړاندی داسی بی پروایی کېدله ، نن به حالت له څه قراره وی ؟! همدا میاشت د استغفار ، پرهیز او توبې میاشت ده او ښه به دا وی چی راڅخه ضایع او ناوخته نسی .  






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. همدا برخه