کور / اسلامي / د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]

د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه یې راکړي دي چی همدا نن یې لرو ! دا هم د اوومی روژې لپاره اوومه تحفه ؛ ( ستاسو د دعاوو محتاج : ن . صمد


شپږ ډوله کسان دوږخي دي


رسول الله (ص) فرمایلی دي چی شپږ ډلی خلک د خپلو کرغیړنو اعمالو له امله دوږخ ته اچول کیږی :
۱ ـ واکمنان او حاکمان د ظلم او ستم له امله ؛
۲ ـ عرب د قوم پرستۍ له امله ؛
۳ ـ شتمن او ځواکمن کسان د خپل غرور او تکبر له امله ؛
۴ ـ سوداګر او تاجران د خیانت او خطا ایستلو له امله ؛
۵ ـ کلیوال خلک د خپل جهالت له امله ؛
۶ ـ علمأ د حسادت له امله [ مطلب د هغو علماوو څخه دی چی د دنیا او مقام په خاطر یو له بله حسد کوی ، که عالم د دنیا او دولت څخه بې نیازه وی اوفقط د آخرت غوښتونکی وی نو بیا نه د چا سره حسد کوی او نه بل د ده سره حسد کوی ] .


هو ، په رښتیا هم که واکمن ظالم سی ، عرب ځانونه پر عجمو بهتر وګڼی ، بډایان په خپل ثروت مغرور سی ، تجاران ، کاروباریان او دکانداران مشتریان خطاباسی ، کلیوال د علم تلاښ ونکړی او علمأ له حسادته کار واخلی نو بیشکه چی د امت روانه کښتۍ به د ډوبېدو خواته ځی لکه همدا اوس چی ده . البته د خلاصون بهترینه چاره دا ده چی د رسول الله (ص) په دغو لارښوونو د زړه له اخلاصه عمل وکړو چی نه پانګه غواړی او نه پور ، نه مرسته غواړی نه زور . بلکی صرف او صرف یوه صادقانه اراده غواړی او بس . 


دغه او هغه اور


کله چی د بوکس نړیوال اتل محمد علی کلې په ۱۹۷۰ لسیزه کی مسلمان سو ، نو یو جهانی محبوبیت یې حاصل کړ . محمد علی وروسته له دې ډیر متقی او عابد مسلمان و .
یوه ورځ یو چا پوښتنه ځنی وکړه چی ته خو په ملیونونو ډالره او هر ډول نعمتونه لرې ، هر ډول عیش او عشرت او آسانتیاوی درته آماده دي ، هر ډول قمار ، ساعتیری ، نجونی او شراب درته مهیا دي . آیا ته د دغو ټولو لذتونو څخه خوند نه اخلې او آیا کله کله دغو شیانو ته مراجعه نه کوې ؟


محمد علی کلې دا مهال د جېب څخه اورلګیت را وکیښ او هغه یې ورښکاره کړ ، او داسی یې ورته وویل : کله چی می کومی ګناه ته میلان پیدا سی ، نو د دغه اورلګیت یوه خاشه ولګوم او خپله یوه ګوته ورته ونیسم چی یو څه وسوځی . نو د سوځېدلو دغه حالت سمدلاسه د دوږخ اور را په یاد کړی او ځای پر ځای د ګناه آن تصور لا هم را څخه ورک سی . دا چی د دې دنیا د یوې خاشې دومره بې طاقته اور دی ، نو د هغې دنیا یعنی دوږخ د اور به څه حالت وی ؟ نو همدا اورلګیت زما خبردارﺉ او پوهاوﺉ دی او ځکه نو سخت احتیاط کوم .


هو ، لویدیځ وال چی کله په اسلام مشرف کیږی ، نو په همدغسی تقوا ، ایمان او صداقت سره اسلام خپلوی او هغه هضموی لکه بلال فلپس ، عبدالرحیم ګرین ، یوسف ایسټیس ، ګیری میلز ، مرحوم جادالله قرآنی او په سلګونو نور پرهیزګاران . الله (ج) دی هغو مسلمانانو ته هم دغسی اسلامی روحیه او جذبه په نصیب کړی چی له ذاته مسلمانان دي تر څو د تش په نوم اسلامیت څخه اصلی او واقعی اسلامیت ته ارتقا وکړی .






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. همدا برخه