کور / اسلامي / د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]

د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټولی دروازې تړل کیږی خو د جنت ګرده دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې بدۍ نابود او ښېګڼې موجود کړی . دا یې هم پنځمه تحفه ؛ مأخذ : اخلاقی کنایې .


د ځواک انډول


مجاهد (رح) وایی چی رسول الله (ص) یو ځای ته تشریف وړی چی پر لارې یې څو کسان ولیدل چی د درنې ډبری په پورته کولو سره یې یو د بل طاقت او قدرت معلوم کاوه . رسول الله (ص) ورته وفرمایل : یو شی تر دغه ډبری هم ډیر دروند دی چی د ځواک پرتلنه د هغه په ارتباط بهتره ده . هغوی عرض وکړ چی هغه څه شي دی ؟ رسول الله (ص) وفرمایل : هر کله چی دوه وروڼه د کومی مسألې په سر شخړه او دښمني ولری او شیطان پر هغوی دواړو بریمن سی ، نو که دا مهال یو د هغوی څخه ( خپل عارضی عزت او ذلت ته په نه پاملرنه سره صرف د الله د رضا په خاطر ) هغه بل ورور ته ورسی او د هغه سره سوله وکړی او پخلا سی ( د اړتیا پر مهال د هغه څخه عفو هم وغواړي ) یا دا چی څوک ډیر خښمېدلی او پارېدلی وی ( سره له دې چی کولای سی خپل مقصد تر سره کړی ) خو د الله په خاطر صبر وکړی ( همدا د قدرت او طاقت د ښودلو اصلی ځای دی ) .


هو ، څومره عالی ارشاد او د ژوند عملی لارښود . څومره به ښه وی که د ځواک او قدرت لرلو سره سره مقابل طرف معاف کړو او د هغه سره بېله کوم شرط یا اسرې څخه پخلا سو ، نو دین او دنیا دواړه به مو ګټلی وی . الله دې دغسی تقوا ټولو ته راکړی تر څو د رسول الله (ص) دغه او هره لارښوونه عملی کړو


د عقل زکات


حضرت علی (رض) فرمایی :
۱ ـ پر ګناهونو پښېماني ګناهونه ختموی ، خو پر نیکو مغروره کېدل نیک ختموی ؛
۲ ـ هر شی زکات لری ، د عقل زکات د جاهلانو پر خبرو صبر کول دی ؛
۳ ـ په معافولو او بخښلو کی تلوار ستر شرافت دی ، خو په انتقام اخیستلو کی تلوار ستر رذالت دی ؛
۴ ـ د احمق شخص عقل د هغه د ژبی تر شا  او د عقلمند شخص ژبه د هغه د عقل تر شا ده ؛
۵ ـ کومه خبره چی لا ستا په خوله کی وی ته یې مالک یې ، خو چی راووزي نو هغه دې مالِکه ده ؛
۶ ـ غیبت اورېدونکی او غیبت کونکی یو دی ، پر ظلم رضا یًت لرل پخپله د ظالم په معنی دی .


هو ، د اسلام اصلی جوهر او ماهیت همدا دی . څوک چی دغه زرین ارشادات په اخلاص او صداقت سره عملی کړی هیڅ تاوان به یې نه وی کړی خو ډیره دنیوی او اخروی توښه به یې ګټلې وی . که هر کار همداسی په سړه سینه ، صبر ، حوصله او تعقل سره وکړو نو شخصیت به مو اکمل او عزت به مو اتمم وی ، انشاالله . که پر ګناهونو پښېمانه سو ، که د جاهلانو پر تعرض صبر وکړو ، که له انتقامه تیر سو او بخښنه وکړو ، که خپله ژبه سمه او سالمه استعمال کړو ، او که د چا غیبت ونکړو او نه د غیبت کونکې سره خپل سر وښوروو نو څه زیان به مو کړی وی ؟ آیا وجدانأ او روحأ به آرام ، هوسا او بېغمه نه یو ؟ راځی چی همدا نن ټینګه اراده او فیصله وکړو تر څو دین او دنیا مو تأمین او تضمین وی ، انشاالله .  






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. همدا برخه