تر هغه وروسته په سیمینار کې د هیواد یو شمیر علمي، سیاسي او فرهنګي شخصیتونو د باچاخان په هکله آزاد بحثونه او خاطري بیان کړې ،لکه ښاغلي پوهندوی استاد عبدالرووف خپلواک،ښاغلي محمد ګل وطنپال دیاني ،مولوي شهزاده شاهد، میرمن وکیلي ، د شمشاد د تلویزیون مشر ښاغلي حاجي فضل کریم فضل وروسته ښاغلي محمداجان يار او مطيع الله رووفي د باچاخان په وياړ شعرونه واورول .
تر هغه وروسته د ټولنې لخواه یو شمیر ستاینلیکونه دغو درنو هیوادوالو ته به لاندې ډول منظور شوې وو:
د ژورناليزم په برخه کي :
میرمن عایشه عبدالرحیمزی ، عصمت څاروان ، جان آقا الکوزی او قادر حبیب
په تخنیکي چارو کې:
عبدالولي برهاني او نسیم ستوری
هنر ، سینما او تیاتر:
میرمن ستوری منګل
د کتابونو په تاليف کي : پوهاندډاکټرمحمد حسن کاکړ ( تاریخ ) پوهاندډاکټر خیر محمد ماموند (کيميا)
د ژباړې په برخه کې :
ښاغلي رحمت الله آریا
ځوانانو ته : اسرار احمد کریمزی ، سبستیان هاینی( زمری) او نسیم صابر ته د پښتو ژبې ته د خدمت له کبله
ویب پاڼو ته : اجمل روهي او ډاکټر نیک محمد ویال ، روهي ویب پاڼه خالد هادي ، بینوا ویب پاڼه قیس کبیر د افغان ـ جرمن آنلاین طارق بزګر دعوت، ویب پانه عبدالله احسان ، لراوبر ویب پاڼه
ډاکټر صاحب ایمل صافی ، ټولنې سره مالي مرسته او ډاکټر یحیې وردک ټولنې سره د مرستې او د باچاخان د سیمینار د جوړیدو په چارو کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې .
همدا راز ښاغلي محمد زرین انځور، ټولنې ته د لس کلنو نه ستړې کیدونکو او نه هیریدونکو خدمتونو او ښاغلي استاد انجینیر سید حسن ته هم د ټولنې د سر پرست مشر او ټولنې ته د ښو خدمتونو له کبله د ټولنې د مشر تابه جرګې لخواه ستاینلیکونه ورکړل شول .
همدا رنګه د ټولنې د مشر تابې جرګې له خوا ښاغلی سر مقق عبدالله بختاني خدمتګار او ښاغلي پروفیسور ډاکټر رحمت ربي زیرکیار ته هم دوی د علمی خدمتونو په ویاړیوه ورځ وروسته له