اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | امریکایان به مارجه ډیر ژر ولسوالي کړی - 2010-03-09 | ( ن . صمد )
     

ليکنه : ( ن . صمد )

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )

نېټه : ١٨ / ١٢ / ١٣٨٨  |  2010-03-09


larawbar.com

 امریکایان به مارجه ډیر ژر ولسوالي کړی

 

د امریکا « آی پی سی » خبری شبکې د ناټو په حواله خبر ورکړ چی امریکایی پوځ د څو هفتو لپاره نړۍ او خپرونو ته غلط معلومات ورکول چی مارجه ګواکي یو « ښار » دی ، یوه « پراخه سیمه » ده ، « څو مارکېټونه » لری ، « اتیا زره اوسیدونکی » لری ، « ۴۰۰ ـ ۱۰۰۰ طالبان » پر مسلط دي ، « ۲۰۰ کیلو متره مربع پراخه » منطقه ده ، « د طالبانو د تریاکو اصلی منبع » ده او داسی نور .
خبر زیاتوی چی امریکایی او برتانوي خپرونو او رسنیو هم په ډیر خوند او دلچسپۍ سره دا غلط اطلاعات زمزمه او غبرګول او هغه یې پر خپلو لوستونکو ، اورېدونکو او لیدونکو باندی پلورل حال دا چی مارجه یوه آرامه او عادی سیمه او زراعتی ساحه ده چی لیری کلی او څو ځایه محدود دکانونه لری او بس .
خبر زیاتوی چی د دې تبلیغاتو دوهم پړاو مارجې ته د افغانی « مشرانو » او غربی سیاست والو ور لېږل و ، خو اوس یې درېیم پړاو تر لاس لاندی نیولی چی هغه د ولسوالۍ درجې ته د مارجې لوړول دی او ځکه به نو ډیر ژر دا کار هم وکړی تر څو په خپلو دغو آخری تبلیغاتو سره امریکایان غلي او قانع کړی او افغانان تطمیع کړی .

 ( ن . صمد )




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact