اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | افغان ولسمشر حامد كرزى پاكستان ته ځي - 2010-03-09 | حكمت سروش
     

ليکنه : حكمت سروش

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)

نېټه : ١٨ / ١٢ / ١٣٨٨  |  2010-03-09


larawbar.com

 افغان ولسمشر حامد كرزى پاكستان ته ځي

 

نېشن ويبپاڼې خبر وركړى چې د افغانستان ولسمشر حامد كرزى به د چهار شنبې په ورځ پاكستان ته لاړ شي، ويبپاڼه د ډيپلوماټيكو سرچينو له خولې كاږي، چې له ولسمشر سره به د بهرنيو چارو نوى وزير ډاكټر زلمى رسول، او د كابينې نور مهم غړي هم ورسره وي.
افغان ولسمشر افغانستان ته د پاكستاني پوځ د مشر پرويز كياني تر راتګ وروسته سمدستي پاكستان ته سفر كوي.
حامد كرزى به په پاكستان كې له خپل سيال اصف علي زرداري او لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني سره وګوري او د دواړو خواوو د اړيكيو، د هلمند د عملياتو، په افغانستان او سيمه كې د امنيتي مسئلو په ګډون به پر يو لړ مهمو موضوعاتو خبري وكړي.
خبر زياتوي چې ولسمشر حامد كرزى به همدارنګه د افغان دولت د مخالفينو د هغو مشرانو غوښتنه وكړي، چې څو اونۍ وړاندې په پاكستان كې نيول شوي دي.
سرچينې نېشن ته ويلي چې حامد كرزى به له دوو څخه تر دريو ورځو پورې په پاكستان كې وي، دا به د ولسمشر له بيا ټاكل كېدو وروسته پاكستان ته د نوموړي لومړى سفر وي.

 حكمت سروش




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  تازه خبر : د کلیسا لخوا د قرآن د سوځولو پلان فسخ سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د قرآن کریم د سوځولو په اړه د طالبانو اعلامیه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ماین یو بهرنی عسکر وواژه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې دیرشمه ډالۍ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د کو چني اختر په ویاړ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ورځپاڼو ته کتنه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د جګـړې لـوخـړې
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي.


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact