اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | جنتي خوب - 2010-03-08 | سميع الدين افغاني
     

ليکنه : سميع الدين افغاني

خپروونکی : د لراوبر د ادبياتو څانګه

نېټه : ١٧ / ١٢ / ١٣٨٨  |  2010-03-08


larawbar.com

 جنتي خوب

 

د ښاغلي اټک يوسفزي د (کرجي بابا) د ليکنې پر بنيا د

ماويل جنـــت مو د پښــتو ډک شو
په خــوږو ژبــــو پښتنـــو ډک شو

ځای د پښود ايښـــودوکـــم دی
په احـــمـــد زو او درانو ډک شو

هلته ځاځي او هم ساپي وينمه
د پوپل زو او نورزيو ډک شو

دلته مسود او ابـــدالي قـــامونه
په ميړنـــيو يوســـف زو ډک شو

ګورۍ چې ټول کړي په پښتوخبرې
د پښتونــخوا پـــه پښتنو ډک شو

دا دی سيـــد عبدالخالـــق وګورۍ
پــــه ماشومانـــو او زړو ډک شـــو

کوچني ماشوم مې غوږکې ورووويل
زموږ د کلي پــــه ځلمــــو ډک شو

ويل چې کرجې بابا دلې واستول
زموږ په خواخوږو او پلرو ډک شو

ماشوم کرجي کرجي نارې وهلې
ويل د کرجي بابا د کــــړو ډک شو

ها د شين ډنډ جنتيان هم دلې دي
ويل دحــــاکم په فـــرمانو ډک شو

ماشوم لـــوی ورته اشاره وکړله
ويل انتظار د لوی صفو ډک شو

شاوليکوټ پښتانه هم رادرومي
هــــغو بــې وسو په بچو ډک شو

دا د فــراه او د شينډنډ ځامن دي
دا دهـــغو کلـــو بانــــډو ډک شـــو

ماته شهــــيدې پښتــنې وويلې
دزور واکانو په ظلمو ډک شول

ما ويل چــې زه هم جنتي شـوم ربه
څه د ځــان مـــرګو په حملو ډک شو

ډيربيا چارو اکو په عــــزت ليـــږلي
څــه يې پـــه مکر او پلـــمو ډک شو

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل
زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو

دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته
زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

ناڅـــاپه غږ اوغړمبهار شو پورته
کـــور دهنــــدارو او ګـــردو ډک شو

ګورم چې لرې دخپل ځايه پروت وم
زړه نــــا اميــده له سلــــګو ډک شــــو

ما مې د کور خلکو ته غږ پورته کړ
غــږ مـــې دزړه په لـــرزيدو ډک شو

زموږ ه لـــوی اوسنــــــدريـــز ه کلـــی
اوس پـــه نارو اوپـــه سوروډک شو

زماحواس ټول پريشان ښکاريده
چې ټــــول بــــدن مې دخولوډک شو

اوس هم هغه وحشې غږونه اورم
کــــلی موټول له تور لــــوګو ډک شو

ربــــه پــه موږ څـــه حالتونه دي نن
زمــــوږ وطــن پــــه اديـــرو ډک شو
------------------------------------

 سميع الدين افغاني




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact