اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | په سړوسيموكې نوى تعليمي 1389كال پيل شو - 2010-03-07 | همت الله امينزی
     

ليکنه : همت الله امينزی

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١٦ / ١٢ / ١٣٨٨  |  2010-03-07


larawbar.com

 په سړوسيموكې نوى تعليمي 1389كال پيل شو

 

په سړوسيموكې نوى تعليمي 1389كال پيل شو

دنوروكلونوخلاف اودتېركال مطابق دهېوادپه سړوسيموكې نوى تعليمي ۱۳۸۹ كال دخالي (شنبې) په ورځ دروان كال دكب دمياشتې په پنځه لسمه نېټه په كابل كې دافغانستان دولسمشرحامدكرزي له خوادښوونځي دزنګ په وهلوسره پيل شو.

په كومه غونډه كې چې دكابل ښار داماني په لېسه كې دافغانستان دولسمشرحامد كرزي،دكابيني دګڼ شمېرغړيو،په ولسي جرګه او مشرانوجرګه كې دملت داستازو،ګڼ شمېركورنيواوبهرنيومېلمنواودپوهنې وزارت ديوشمېرښوونكواو زده كوونكوپه كډون جوړه شوې وه، دملي سرود او دعظيم الشان قران دمباركوآيتونوله تلاوت وروسته دپوهنې وزيرډاكټرفاروق وردګ په خپله دهركلي اوپرانستونكې ويناكې دنوي تعليمي ۱۳۸۹ كال دپيل په مناسبت ټولوهېوادوالو، درنوښوونكو او ګرانو زده كوونكوته دمباركي ويلوترڅنګ په خپلوخبروكې وويل ښكاره ده چې ديوه هېوادپر مختګ او ديوې ټولنې اوچت والى په ځانګړې توګه په تعليم يافته خلكوپورې اړونده ده چې په غير ددې هيڅ يوهېواد نشي كولى دپرمختلليوهېوادونوڅخه وګڼل شي.

دافغانستان داسلامي جمهوريت دپوهنې وزارت، دپوهنې ديوه متوازن او پياوړي نظام په ملاتړ دافغاني اصيل اومنل شوي دود په چوكاټ كې اوداسلام دمقدس دين دټولوارزښتونوپه ساتلواودټولوعلمي معيارونوپه پام كې نيولوسره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كوي او دافغانستان داساسي قانون د۴۳ مادې په حكم سره په مورنۍ ژبه زده كړه دهېوادټولواتباعوته بې له كوم تبعيض څخه ټينګاركوي.

ښاغلي وردګ وويل دهېواد دپوهنې وزارت نوى تعليمي ۱۳۸۹ لمريزكال دكيفيت دلوړوالي،دتربيت درشد اودمعيشيت دبهبودپه نامه نومولى دى،چې ددې دټينګښت لپاره دټولوهېوادوالوهمكاري محسوسېږي اودې مرستې ته جدي اړتيا احساسېږي.

ښاغلي وردګ دغه راز وويل چې درنوعلماؤ،قومي مخوروا او سپين ږيرو څخه په ټول احترام څخه هيله كوم چې دښوونكواودپوهنې دزده كوونكو دځان،مال اودمكاتبواومدرسودحريم دساتلوپه برخه كې دهېواددپوهنې له وزارت سره مرسته وكړي چې انشاالله دخيرپه دې كار سره به خداي (ج) ستربرياليتوب دهريوه نصيب كړي. ځكه چې دمكتبونو،مدرسو اونورو ښوونيزو او روزنيزو مركزونو امنيت اوساتنه دهرافغان وګړي اسلامي او ملي وجيبه ده،اودټولوهېوادوالوهراړخيزه مرسته اوهمكاري په دې برخه كې لازم اوملزومه ده،اواړينه ده چې دخداي (ج) درضادحاصلولوپه موخه دپوهنې كورنۍ له سياسي،امنيتي اونورو منازعوڅخه لرې وساتو.

ورپسې دهېوادولسمشرښاغلي حامد كرزي په خپلوخبروكې دپوهنې وزارت دتيريوه كال كړنې وستايلې اوويې ويل هيله لري چې نور دپوهنې وزارت زده كوونكي، دهېواددرانه ښوونكي اودغه رازدهمدغو زده كوونكو كورنۍ تردې وروسته له دې ناحيې څخه چې نور به په همدغه موده كې چې په ښوونځي او په لاره كې ښوونځي ته دتلو او راتلو پرمهال يې تېروي ددې ويره ونه لري چې ګواكې دوي ته به څه زيان ورسېږي .

ښاغلي كرزي وويل  ژمن دى چې دښوونكو دمعيشيت په برخه كې دمثبتو لاسته راوړنو شاهد واوسي او په دې لاره كې به خپلې هلې ځلې لانوې هم پسې ګړندۍ كړي.

ښاغلي كرزى په داسې حال كې چې په څېره يې دخوښۍ احساسات خواره ول دخپلوخبروپه پاى كې ديوشمېرنورو دولتي اراكينو سره يوځاى دښوونځي دزنګ په وهلو سره نوي تعليمي كال پيل كړ.

ياده دې وي چې ددغه پروګرام دافغانستان دملي راډيو ټلويزيون څڅه په ژوندۍ بڼه خپرېده.

 همت الله امينزی




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  تازه خبر : د کلیسا لخوا د قرآن د سوځولو پلان فسخ سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د قرآن کریم د سوځولو په اړه د طالبانو اعلامیه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ماین یو بهرنی عسکر وواژه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې دیرشمه ډالۍ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د کو چني اختر په ویاړ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ورځپاڼو ته کتنه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د جګـړې لـوخـړې
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي.


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact