اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | دافغان دسربيه يونيم زرډالر - 2010-03-02 | محمدحسن حقيار
     

ليکنه : محمدحسن حقيار

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١١ / ١٢ / ١٣٨٨  |  2010-03-02


larawbar.com

 دافغان دسربيه يونيم زرډالر

 

haqyar@gmail.com

په امريكاكې خپرېدونكې معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوست په دې وروستيوكې افغانانوته له توهين څه يوډك خبرخپوركړى  دى،دې ورځپاڼې ليكلي چې امريكاغواړي دهلمندپه وروستۍ جګړه كې زيان ليدلو اشخاصوته تاوان وركړي ،واشنګټن پوست دجنرال هكس په نوم ديوامريكايي نظامي قوماندان له خولې ليكلي چې دوى غواړي دهلمندپه روانه جګړه كې ددوى دځواكونو لخوا دهر بې ګناه ملګي وژل شوي كورنۍ ته هغه كه لوى وي اوكه كوچنى له ۱۵۰۰څخه تر۲۵۰۰ډالر،هرټپي ته دټپ د ژوروالي له مخې له ۶۰۰څخه تر ۱۵۰۰ډالر،دهرله منځه تللي موټرپه بدل كې له ۵۰۰نه تر۱۵۰۰ډالر،ځمكوته درسېدلوپه زيانونو په بدل كې بزګرانوته له ۵۰نه تر۲۵۰ډالرتاوان وركړي.
جنرال هكس دواشنګټن ايالت په تكوماى ښاركې همدا رازفرمايلي!!چې داكاربه له دوى سره داستخباراتي معلوماتوپه راټولولوكې هم مرسته وكړي ،هغه همداراز زياتوي چې داپيسې به دالفاپه نوم ديوې امريكايي كمپنۍ لخوا په اصطلاح مستحقينوته ووېشل شي.
امريكاچې ديو سترائتلاف په سركې په افغانستان كې له خپلو مخالفينوسره له ۲۰۰۱كال زېږديزكال راوروسته جنګېږي ،تر اوسه په افغانستان كې لسګونه ډوله اشتباهات !!كړيدي  زما په څېرځينو ساده او ښكېلاك له موخو ناخبره انسانانو په پيل كې  داسې انګېرله   چې ګواكې پدې خاطر چې امريكايان او په مجموع كې ټول لوېديځوال دافغانانوله دين،  عنعنې  كلتور،دوداودستور څخه خبر ندي نو دوخت په تېرېدلو سره به دوى اشتباهات راكم  او  دافغانانو له دود او دستور سره به بلدشي ،دوست او دښمن او بې پرې اشخاص به وپېژني ،خطرناكې اوبې خطره سيمې به وپېژني او په پايله كې به  يې دټوپك شپېلۍ يواځې دهماغه چا خواته ورواوړي چې له دوى سره جنګېږي خو دوى دهرې ورځې ،هرې مياشتې اوهركال په تېرېدوسره له عادي افغانانوسره دخپل خصومت كچه لوړوي،دا اتم كال دى چې په پرلپسې ډول په ډله ييزه توګه ملكي او بې غرضه افغانان وژني ،ودونه ،جنازې ،ختمونه ،دسپرلۍ موټر...بمباروي،دشپې په تپه تياره كې دكورونودروازې الوځوي اواوناخبره ښځې ،لويان ،كوچنيان قتل عام كړي،ښځې تالاشي كوي ،په سپيو يې داړي  افغانانو ته هغه ډول سزاګانې وركوي چې انسانيت ترې امان غواړي اوكله چې يې جنايت نور دپټولونه وي اويا پرې فشار راغلى نو يواځې دبخښنې په غوښتلو يې اكتفا كړېده.
 دافغانانو تاريخ داجوته كړېده چې پخپله خاوره كې ديوې شېبې لپاره هم  دبهرنيانووسلوال شتون نه مني اونه يې كله په ټيټو سترګو ژوند كړى دى داتشه دعوه نده بلكې ترشا ثبوت لري ..
په هلمند كې له زيان ليدلو سره دمرستې په اړه د امريكا دا وروستى اعلان افغانانوته دسپكاوي بلاو ترټولو سپكوونكى اقدام دى ،ديووروسته پاتې ،مظلوم ،مجبور نېستمن او درپه دره ولس په اړه  دهغه چا چې ځان دنړۍ  لوى ځوك بولي  داپرېكړه له شك پرته ريشخند تمسخر او خنداده ،داد بشر دحقوقو،دموكراسۍ ،مدنيت ،تهذيب او دنړۍ دزعامت ددعوه دارانوانصاف اولزوم ديد!! دى .
دادفرعونيت خوى ،عادت او تګلاره ده .
داددې ښه څرګندوى دى چې امريكايان غريبو او نا دارو ولسونو او په ځانګړې توګه مسلمانانوته په كومه سترګه ګوري،دامريكادانصاف په تله او بشريت ته داحترام ددعوې په تناظركې دافغانانو ارزښت او حقيقت څومره دى.!!
ديو انسان دژوندبيه ټاكل ۱۵۰۰ډالره چې له شك پرته  دجنرال هكس او دده دملګروديوې شپې  شرابو او خرمستيوبيه  هم نده  انسانيت ته څومره توهين دى ،د انسان دپښو او لاسونو لپاره  ۶۰۰ ،  دموټر لپاره يې ۵۰۰   او دكروندې لپاره ۵۰ډالره بيه پرافغانانو اوپه ټوله كې پرانسانيت ملنډې نه  ، نو اخر څه دي؟
په هغه جګړه كې چې امريكايان يې دهمدې افغانانو په مرسته دخپلو مخالفينوپرضدپرمخ بيايي دكال زرميليارده ډالره بوديجه كې ديوبې ګناه  افغان دسربيه ۱۵۰۰ډالرټاكل شوې!
داسې نده چې امريكايان دانسان په قدر اوبيه نه پوهېږي ،هغوى پرهرڅه پوهېږي خو په حقيقت كې هغوى ته دافغان ژوند ارزښت نلري، حيا ترې نه كوي ، انسانان ورته نه ښكاري  او  سترګې يې ترې نه سوځي ،هغو په داسې حال كې دافغان دسربيه ۱۵۰۰ډالره ټاكي چې دلاكربي په پېښه كې دوژل شويو امريكايانوپه سر يې له ليبيا سره پنځلس كال دښمني هم وكړه او دهر وژل شوي امريكايي پرسريې ترې لس ميليونه ډالر هم وغوښتل. راشئ اوس دانسانانو دسرونو دبيو توپيرته ځيرشئ دهغه امريكايي دسربيه چې په هغه  هوايي پېښه كې وژل شوى چې يواځې  امريكايان يې  قصدي بولي اوبس  لس ميليونه ډالرخو دهغه افغان دسربيه چې ددوى دټوپك شپېلۍ وراوښتې اويا ددوى دڅو ټنيزو بمونو پرچويې بدن دومره ټوټې ټوټې كړى چې آن د غوښو موندل يې هم ګران دي يونيم زرډالر!!((بسوخت عقل زحيرت كه اين چه بوالعجبيست))دا دغرور،تكبراودانسانيت پروړاندې دبې پروايۍ انتهانده نوڅه ده، دادنمروديت او فرعونيت دعوه نده نوڅه ده .؟
داددې څرګندوى دى چې دوى دافغانانو دمرستې ،ژغورنې اوساتنې لپاره ندي راغلي ،بلكې نور اهداف لري ،ځكه چې دچا دسربيه چې ددوى په نظريونيم زرډالره وي نو آيا ددې سر دژغورلولپاره خپل قېمتي (لس ميليون ډالريزه)سل زره سرونه له خطرسره مخ كوي؟ زماپه نظر داپړه ټوله يواځې دامريكايانو نده ،بلكې په افغانانو كې هم داسې ذليله ،منحوسې ،بې  حيثيته اوبې شخصيته څهرې شته  چې امريكايانو ته افغانان سپك،كم ارزښته او خوار معرفي كوي. له شك پرته ددوى سرونه په يونيم زرډالرخوڅه چې آن په يونيم سل ډالروهم نه ارزي دوى دټولو افغانانو سرونه په خپلو سرونو قياسوي .
  داسې ښكاري چې اوس دامريكا او په ټوله كې دناټو دماتې نښې څرګندې شوې دي باوردى چې كه دوى خپله استراتيژي بدله  اود خبرو اترو اوسولې په واسطه  دافغانستان د ستونزې دحل  له لارې ځان ته دخټو پوزه كېنږدي نو باور دى چې   ،نه يواځې داچې  دلته  به ټينګ نشي  اوپرنړۍ دبادارۍ خوبونه به يې خراب شي ،بلكې متحده ايالات به يې هم په ۵۰ټوټو ووېشل شي.

 محمدحسن حقيار




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact