اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | سياسي مبارز، ليکوال او شاعر اجمل خټک په حق ورسېد (پيغامونه) - 2010-02-09 | حبيب الرحمن تاثير
     

ليکنه : حبيب الرحمن تاثير

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کوټه)

نېټه : ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨  |  2010-02-09


larawbar.com

 سياسي مبارز، ليکوال او شاعر اجمل خټک په حق ورسېد (پيغامونه)

 

اجمل خټکد عوامي نيشنل ګوند پخوانى مشر او د باچاخان د كاروان ملګرى اجمل خټك تر اوږدې ناروغۍ وروسته نن ماخوستن په پېښور کي په حق ورسېد.
ښاغلى اجمل خټک د يو شمېر كتابونو ليكوال دى او واړه عمر يې د پښتو او پښتنو په خدمت كي تېر كړى دى.
نوموړى د تېر يوه کال راهيسي سخت ناروغه او پر ځاى پروت وو چي نن د يکشنبې په ماخستن يې د ٨٥ کالو په عمر سترګي پټي کړې.
ټاکل سوې ده چي د ښاغلي خټک د جنازې لمونځ سبا د دوشنبې په ورځ ماپښين د خوشحال بابا په مېنه اکوړه خټک کي ترسره او جنازه يې په داسي حال کي خاورو ته وسپارله سوه چي د لراوبري پښتونخوا په زرګونو افغانانو برخه اخستې وه .




src="http://www.youtube.com/v/pOVjXzvvgW4&hl=nl_NL&fs=1&rel=0&color1=0x5d1719&color2=0xcd311b"
type="application/x-shockwave-flash" allowscriptaccess="always"
allowfullscreen="true" width="640" height="505">


موږ د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي د پښتون ملتپال ليکوال ، شاعر او لراوبر پښتون قام د يووالي د کاروان د مخکښ د مړيني له امله د زړه له کومي خواشيني څرګندوو ، پاک روح ته يې د لوی خدای له درباره د مغفرت دعا کوو اود قام پر ځوانانو ږغ کوو چي دژوند تر وروستيو شېبو پوري په پرله پسې ډول د لراوبر پښتون قام د يووالي او پرمختګ لپاره هلي ځلي وکړي .


پر کلتوري ټولنو او خپرندويو موسسو ږغ کوو چي د ارواښاد اجمل خان خټک د ناچاپو اثارو په چاپ او خپرواوي لاس پوري کړي او ولس ته يې وړاندي کړي . د لراوبر ويبپاڼي اداره د نوموړي د اثارو په انلاين خپراوي کي خپل تيارئ اعلانوي .


د ارواښاد اجمل خان خټک ټولو خواخوږو او کورنۍ ته په دې غمجنو شېبو کي له لوی خدایه د صبر غوښتونکي يو .


په درناوي
د لراوبر ټول کارکوونکي





اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني


ليکوال : ارواښاد ډاكتر كبير ستورى
نيټه : دسمبر ۱۹۹۷


د نړۍ په سر د انسان ژوند محدود دى، خو ځينو انسانانو دومره غټه مانوي شتمني جوړه كړې وي او ټول ژوند يې مانا ګرځېدلې وي، چې د مرګ له قيد څخه ازاد وي او تل ژوندي وي. په دې ډله انسانانو كې د پښتو د ادب پلار اجمل خټك راځي، چې په 1926ع كال په اكوړه خټك كې د حكمت خان په كور كې پيدا شوى دى.
دى اوس يو اويا (71) كلن دى، خو د پښتون ولس په خدمت كې نه ستړې كېدونكې منډې ترړې وهي. اجمل خټك يو ډېر اړخېزه سړيتوب (شخصيت) دى او د پوهنې، فلسفې، سياست او ادب په ډګر كې بې سارى جګ مقام لري. د اجمل خټك د سړيتوب ټول اړخونه په يوه مقاله كې راټولولو ګران كار دى، له دې كبله يو څو مهمو ټكو ته ځغلنده نظر اچول كېږي. اجمل خټك د باچا خان (فخر افغان) د لارې ملګرى او د خداى خدمتګارو د تحريك كره ستنه ده.
باچا خان كه څه هم د ستر خان زوى و، خو ناسته ولاړه يې د مزدور د طبقې او غريبانانو سره وه. باچا خان د ښكېلاك (استعمار) په مقابل كې د پښتنو په يوه مركز د راغونډولو لپاره دا سياسي ناره پورته كړې وه، چې (كه سپوره وي كه پوره وي، نو په شريكه به وي) ترڅو د مزدور د طبقې هغه اندېښنه له منځه يوسي، چې كه موږ د ښكېلاك او زبېښاك (استحصال، استثمار)څخه ځان خلاص كړو، نو بيا به مو خپل خانان ملكان زبېښي. د باچا خان دا ناره له پښتني ټولنې څخه اوبه اخلي، شريك ملكيت د پښتني ټولنې دود وو. لا تراوسه ډاګ، غر او جبه د پښتنو په ځينو سيمو كې شريك ملكيت دى. اجمل خټك د باچا خان دا سياسي ناره خپله سياسي فلسفه وګرځوله او د ادب په رنګينه جامه كې يې راونغاړله او په دې توګه يې له خپلو ملګريو شاعرانو او ليكوالو سره يوځاى قامي طبقاتي ادبي خوځښت (تحريك) روان كړ.
قامي طبقاتي خوځښت يا مبارزه د كمونستي يا سوسيالېستي طبقاتي خوځښت يا مبارزې سره توپير لري. د قامي طبقاتي مبارزې هدف د يوې خوا د ښكېلاك له زبېښنې څخه د ټول قام خلاصون او له بلې خوا د قام په منځ كې د تضادونو د منځه وړلو لپاره د ټولنې د ټول عاېدات عادلانه وېش دى، چې ټولنيزې ولسولۍ (سوشل ډيموكراسۍ) سره ورته والى لري. په نورو تورو سره د قامي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټه او سوكالي ده، چې د يوې خوا بهرنى تضاد، چې د ښكېلاك سره يې قام لري، د منځه وړي او له بلې خوا د قام په منځ كې دننني تضادونه مزدور طبقې ته د پيداوارو (توليد) په وسايلو كې د عادلانه برخې د وركولو په واسطه د منځه وړي. د كمونستي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټې نه دي، بلكې صرف د مزدور د طبقې ګټې دي، چې په هېواد (سټيټ) باندې د مزدور د طبقې د قبضې او حاكميت د لارې د پيداوارو وساېل په لاس كې اخلي، چې د قام په منځ كې تضادونه د منځه نه ځي، بلكې شكل او بڼه يې بدلېږي.
نن ورځ قامي طبقاتي ادبي خوځښت په پښتني ټولنه كې ډېر پراخوالى موندلى دى او زيات شمېر شاعران او ليكوالان په دې ادبي خوځښت كې د قام د هوساينې او ابادۍ په لور اوچت ګامونه اخلي.
قامي طبقاتي ادبي خوځښت د ادبي بهير پرمختللې (مترقي) بڼه ده، چې خپلو قامي ارزوګانو ته په نړۍ وال ډګر كې ژوند وربښي. له دې كبله ددې خوځښت چلونكيو شاعران او ليكوالانو ته قام پرسته مترقي شاعران او ليكوالان هم ويل كېږي.
اجمل خټك د قامي طبقاتي ادبي خوځښت د بنسټ ايښدونكي په توګه د پښتني ټولنې ابدي شتمني ګرځېدلې ده. د اجمل خټك د شعرونو او ليكنو ټولنيز ارزښت په دې كې پروت دى، چې د قام د ويښولو او پوهولو وسيله ده. قامي سياسي نظري او پېغامونه پكې په داسې انداز كې خوندي شوي دي، چې د شعر او ادب ښكلا او هنر پكې بشپړ او د ودې جګ پړاو ته رسېدلى دى. دلته يې د شعر يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې كوو:
اجمل خټك د اديب فاضل او منشي فاضل د ازموينو وروسته د پېښور په پوهنتون كې د ادبياتو په څانګه كې د ماسټرۍ درجه ترلاسه كړې ده. په پښتو ژبه يې ډېر كتابونه ليكلي دي، چې ځينې يې دا دي: د پښتو د ادب تاريخ، د غېرت چغه، باتور ته عقيدت، دا زه پاګل وم، ژوند او فن، كچكول، موږ او منزل، فكر او عمل، عوامي جمهوري تحريك، د وخت چغه، ګلونه تكلونه، ګل پرهر، سرې غونچې او نور...
اجمل خټك پښتون قام ته د خدمت په لاره كې ډېرې سختې تنګې ليدلي دي. د پېښور، مچ، ډېرو او جهلم جېلونه يې بېلګې دي. دى 15 كاله (1973_1988ع) په كابل كې ژوند كولو ته مجبور شوى و، خو هلته يې هم د پښتو او پښتونولۍ وږمې هرې خوا وشيندلې او ذهني اوښتون (انقلاب) يې په تېره بيا د قام په ځوان كول (نسل) كې راووست.
د اجمل خټك د صدارت په وخت كې د عوامي نيشنل پارټۍ او قام پرستو پښتنو په هلو ځلو سره د پښتونخوا د قرارداد منظورېدل ستر سياسي برى او تاريخي وياړ دى، چې د باچا خان او خان بابا ولي خان د نظريو ډيوه بله ساتي .

 حبيب الرحمن تاثير


  ...  ...     
  محمد ظفر (نیازئ) جرمنی/مونشنM. Zafar Niazi (München/Germany) ٢٨ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-17 13:33:39 زېږديز    
دپښتون قام دیووالي مبارز اجمل خټك
د عوامي نيشنل ګوند پخوانى مشر ،دپښتون قام دیووالي مبارز ، ليکوال او شاعر او د فخرافغان باچاخان د كاروان ملګرى اجمل خټك، چه د ٨٥ کالو په عمریی له فانی دنیا څخه سترګي پټي کړې اوپه حق ورسید. ،دمیرویس نیکه جامع جومات اسلامی اوکلتوری ټولنه (جرمنی/مونشن) ددی پښتون قام دیووالي مبارزدمړی له کبله ، پتمنی کورنۍ ته یی اولراو برپښتنوته دعظیم سبحان څخه صبرغواړی اودې نامتو سياسي مبارز ، ليکوال او شاعر ( اجمل خټک) ته له لوی څیښتن (ج) څخه دجنت فردوس دوعاګانی کوی .
دارواښاددارواح دسکون په خاطر دمیرویس نیکه جامع جومات اسلامی اوکلتوری ټولنی له خوا دجمعی په ورځ د فیبروری په ۱۲ نیټه دقرآن کریم دآیتونو په لوتلو سره فاتحه واخیستله شوه اوټولو مسلمانانو ورته ددوعا لاسونه پورته کړل . انالله واناالیه راجعون
محمد ظفر (نیازئ)

بېرته شاته


  دکنړ ځوانانو ټولني لخوا ٢٧ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-16 14:05:31 زېږديز    
د منلي پښتون سياستوال، ليکوال او انقلابي شاعراجمل خټک بابا دمړينې دخبر په خپريدو سره لراوبر پښتانه دويرپرټغرکېناستل، ارواښاد اجمل خټک دپښتني ټولنې په غېږ کې زيږيدلی او هست شوی و، په خپل ټول ژوند کې يې دپښتنو دبيدارۍ، يووالي، سوکالۍ، پوهې او پرمختګ له پاره هلې ځلې وکړې، دسياست او ادب په دواړو ډکرونو کې يې ډیرې ستړې، بې خوبۍ او دزندان سختې وګاللې ، خودفکراو قلم له لارې يې خپلوهيوادوالو ته ډيراثار درڼو مشالونو په توګه پريښودل، چې راتلونکي نسلونه به پرې خپلې ورکې لارې پېدا او خپل وروستي هدف ته ورسيږي، ارواښاد خټک نه یوازې په افغاني ټولنه بلکې په سيمه کې يو پېژندل شوی پښتون سياستوال، ليکوال او شاعرو، چې دخوشال بابا په ادبي چرګۍ کې پېدا شوی او دغفارخان بابا دخدايي خدمتګارو په ښوونځي کې په لوړه عالي او افغاني روحيه روزل شوی و، څو چې دپښتنو ابۍ ژوندۍ وي زامن به يې دخپلو بابا ګانو په نامو او کارنامو وياړي.
ارواه يې ښاده
ځوان فکري يون
دکونړ دځوانانو،خپلواکه، ناپيېلې، کلتوري اوټولنيزه ټولنه

بېرته شاته


  د اجمل خټک بابا په وير کې له کندهاره د ( روهي ادبي بهير ) پيغام : ٢٧ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-16 10:11:02 زېږديز    
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ما ته يو دى که مغل دى که افغان
چې ځما د کور ازغي ته کاږه گوري
ويمه اور شواى د هغه په گلستان
دا د هغه اتشفشان له کوگله را پورته شوى د بغاوت اواز دى چې پوره ( ٨٥ ) کاله يې له استبداد سره خپړې ولگولې، پوره پنځه اتيا کاله يې آن د خپل کور ازغي هم پخپلو خولو اوبه کړل او د ( افغان ننگ ) په دفاع کې يې يو د سترگو رپ هم ارام ونکړ .
هغه د پښتانه د ناموس په ساتنه کې هيڅ جابر ته هم کمه ونه ويله.
هغه که ځوان و، که پوخ او يا هم بوډا، نو د ژوند په هر دوران کې د هغه فطرت نه بدلېدونکى و، هغه د احساساتو، درد او محبت داسي يو اور شيندى غر و چې کله يې هم له رڼا او تودوخې څخه لروبر افغان بې نصيبه نه شو.
هغه د سياست علمبردار، د ادب شهسوار او د شعر شهريار و.
دا څوک و دا د نر ژوندانه د ننگونو او رنگونو امين پيغامبر ؟
دا د لوى خوشال بابا د کاله د نغري وروستى تر ټولو ځل وبل بڅرکى و.
اجمل خټک !
هغه چې په رگونو کې يې د ستر خوشال وينه په غورځنگ وه، او همدا لامل و چې په يوه وخت کې يې د ادب او سياست افقونه پر خپل مخ پرانيستي وو.
اجمل خټک يو پښتون و، يو افغان او يو انسان، خو که يې له چا سره د شان د تشخيص توان وي، نو هغه تر پښتونولۍ ور پورته، تر افغانيت اوچت او د انسانيت په کچه د ادب او سياست نوميالى شخصيت و.
دا اورغورځوونکى بالاخره له خپله خروښه ولوېد، او د طبيعت د قانون جبر ته تسليم شو، خو د ده له ذهنه راوتلې پلوشې به کله هم پيکه نه شي .
د ده د شعور شور به تر زمانو- زمانو پوري چوپتيا ونه مني .
د ده د فکر نيلى به تر پېړيو- پېړيو پوري له ځغاستې ونه لوېږي .
د ده د زړه د عشق کشش به تر محشره خپل مقناطسيت ونه بايلي .
اجمل بابا د پښتنو د خړو کورونو څخه يوازي د پښتنو نه، تنها د افغانانو هم نه بلکې د انسانانو د زړونو محلونو ته کډه وکړه.
هرگز نميرد آنکه دلش زنده شده به عشق
ثبت است بر جريده عالم دوام ما
نن د لروبر افغان وطن په غيږ کې کندهار هم تر بل هر ځاى او هر چا زيات د خپل دغه ننگيالي او فرهنگيال بابا په بېلتون ډېر زوکليږي .
د کندهار هر شاعر، هر اديب او ادبپال د خپل دغه نوميالي بابا اروا په فردوس جنت کې خوشاله غواړي او هم دا ژمنه کوي چې د خپل دغه عظيم انسان د ژوند لاره به خپلو سترو ارمانونو ته د رسېدو تر ټولو لنډ، نېکمرغه او وياړلى مسير ټاکي او د ده يو- يو پيغام به د خپل هوښ په غوږونو کې ډېر ټينگ ساتي .
ان شاالله .
د بېنوا، هيواد، ويښ ملگرو، نارنج، هندارې، سالنگ،زدکوونکو، پلار پروډکشن او کندهار نندارې – فلم ، فرهنگي، خپرندويه او تمثيلي ټولنو، ښکلا مجلې او سورغر اوونيزي په استازيتوب .
روهي ادبي بهير .
کندهار- افغانستان
٢٢- ١١- ١٣٨٨

بېرته شاته


  پروفیسر جهان شیر سوات ٢٤ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-13 04:19:40 زېږديز    
د اجمل خټک پر مړينه

دپښتنو که قدردان وو خو اجمل خټک وو
د پښتونخوا که قهرمان وو خو اجمل خټک وو

ژوند د هغه مبارزه وه، په لمبو پوری وت
که په خپل قوم کی تر ورک ځان وو خو اجمل خټک وو

د لر او بر دپښتنو د زړګی سر مشر وو
که یو سفیر د لوی افغان وو خو اجمل خټک وو

د شاعرئ په لویه ژبه ی پښتون پوهه کړو
که لوی استاد او لوی پوهان وو خو اجمل خټک وو


چه د ژوند واړه ورځی شپی ی په خدمت تیری کړی
که خدمتګار د باچا خان ووخو اجمل خټک وو

ځکه په مړینه ی پښتون د لر او بر خفه دې
که چری څوک په هغو ګران وو خو اجمل خټک وو

د پښتنو د ازادئ ارمان ی ګور ته یوړو
که قدردان مود ارمان وو خو اجمل خټک وو

په منطقه کی پښتنو له ی مقام جوړ کړې
که میراث خور د خوشحال خان وو خو اجمل خټک وو

بېرته شاته


  محمدعلی عمری ٢٤ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-13 02:12:41 زېږديز    
دپښتو ادبي قنديل ټولنې دخواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړو چي دپښتنو او پښتو ژبې

ستر خدمت ګار وتلئ شاعر اجمل خټك بابا له دې نړۍ ستر ګي

پټي كړي اجمل بابا چي تل يې دپښتنو د خپل واكۍ او يوالي دپاره هلي ځلي كړي

دپښتو ادبي قنديل ټولني ټول ملګري دستر څښتن ج په دربار كي داجمل بابا

دپاره لاسونه لپه كوي ٫ لوي خداي ج دې اجمل بابا ته جنت فردوس نصيب

كړي او دپښتنو ددې ستر مبارز او رښتيني شاعر كورنۍ ته دې خداي ج صبر

جميل وركړي دداسي ستر خدمت ګارانو پر مړينه نه يواځې

دهغه كورنۍ دغم اوښكي تويوي بلكه عام وګړي هم دهغه مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي٫ خو دا خبره هرچا ته معلومه ده چي داجمل بابا په څېر ستر خلګ

نه مري بلكه هغوي تل تر تله ژوندي دي

لوي خداي ج دې پر ورحميږي

اللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ نُورًا ولاَ تجعَل قَبرَهُ نَارّا

اَللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ عِيداً وَلاَ تَجعَل قَبرَهُ وَ عِيدًّا

٫٫٫٫٫

پښتو ادبي قنديل ټولنه

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

بېرته شاته


  اختر پسرلی -له دوبۍ څخه ٢٣ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-12 15:29:06 زېږديز    
ارواښاد اجمل خټک ، ته تلپاتې جنتونه او يرژلي کورنۍ ته يې له ستررب نه صبر جميل غواړم ٠ کټ يې دقبر خواته کېږدئ -ما ورته پرېږدئ چې يې ښکل کړم بيادې ځينه

بېرته شاته


  محمدسلیم مومند جلال آباد افغانستان ٢٣ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-12 14:14:27 زېږديز    
په ډير خوشينئ یره مو خبر تر لاسه کړ چی نوميالی خټک بابا داسلام، پښتو،سياست،قوم،لوی خدمتګار دی فانی دنیا څخه سترګی پټ کړی دی. ( انالله و انا الیه راجعون) لوی ځدای (ج) دی د فردوس جنت او پاتی کسان ته یی دجمیل صبر ور په برښه کړي

بېرته شاته


  میرویس خوږیاڼی منځنی ختیځ قاهره ٢٣ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-12 10:35:48 زېږديز    
له قاهری څخه د افغان محصیلنو د خواخوږی بیغام
په مصر کی میشت افغان محصلین د نامتو لیکوال ، شاعر او په پښتو ژبه مین خټک بابا د مړینی د خوا خوږی او غمشریکی پیغام د هغه درنی او پښتنی کورنی او ټولو لر او بر افغاناتو وړاندی کوی ، روح دی ښاد وی
اجملي وه په غورځنګ شوه توده وینه
که ظالم یې ژبه غوڅه کړه تیره شوه
دښمنانوکه اورونه هم پرې بل کړل
د وطن مینه یې لاپسې پخه شوه

دغیرت چیغې بیداره پښتانه کړل
دښمنان دپښتونوالي تلولي شول
په ساړه کالبوت کې نوې ساه پیداشوه
په پښتو کې چې شعرونه اجملي شول

(رفیع صاحب )

انا الله او ناالیه راجعون

بېرته شاته


  kamran gardiwal ٢٢ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-11 15:43:35 زېږديز    
Ajmal khattak was a great pashtoon leader and also a great poet.May god bless him.
From
Kamran gardiwal
Spokesman (AAEWT)

بېرته شاته


  nangialay basarki ٢٢ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-11 10:26:45 زېږديز    
ننګيالی بڅرکی :
دغيرت چيغي خپلي آزانګې خپرې کړې
اجمل خټک : دوخت نامتو شا عـر ، سيا ست پوه اودمبارزې دميدان ازمايل سوی نا متو شخصيت، اوس زموږ په منځ کي نه سته ، خودهغه يادونه اوکړنلاره موږ ته ديوه لارښود په حيث را پاته سوه .
هغه دوخت چيغه او چته کړه ! دهغه دغيرت چيغه دومره اغيزه ناکه وه؛ چي داستعمار اواستثمارګرانوپروجوديې مرګونې تبه را وستل ،هغه خپله چيغه په کال ١٩٥٨م داپريل پر ٦پورته کړې وه.
هغه وايي :
که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تيره سوه
توره څومره چي تېره سوه لاخوږه سوه
اوس که نروې نو غوږونه دي خپل پرېکړه
چي زمـــــــــا نغمه سړه نه سوله سره سوه
مرحوم اجمل خټک ، دوخت هغه انسان وو ، چي سياست يې دهنر اوادب سره هم غاړي کړ ، اودمظلو انسان په خاطر يې انساني غو ښتني دقلم په ژبه ، دخپل ږغ په امواجواو ولولو کي دولس و غوږوته ورورسولې ، هغه لوی انسان وو، هغه دقربانی يولوي درياب وو،دهغه د ژوند لويه برخه په زندانونو ، دکورنه په فرار اود هيواد څخه ،په ستړي ژوند کي تيره سوه .دهغه سره دهيواد دآزادۍ ، دپښتون قوم دپيوستون لوړ خيالات موجود وه . هغه دظالم او مظلوم ، دحاکم او محکوم دښکيلاک او زبيښاک په ښواو بدو ډيرښه پوهيده .اوځان يې دهمدغه انډول دپاره قرباني ګاڼه .او په دې لاره کي يې دهغه چاه ملګري خوښه کړې وه، کوم چي دملګرتيا وياړ په کيدای سي .
هغه په خپله يوه څلوريځه کي داسي وا يي :
ملګرو ! تش په لو ګيدواونه شوه
ځی چي لمبه شوداخپل ځان وسوځو
د نوي ګل د خصما نې دپا ره
دازوړخوړلی ګليستان وسوځو
مرحوم اجمل خټک دپنځلسوکالو په شاه وخوا کي هغه دافغانستان په خاوره کي په غربت او مسافرۍ کي ژوند درلود، خو! هغه لوړ ايمان او عزم درلود او تر پا يه يې ددښمن په مقابل کي خپل همت وساته ، هغه په څووم پښ کي وخو شحال خان ته رسيده ؛ خو دخو شحال خان ادبي هجره يې ګرمه او توده وساتل ، دهغه احساس ژوندی ؤ.اوهغه دخدائي خدمتګارانو دجنبش غړی وو. هغه دخان عبالغفارخان مبارزه په ډيره ميړانه پرمخ بوتلل.او په ور ستيو کي دهغه دلاري مشعل او دنشنل عوامي پا رټی دلارښونکو دجملې څخه وو.هغه په خپل ژوند کي ډير علمي او ادبي اثار او کتابونه وليکل چي ١٣کتابونه اواثار يې نامتو اثار ګڼل کيږي.چي ددې اثارو دجملې څخه دوخت چيغه يوه هغه نامي ناره او چيغه ده چي آزانګې به يې لائيتنهايي خپرې وي .دغيرت چيغه يو بيکر اثر دی ،چي دنيکه مرغه موږ ته را پاته دي .چي نوموړی اثر مرحوم اجمل خټک په اکوړه کي په ١٩٥٨م کي ليکلی دی. که څه هم نوموړی کتاب په يوه مجموعه کي بشپړه سوی دی ، خو دوخت دبدو شرا يطو پر بنسټ دنوموړي کتاب يوه برخه ؛ چي ددښمن په لاس تباه سوي ده تر اوسه لابې درکه ده ، او بله برخه يې هم دوخت دبدو شرا يطوپر بنسټ دهغه کورنۍ په يوه او بل ځای کي ددښمن دتلاښۍ په وجه ديوه ځايه وبل ځای ته دبيري پر بنسټ وړې او تر اوسه لابې درکه ده ، خو زه اميد لرم چي هغه بر خه چي دکورنۍ دخوا څخه خوندي سوې ده ممکن په اينده وخت کي دعلاقه مندانودپاره خپره او ميدان ته را ووزي .هغه په خپل هنري سبک کي دخوشحال خان خټک دغيرت لاره تعقيب کړيده. اودهغه دلاري ډير يو ښه پلوی ؤ.
مرحوم اجمل خټک ؛ په افغانستان کي هم ده روښنګرۍ او سياست په ډګر کي خپل رول تثبت کړی وو. هغه دخلق او پرچم دجلاسوؤ ګوندونوپر راهبرۍ پوره اغيزي درلودلې او دپرچميانو او خلقيانو په وحدت او پيوستون کې بشپړه رول درلود. ځکه هغه په هر وخت کي دافغانانو او دافغانانو په سيا سي کړنلارو کي ديووالي پلوی وو.
هغه په خپل شعري انداز داسي وايي :
دخوشحال دخاوري پورته يو نغمه شوم
بل مثال په ابا سين او تا تره شوم
سره!پوه شوې؟دغيرت چيغه سور اوروم
چي تا څومره را نغړدلم سره لمبه شوم
هغه په رښتياهم دخپل وخت يو با احساسه اودځوانۍ په دود انقلابي شاعر ګڼل کيده ، هغه په سيا ست او دمبار زې په لاره کي دمظلوم انسان په طبقاتي ژونداونا خوالو با ندي ډير ښه پوهيده او په دې لاره کي هغه فعاله او دمظلوم انسان ملګری وو . لکه څنګه چي هغه په خپل شعري انداز سره په يوه څلوريځه کي دا سي وا يي :
غټان ، غټان نېکان ، نېکان پيدا دي
دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دي
ځی ! هغه خوارو له جنت او ګټو
څوک چي دموره دوږخيان پيدا دي
هغه دمظلوم انسان په خاطر او هغو ته دجنت دګټلو په خاطر پرځان دغه ژوند تريخ کړی اودوخت دقدرتمندانو سره لاس په ګريوان وو.
دمرحوم اجمل خټک نوموی شعر يو مشهوره او نامتو شعر دی، چي په خپل وخت کي دهريوه ځوان له خوا زمزمه کيده او سيا سي مبارزينو به دسټيج پرسرباندي په خاصو ولولو سره ويلی.ښاغلی مرحوم جعفرخان اڅکزی ، چي خپله هم دپښتونستان دآزادۍ دلاري يو وتلی سيا ست پوه ګڼل کيږي هغه داجمل خټک په باب داسي ليکي : اجمل خټک يو سياسي او با تجريبه سيا ست پوه دی ، دهغه شعر په خپل ځان کي يو علمي غټ کتاب او اثر ګنلای سم .دهغه په شعرکي دومره توان او طاقت نغښتی دی ، چي په هيڅ توپ او توپک کي هم نسته .
مرحوم اجمل خټک دلته په وخپل يو شعر کي بيا داسي ليکي :
منم چي دادټولواکانودنيا
دخپلواکۍ کونګوسې بدي ګڼي
منم چي دادڅوغټانوډلې
دادآزادۍ ولولې بدي ګڼي
په دې کي هيڅ شک نه سته چي داجمل خان خټک هر وينا دولس ږغ ګڼل کيږي.اوهغه په خپله وينا کي فقط دټولني آرمانونه خلکو ته رسوي . هغه وخپل خدای ته هم منا جات کوي اودخپل ولس ښه غواړي .او په خپل يو منا جات کي داسي خپل خواست وړاندي کوي :
لويه خدايه! لويه خدايه !
داتيارې په موږ رڼاکړې
ستا له ميني مو اګاه کړې
ورورولي راکښي پيداکړې
په سينو کښي چي موزهـر
دکينواوتربګنودي
په ذهنو کې موجالې
دوهمونودتيرو دي
ورته علم پوه را کړې
دازنګونه ټول صفاکړې
لويه خدايه ! لويه خدايه!
داتيارې پرمورڼا کړې
هغه په دغه ډول خپل احساس بيا هم دخپل يوه پاړکي په ژبه داسي وايي :
چي نشه داستبداد لري په سرکښي
ماته يودی که مغل دی که افغان
چي ځما دکور اغزي ته کاږه ګوري
و يمه ا و ر شه د هغه په ګليستا ن
په دې کي هيڅ يو افغان او پښتون شک نه لري ، چي مر حوم اجمل خټک په عام ډول دسيمي يو تکړه پوه او عالم ،سياست مدار او اديب وو. خو په ځانکړې توګه دپښتو ژبي يووتلی او دخپل وخت تاک شاعر او ليکوال هم وو. هغه په څو ژبو ليکني او خپروني ، ويناوي يا خبري کولای سو لکه :اردو ژبه ، انګليسي ژبه ،فارسي ژبه اوپښتوخو دهغه مورنۍ ژبه وه .
دمر حوم اجمل خان خټک مړينه دټولو پښتنو دپاره يوه لويه ضايعه بولم ، خو داسي شخصيتونه بيا يوازي په يوه قوم او ملت پوري نه تړم ځکه دهغوی خيالات نړيوال وه .او هغوی دانسان او انسانيت دپاره ژوند کاوه په دې لاره کي يې زحمتونه ګالل .
نن چي هغه زموږ سره نه سته زه دځان او داحمدشاه بابا دعلمي اوادبي ټولني په استاذيتوب دمرحوم اجمل خټک کورنۍ او دهغه پلويانو ته دزړه صبر غواړم او مرحوم اجمل خټک ته دخدای له درباره جنتونه غواړم (انا لله وانا اليه را جعون ).
دآحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر
ننګيالی بڅرکی

بېرته شاته


   ٢٢ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-11 10:25:53 زېږديز    


  SARDAR MIRKHEL LONDON ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 13:54:36 زېږديز    
pa dera khwashini sara mo khabar wakhis chi da pashtoo zabi takla shaer . likwal. syasat wal. aw mili mabariz AJMAL KHATTAK la di donya sakha stargi pati kali. INALILAHIWAINAILIHIRAJIOON. AJMAL KHATTAK pashtoon wolas ta dera ozda mabariza waka chi ming toll pashtana ee manana kawo. de da korani ta aw tolo pashtani ta da allah na sabar ghwaram. SARDAR MIRKHEL LONDON

بېرته شاته


  ن طوطاخيل ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 11:53:58 زېږديز    
نن دکونړ له لوړو غرونونه فرياد راخيژي

له اباسينه کوکي خيژي دچاياد راخيژي

دتاترې اوښکې راڅاڅي نن خِيبر ژاړي

نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي

بېرته شاته


  محمد نسيم طوطاخيل مسکو ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 11:45:24 زېږديز    
انا لله وانا اليه راجعون
د ارواښاد اجمل خان خټک ټولو خواخوږو او کورنۍ ته په دې غمجنو
شېبو کي له لوی خدايه د صبر غوښتونکي يم .اروا يې ښاده !!

بېرته شاته


  یوه ګیله او یوه مننه - فضل هادی فضلیار ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 08:48:06 زېږديز    
د دوشنبې په ورځ چې د پښتو د انقلابي او مبارز شاعر ، لیکوال او سیاستوال اجمل خټک بابا له مړینې خبر شوو، نو له ملګرو سره تر ليدو کتو وروسته پرېکړه وشوه چې باید څو تنه د ننګرهار د قلموالو په استازولۍ کوزې پښتونخوا ته لاړ شي او د خټک بابا د جنازې او دفن په مراسمو کې ګډون وکړي.
ددې کار لپاره استاد محمداصف صمیم ، شریف الله ناصري ، زه او څو تنه نور ملګري د پېښور د اکوړه خټک په لور روان شو.
ټاکل شوې وه چې د اجمل خټک بابا جنازه به د ماسپښین په درې بجو د هغوی په پلرني کلي نوښار، اکوړه خټک کې ادا کيږي ، خو له بده مرغه مونږ له ډېرې هڅې سره سره د لارې د بندښت له امله په جنازه کې ګډون ونکړی شو.
که څه هم افغان دولت وراستولي وفد او په پېښور کې د افغان قونصلګرۍ چارواکو په جنازه کې برخه اخيستې وه خو افغان لیکوال او شاعران د نه شتون له امله تر نیوکو لاندې وو.
د خټک بابا د کورنۍ د یوه غړي په وینا له پېښور مېشت افغان قلموالو څخه پرته ، د ازاد افغانستان د لیکوالو، شاعرانو او ژورنالستانو ځای تش و.
د ماښام تر لمانځه وروسته د افغانستان د ا‌‌طلاعاتو او کلتور د پخواني وزیر عبدالکریم خرم تر مشرۍ لاندې افغان دولتي پلاوی راورسېد. په یاد پلاوي کې د ښار جوړونې پخوانی وزیر او د ولسمشر سلاکار یوسف پښتون ، د قومونو او قبایلو چارو وزیر ارسلا جمال ، د ولسمشر سلاکار سباوون مومند ، د باندینیو چارو وزارت معین فراهي ، د علومو اکاډمۍ ریس عبدالباري راشد ، استاد نجیب منلي ، مطیع الله اباسین او څو تنو نورو برخه لرله.
د اجمل خټک بابا روح ته تر دوعا وروسته کریم خرم وویل : (( مونږ غوښتل په جنازه کې برخه واخلو خو د خرابې هوا له امله مو الوتکه وځنډېده.)) هغه چې د کرزي پیغام یې هم له ځان سره راوړی و ، د ستر افغان مشر مړینه یوه لویه ضایعه وبلله ، نوموړی یې له ستر خوشحال خټک نه راورسته د پښتنو ستر قلمي او سياسي مبارز وګڼلو.
یوسف پښتون هم د اجمل خټک بابا پر شخصیت تر خبرو ورسته په تېرو څو لسیزو کې له برو افغانانو سره د کوزنیو هغو د مرستو یادونه وکړه.
له دوعا وروسته هغوی د افغان قونصلګرۍ په لور وخوځېدل او مونږ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي مشر ښاغلي مختار خان یوسفزي کره لاړو چې زوی يې له وړاندې رالېږلی و.
ماسختن مو له احمدجان لالا سره د لیدو وعده وه چې په پېښور کې د پي ايس او (Pakistan Students Organization) مشر دی خو د ملګرو د ستړیا له امله مو لیدنه ونشوه.
د سه شنبې په سهار د لوی ننګرهار د فرهنګیانو د خواشینۍ او تسلیت د پیغام رسولو په موخه، پاچاخان مرکز ته لاړو چې د مرکز د کارکوونکو لخوا مو ډېره مېلمه پالنه او نازونه وشوه.
د هغوی یوه غوښتنه چې ډېر تاکید يې پرې کولو، دا وه چې د لوی ننګرهار ټولو قلموالو ته د پاچاخان مرکز لخوا مننه ورسول شي ، نو هيله ده چې دا لنډه ليکنه مې د پاچاخان مرکز د ملګرو غوښتنه پوره کړای شي.
مننه

بېرته شاته


  عبدالفتاح احمدزي د آريانا ټلويزيون وياند او خبريال كابل افغانستان ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 04:50:44 زېږديز    
زه په لومړي قدم كي خپل سلامونه او نيكي هيلي د ګران سياستوال ، ليكونكي او محقق كورني او پاتي دوستانو ته يي وړاندي كوم .
زه نه غواړم چي ډير تاسو درنو لوستونكو ته سر خوږي دركړم ، يوازي زه دا وايم چي درنو پښتنو ورونو او خويندو ډير پام ساتي چي زمونږ او ستاسو ډير لوي لارښود د لاسه لاړه خو د هغه شوي لار ښوني مونږ ته پاتي دي د هغه آثار لا مونږ ته پاتي دي زمونږ اصلي دنده دا ده چي د هغه لاره مونږ هم تعقيب كړو پرينږدو چي زمونږ پر كلتور تيري وشي او زمونږ اصلي پښتو دلاسه لاړه شي زما وروستي خبره دا ده چي ګرانو پښتنو ورونو راځي چي سره يو لاسي شو يو موټي شو د پردو په وړاندي ټول سره يو ټټر ووهو . د ټولو افغانانو د برياليتوب په هيله

بېرته شاته


  ځلاند ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 04:28:55 زېږديز    
د خواخوږۍ پیغام:
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د
سیاست د ځنګل زمري اجمل خان خټک له ارمانونو
سره سره له دنیا سترګې پټې کړې.
د څښتن تعالا څخه دته د جنت او ټول پشتون ملت
ته د زړه صبر او د اجمل خټک د ارمانونو د پوره کولو
لپاره د پښتون ملت د یوالي هیله کوم.

بېرته شاته


  وږمه فضلي ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 04:17:38 زېږديز    
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوه لوی لیکوال ،شاعراوسیاستوال اجمل خټک دمړینې خبر ترلاسه کړ.

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې دسترشاعراو ملي مبارزاجمل خټک د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصیت ته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دوی دکورنۍ غړو،دده دلارې لارویانواو ټولو لروبرو افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.


د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ

بېرته شاته


  ډاکټر شيرحسن حسن ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 03:27:19 زېږديز    
اى پښتنو هير نه كړئ دا ستاسې ملنگى »خټك «
وخت به درنه داسې ليونى گورئ بيا هم غواړي
اجمل خټك – گلونه تكلونه
له نن څخه د لږو ډير څلويښتو كالو پخوا خبره ده ، د مكتب د لومړي، دوهم او دريم ټولگى د وختو كوچنى وم، چې د لېسې د لوړو ټولگيو زده كوونكو او ځينو ښوونكو به مټينگونه اومارشونه جوړول، كله به يې ويل ، نن د كارگر ورځ ده ! بله ورځ به يې ويل نن د پښتونستان ورځ نمانځو! او ور پسې به بيا بل مناسبت وو، هغه وخت ځينو شعرونو او ترانو د دغو مټينگونو او مظاهرو خواته د خلكو توجه او تجمع زياتوله او په مټنگونو كې يې خاصه ولوله او جذبه پيدا كوله . وينا والو به دغه نظمونه له ياده ويل او چا به فكر كاوه ، چې دا د دوى خپل شعرونه دي . له هغه وخته مې ددغه يو شعر دغه بيتونه په ياد دي :
د لويو لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اوريدى شې كه نه
ستا د سكڼي سكڼي ماښام نه لوگى
د چا د زړه لوگى ليدى شې كه نه .......
هسې نه چڼ د خولې ويستل كفر شي
هسې نه تاته ژړېدل كفر شي.....
ستا د جنت د نعمتونو نه ځار
زه درته وږي په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
....... ستا په رضا زما رضا ده ربه
كاڼي هم نس پورې تړلى شمه
خو چې بل ښامار له خزانو ووينم
اخر انسان يم څنگه غلى شمه.....
زه بيا ورسته پوه شوم ، چې دغه جذبات او ولولې د»غيرت په چغه «كې د اجمل خټك د ترانو له حرارته وو .
نسلونه ، وختونه او سلطنتونه بدل شول ، د غيرت چغه لا هماغسې ولوله جوړونكې او احساس پارونكې ده، خو په ډيره خواشينې د غيرت د چغې بلبل ، ملي انقلابي حماسه پارونكى شاعر او ليكوال ، د لرو او برو پښتنو د تاريخي، ملي او قامي يووالي ، بيدارۍ او خپلواكۍ د خوځښت سالار او نه ستړى كيدونكى مبارز د غفار خان د خدايي خدمتگارۍ دلارې ملگرى اجمل خټك له دې نړۍ  وكوچېد. انالله و اناالیه راجعون. .

ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديږي په فاني دنيا به نه وي ژوندى تل څوك خ . خټك

په روسيه كې مېشت افغانان د ستر قامي ، ملې ، سياسي او فرهنگي مشر اجمل خټك په مړينه غمجن دي، له لويه خدايه ورته د مغفرت او معلى جنت غوښتنه كوي ، د لرو برو پښتنو، ټول افغان ملت او په سيمه كې د ملي يوالې ، خپلواكۍ، سراسري بيدارۍ ، ترقۍ او تمدن د لارې ټولو لارويانو ته د تسليت په وړاندې كولو، هغوى په سراسري وحدت كې د اجمل د لارې او ميراث پاللو ته رابولي .

د خټك هېواد دې ولې گلزار نه وي پښتنو كې ډير ښايسته ښايسته ځوانان دي اجمل خټك
د استبداد او استكبار پر ضد د زړه ور ، ژبه ور او مستغني مبارز اجمل خټك روح دې ښاد او ياد دې يې تل پاتې وي .

په درنښت
د نورو په استازيتوب
ډاكتر شيرحسن حسن

بېرته شاته


  امين زى ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 03:13:33 زېږديز    
دميدان ځوانانودټولنې دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
يوغرونړېد - اجمل خټك وكوچېد
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دغيرت دچيغې ملي شاعر،ملتپال سپين ږيرى،سياسي مشراجمل خټك د۲۰۱۰ ميلادي كال دفبرورۍ دمياشتې په اوومه نېټه د ۸۵ كلونوپه عمرپه كوزه پښتونخواكې له فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټكى كېښود.
اناالله وانااليه راجعون
ارواښاداجمل خټک له اوس څخه پنځه اتياكاله وړاندې په ۱۵سپتمبرپه اکوړه خټک کې وزېږېد. له ماشومتوبه دخان عبدالغفارخان له شخصيت نه متاثره ؤ،اوهغه مهال چې ۱۷ کلنۍ ته ورسېدنوپه فعاله توګه يې دهنددپرېښودلود غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی دپېښوردګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خوخپلې زده کړې يې همداسې نيمګړې پرېښودلې اودهمدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دادهغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ،چې ترپنځولسيزوپورې يې فعاليت وکړاوپه همدې وخت کې يې دخپل ادبي اوزده کړوپه پرمختګ کې هم ددردنه ډکې لمحې په زندانونوکې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي دپېښورپوهنتون څخه په پارسۍ ادبياتوکې ماسټري اخيستې،خوهغه په پښتوادب کې دځانګړونوښتونولاره هم هواره کړې وه. اوپښتوادب يې دانګرېزي ادبياتوسره وتاړه،اوپه همدې توګه يې دپښتو ادبياتوديوه پرمختلونکي شاعرنوم هم خپل کړ.
ارواښاددپښتنودازادۍ لپاره دادب اوسياست له لارې دژوندترپايه پورې مبارزه وكړه اوتل يې په خپله وينا،شعراوليكنوكې دپښتنودحق خبره كوله . هغه نه يوازې دپاچاخان دخدايي خدمتګارانوپه غورځنګ کې خپل سياسي ژوندپيل کاوه،بلكې دسياست په نوروبرخولكه دسرحدصوبې دمهموسياستوالوله ډلې څخه و،اودټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .
اجمل خټک دپښتوژبې يوتکړه ليکوال،شاعراوسياسي څېره وه . نوموړی دپښتونخواملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی اودپاکستان دولسي جرګې غړی هم پاتې شوی.
دارواښادخټك د(غيرت چيغه) هغه شعري ټولګه وه چې دپښتونخواګڼ شمېرځوانان يې دخپلې خاورې دازادۍ مبارزې ته وپاڅول .
داجمل خټك ګڼ شمېر آثارخپاره شوي اوځينې يې لاناچاپ پراته دي. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې ځينې کتابونه يې په ارودژبه هم ليکلي دي چې لومړنى کتاب يې دغيرت چيغه نوميده،دارواښادنورکتابونه دژوندچيغه،ژونداوخوند،گلونه اوتکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غنچې، دژوندخاطرې اوځينې نوردي.
ارواښاددخپل ژوندپه وروستيوورځوكې چې روغتيايي حالت يې هومره ښه هم نه وه په خپل هغه اثرچې ترخه وختونه اوخواږه يادونه نومېده كاركاوه چې دخپل ژوندهغه شېبې يې پكې انځورولې كومې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يې هلته ژوندوکړ.
روح دې ښاداوياد دې ابدي وي
همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكولتوي ټولنې مشر

بېرته شاته


  حاجی قلمیار - کابل ٢١ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-10 01:02:20 زېږديز    
مرحوم اجمل خټک بابا

ستوری را اوریږی له اسمانه یو په بل پسی
خوار پښتون یتیم شو چی نن ژاړی په (اجمل) پسی
دا دنیا وفا په خپله غیږه کی نه پیژنی
ټول مشران ولاړه - کشران موځی په بل بسی
توره د پښتو مو نن بیلاسی شوه افسوس افسوس
پښتون په غم اخته دی - ظالم لاکوی وهل پسی
ژاړه قلمیاره چی (بابا) مو هدیری ته ځی
دلته به هوډ وکړو چی روان دده په پل پسی

حاجی قلمیار --- کابل

بېرته شاته


  farid ullah (hassanzai) khost ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 23:01:47 زېږديز    
da pashto zabe satonkai ajmal khatak po wer
da LBG/BV; po namandagai po der bad khaber awredalo sara tol malgary da kar po wakht ki khiran sho ch khaber sho ch ajmal khatak wamr .khodai da warta janat alferdaws nasib kri

بېرته شاته


  حفیظ خالد / ویانا ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 22:17:42 زېږديز    
اجمل خټک څوګ وو ؟

ستوری وو چی پریوت د ادب له آسمانه
ستر اجمل خټک لاړو د دی فانی دنیا نـــه

دی « دغیرت چیغه » وو پښتون ته په دنیاکی
قام ولس خدمـت تـه دی تل تیر وو له خپل ځانـه

هــر یــوه نـاره یی د ولــس د زړه آواز وو
توره یی قلم وو ژوند یی تیرکړ په میړانه

دی هم لوی شاعر وو هم لیکوال هم محقق وو
بیرته پاتی نه شو د خپل عصر لـــه کـــاروانه

هیڅکله تسلیم نشو د عصر اســــــتعمار ته
لار د حقــیقت کی نه ویریده لــه زندانــه

بی له شکه دی ریښتین بچی د پښتنو وو
نوم یی دې تل پاتی که دی لاړه له جهانه

خدایه جنتونه د فردوس یی په نصیب کړې
رحم پری ته وکړې آخرت ېی کړې روښانه
* * * * * *
حفیظ خالد / ویانا / ۹ /۲ /۲۰۱۰

بېرته شاته


  زبیح الله شریفې حولینډ ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 21:24:18 زېږديز    
دې پښتنو سترلار ښود وه ارواښاد اجمل

نوې ژوند یې په خیر شه دې خد متګار اجمل


دې بیلتون سفر یې لوې غم او درد ده

ډیر نصیحت یی په ژوند که وکړ شاعر اجمل


دې ژوند هره ښیګڼه یې لاره دې رڼا وه

وچت کړې یې وه غګ دې یوالې انقلابې اجمل


دې ازادې مبارز وه چې راوړې صلحه

هر د ښمن سره ېې وکړه مبارزه زړه ور اجمل


دې خدمت نیښانې یې پاتې شوې پښتنوته

پرېښودل له ژوند نه خواګه یادونه مین اجمل


دې وطن خپلواکې ېې وه همیش غوښتنه

تګ ېې څپیړه دې بیوسې ده دې حوښیا اجمل


دې ن نګ نه ډک لارښود راولې ته خدا یه

چې ټول ارمانونه پوره کړې دی مبارېز اجمل


زبیح الله وکړه په شعر کې دې داجمل ستاینه

خدایه په مخ یې ښه کړې دې پښتنود اتل اجمل

زبیح الله شریفې حولینډ
Nederland
10-02-2010

بېرته شاته


  سيدجان کارواني ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 17:25:14 زېږديز    
د مرحوم اجمل خټک د مرګ په مناسبت
د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام :
د غيرتي پښتانه او لوی ملي شاعر اجمل خټک مړينه د لرو برو افغانانو ګډ ملي ماتم دی .
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ملت په دې لوی غم او درانه وير کی
شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي اجمل خټک کورنۍ ، عزيزانو
او ټولو لروبرو افغانانو ته وړاندی کوي .
دده مرحوم دې ښکلي جنتونه په برخه وي او دده د لوی ملت نوي نسل ته دې لوی څښتن
توفيق ورکړي چی د ټولو افغانانو د پوره يووالي دپاره د خټک صاحب ناپوره شوی
ارمان پوره کړي .
امين يا رب العلمين .

سيد جان کارواني
په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو
د ټولنی مشر

بېرته شاته


  عبدالله وجدي ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 15:03:58 زېږديز    
زه دخدای بخښلی اجمل خټک بابا پرمړینی ډیر خواشینی يم. د لوی الله پاک په دربارکی اجمل بابا ته دزړه له کومی دعاګانی کوم . خدای پاک د مرحوم کورنی ته صبرو جميل وکړي. اجمل بابا پشتو ژبې او پشتنو ته ډير ستر خدمت کړی دی

بېرته شاته


  حیات الله احمدزی-امریکا ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 13:36:12 زېږديز    
دخدای بخښلی خټک بابا پرمړینی ‌ډیرزیات خواشینی شوم. دلوخدای پاک (ج) په دربارکی مرحوم ننګیالی، ادیب او پښتنونپال بابا ته دزړه له کومی دعاګانی کوم او ټولو پښتنو وروڼو ته دهغه دمړینی له کبله تسلیت وایم.
روح دښاد وی.
دپښتون دننګیالی ملت دیوالی په هیله!

بېرته شاته


  د نیو ساوت ویلز د افغانانو د کمیټې د خواخوږئ پیغام : ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 11:15:11 زېږديز    
ځان مې په در کې کړ درته خاورې
په خق خق خاندې ژړا مې نه اورې
یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ
که ناورې ، ناورې ، دا خو به واورې

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پښتانه یو ځل بیا د خپل یوه عظیم مشر، لارښود ، سیاسي ، فرهنګي او ټولنیز شحصیت ،د دستار سړي او خواخوږي رهبر د ویر په ټغر کیناستل.
د اجمل بابا د مرګ آواز مو زړونه ولړزول. انالله و اناالیه راجعون.
اجمل خټک ټول ژوند د استعمار په وړاندې د بغاوت جنډه رپانده وساتل او کله هم داسې ونه شول ، چې د ده په لاسونو کې دې د پښتنو د حقونو او آزادي غوښتنې توغ رنګ وبایلي او یا دې يې د غیرت چیغه ټپه شي.
غیرتي خلک د الله ج خوښ دي . اجمل غیرتي او نر پښتون وو چې ټول عمر یې پښتنو ته د غیرت ، غیرت چیغې وهلې . اوس چې هغه نشته زموږ ژړا داده چې :
ګوره که په پیړیو بیا پښتنه مور یو بل اجمل وزیږوي او د افغان په خاوره بل خټک او بل هوښیار پاګل ، د پښتو په بین کې د غیرت چیغه ورپوه کړي.
په نیو ساوت ویلز کې میشت افغانان ، ځانونه د اجمل بابا په ویر ، ویرمن بولی او د لوی څښتن تعالی دربار ته د سوال لپه نیسو چې زموږ په غیرتي بابا دې ورحمیږي ، فردوس جنتونه دې په ولوروي او درنې کورنې ته دې یې د دغه لوی غم د زغم وس ورکړي . آمین یا رب العالمین .
د نورو په استازیتوب
عزیز منګل د نیو ساوت ویلز
د افغانانو د کمیټې مشر

بېرته شاته


  يوسف خدمتګار مزدورزوی - خدای بښلي اجمل خټک بابا ته ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 10:51:34 زېږديز    
دپښتودانقلابي نظم پلار

نن دکونړ له لوړو غرونونه فریاد راخیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچایاد راخیژي
دتاترې اوښکې راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اکوړه کی خلک ټول دي نن شملې ژاړي
ځلمیان ژړیږي پیغلې ژاړي لوپټې ژاړي
نن له پامیره تر سپین غره یو لوږئ پورته دئ
نن په بولدک او پیښور کې پښتنئ ژاړي
نن ګلغنډۍ کی غاټول مړاوي دي خپه خپه دي
نن هندوکش کی ماتم جوړدئ سترګې سرې ژاړي
نن دپښتو آدب مورچل ژاړي سنګر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
نن دپښتو انقلابي نطم یتیم پاتی شو
دآزادۍ سالار تری ځي دده غلیم پاتی شو
دغیرت چغه او دژوند کیسه نیمګړی شوله
بس خالي نوم یی بی قدرانو ته سلیم پاتی شو
نن یی دیره نن یی حجره کی شاعران نه شته دئ
د آزادۍ ملي سرود ورځیني نیم پاتی شو
هغه پاګل ملنګ خټک ته پیښور ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
څوک به پوره کړي دبابا دغه نیمګړئ ارمان
څوک به راویښ کړي دا ویده په خوب کی ستړئ افغان
څوک به باتور کچکول په غاړه دوخت چغه جوړشي
څوک به ګلونه تکلونه ګل پر هر کړي بیان
څوک به بیا سرې غنچې راجمع، افغان ننګ ولیکي
څوک به حالت دمزدورانو او بزګر کړي عیان
څوک به ددې وطن په غم شپه تر سهر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،
هغه له زوکړې نه تر مرګه درڼا پسې تلو
ځان ته یی هیڅ شئ په کار نه ؤ ما او تا پسې تلو
هغه زنځیر دغلامۍ غاړه کې نه منلو
هغه دوخت داستعمار جیل له سبا پسې تلو
هغه دپلار دویشل شوي کور یووالئ غوښته
هغه په نره او ښکاره دخپل بابا پسې تلو
دخپلواکۍ په مینه مست ټول سراسر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر اوبر ژاړي
،،،،،
هغه دسولې روغې جوړې او جرګو مشعل ؤ
هغه اجمل دخوشالو او مرکو اجمل ؤ
هغه دسوات وزیرستان دجګړو ضد ولاړ ؤ
په ملکنډ او لوی خیبر کی برخلاف دچل ؤ
هغه دلوی افغان په کور کی جګړه نه غوښتله
هغه ترژونده خیرغوښتونکئ تل دسولې مل ؤ
ځکه یی نن وجنازی ته فن هنر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اروپا او امریکا کی دوعاګانی وشوې
غیابي لمونځونه جنازې او ژړاګانې وشوې
ټولو وعدې وکړې چی لاره به یی مخکی بیاوو
په ویاړ اوفخر یی لیکنې املا ګانی وشوی
نن مساپرو هم بابا ته ځان حاضرګڼلو
ډیر له اخلاصه په هر کورکی حلواګانی وشوی
خوار خدمتګار یي په ناروی کی رو ګودر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،
نن دکونړ له لوړو غرونونه فریادراخزیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچا یاد راخیژي
له تاتري اوښکی راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
کلاکرویک ناروی
۲۰۱۰ .۰۲.۰۸
2010-02 .08

بېرته شاته


  پروفيسر خالق رشيد - هندوستان ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 09:51:09 زېږديز    
خدای جمیل دی په جمال باندې مین دی
دقدرت په کارخانه کی یې نوربل دی
چې سینګار دده په لاسو یې جمال کړي
پیداکړی یې پښتولره اجمل دی
رفیع


داجمل نوم اوسپیڅلي بغاوت روان اوتلپاتی دی

او نژدې دنیمې پیړۍ هغه له شور او زوږه ډک نوم چې د سرښند نې ، شهامت او قربانۍ سمبول و، نورزموږ له منځه دتلپاتې سفرپه لوروخوځید، هغه نوم چې له خوشاله وروسته نه یوازې پښتنو بلکی زیاترو مسلمانانو پر خپلوبچو باندې چې دهغوی دسیرت اوصورت څرګندوی شي،په ویاړسره کیښود ، هو، اجمل ، اجمل خټک ... دآزادۍ او مبارزې او دپښتنونخوادحق خود ارادیت سمبول او ویاړ، شاعر او لیکوال او دهند دنیمې وچې د آزادي غوښتونکي غورځنګ مخکښ...
چې نن یې موږ یوازې پریښودو اوهغه د بنګالي شاعر رابندرانا ت ټاګوروینا یې چې کله اقبال له نړۍ سترګې پټې کړې نوده داخبره پرې وکړه چې، داقبال په مړینې سره هند وستان له خپلو هستیوڅخه یوه لویه هستې له لاسه ورکړه ... زموږ په مخ کې کیښوده، بده به نه وې چې په دغه ترڅ کې موږ هم داخبره وکړو چې پښتنواوپښتوژبې هم دخپل دغه نومیالي په مرګ خپل یوداسې بچې اویوه داسې هستې نن له لاسه ورکړه چې غږیې ، مبارزه یې او نوم یې ددوی په هرکلي اوهرتپه کې دپوره نیمې پیړۍ په ترڅ کې په ویاړسره یاد شو،ده ته یې دخپلواکۍ دسمبول په توګه درناوي وکړ. همداوه چې په هرکورکې به زوی زیږیده نودده له ویاړه ډک نوم به یې دده دانساني وړتیاووله مخې ورباندې ایښود، اوداهغه څه وو چې داجمل کلیمې تراوسه پورې د یوه ځانګړي نوم او ویاړپه ترڅ کې خپل اوچت ویاړ او اهمیت دده دسرښندنې او ویاړونو له امله لاسه وساته ،
اجمل خټک دهند په نیمه وچه کې دیوه داسې شاعراو آزادي غوښتونکي په توګه سرراپورته کړچې دم اوقدم یې له آزادۍ سره اخښل شوي وو، دهند دنیمې وچې له تجزیی وروسته یې دپاچاخان له غورځنګ سره خپل برخلیک وتاړه اودآزادۍ غوښتنې هنګامې یې دظالمو واکمنانو پرظالمو ارادو باندې د شورزلزلې ورګډې کړې . هسې چې دګاندي په څنګ کې دهند دنیمې وچې ولسونو سوبهاش اوټاګورته د درناوي سرونه ټیټول ، همداسې دغو خلکو دپاچا خان په څنګ کې محمداکبرخان اواجمل خټک ته دخپل سالار او نومیالي په توګه دسپیڅلي بغاوت دسالار په سترګو کتل ، سرکښي ، آزادي اوشاعري هغه څه وو چې دده دنامه په اوریدو سره یې له افغاني او پښتنې اندو ژوند سره ځان پتلیزاوه،اوځوان احساس ته یې دمستې ، عدالت او مقاومت په لور قومانده ورکوله، داسې چې سندربوله شو او دسندرو او ویاړونو نښه :

دخوشال په بڼ کې ډیرګلونه واشول
یو «قادر» شوبل«اشرف» شو بل « افضل» شو
چې محصول دطبعیت دتجربې دی
اوسنی ګل یې ترټولو نه اجمل شو

خونن دخوشال دتوریالي کاله په لنډو او اوږدو کې دآزادۍ دسردارغږ نه پورته کیږي ، هغه غږ چې دپښتون مقاومت حماسه په هغه کې دهغه دشعرشمله شوه .
د وړو وړو خدایانو دبنده کړم ...
په هند کې اوسیدونکی پښتانه، افغان روڼ اندي اومحصلین دسپیڅلي یغاوت اودپښتنو دآزادۍ دسالارپه مړینه خپله ژوره خواشينی څرګندوي اوددغه ملي غم له امله دنړۍ پرمخ هرهغه چاته چې اجمل پیژني ، پښتونخوا، افغانستان د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوي .

اجملي وه په غورځنګ شوه توده وینه
که ظالم یې ژبه غوڅه کړه تیره شوه
دښمنانوکه اورونه هم پرې بل کړل
د وطن مینه یې لاپسې پخه شوه

دغیرت چیغې بیداره پښتانه کړل
دښمنان دپښتونوالي تلولي شول
په ساړه کالبوت کې نوې ساه پیداشوه
په پښتو کې چې شعرونه اجملي شول
رفیع صاحب
داجمل نوم اوسپیڅلي بغاوت روان اوتلپاتی دی

ثناالله خان لالا اوپروفیسوررشید
په هند کې داجمل دمینه والو په استازیتوب

بېرته شاته


  محیب الله (امرخیل ) کابل ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 09:28:26 زېږديز    
په خواشینی سره بایدیادونه وکړم چی دپښتواودخدای خدمتګارزیارمل اونومیالی اجمل خان خټک په حق ورسیده انالله وانالله راجعون خدای دی جنت فردوس نصیب کړی کورنی اوټولوپښتنوته دی خدای داتوان ورکړی چی ددسبک او غوښتنو ته پوره پام ولری اودهغه په قدم دی ځان ته لوری وټاکی ترځووشوکولی هیلی ارمانونه ته یی ورسیږواوله خدای ټولولراوبرپښتنوته دخدای خدمتګاری په هیله

بېرته شاته


  سميع الدين افغاني ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 09:26:01 زېږديز    
اجمل بابا د مړينې په مناسبت

ژوند تيــريږي تمئی نشتــــــــه د هيچا
افتخار شې چــې رښتينی شي پيشوا

پښتنو کې شاعران هم ليکوالان شته
خو بيا څوک پکې رهبر شي هم پيشوا

نن په سوګ کې د اجمل بابا ماتم دي
پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا

پښتنو په لر او بر مرګی مرګي دي
نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا

چې ېې عمرټول تيريږي په خدمت کې
دوعا ګوی شي هــــــم د زوړ هم د برنا

رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي
جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا

کورنی ته ېې تســــل دخــــدايه غــــواړو
خـــدمتګار وه افتخار دي هـــــم بابا
-------------------------------
فيبرال ٢٠١٠ م کال

بېرته شاته


  پروفیسر جهان شیر - سوات ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 09:23:48 زېږديز    
د اجمل بابا په مړینه پښتنو ته ډیره صدمه ورسیده

اجمل خټک د باچا خان، خان شهید، ولی خان، محمود خان او اسفندیار خان غوند د پښتون قام د حقونواخستو د پاره ژوند وقف کړې وو. اجمل بابا مړ نه دې. مرګ مړ شو او اجمل صیب د باچا خان، ولی خان او خان شهید خوا له وراغې. خو افسوس دې چه زمونږ نه جدا شو. الله د وبخښی او الله د نه صرف ایمل له بلکه ټولو پښتنوله، چه د هغه بچی دی او په مړینه ی خفه دی، د زړه صبر ورکړی. آمین

بېرته شاته


  په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواخوږۍ پيغام ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 05:49:21 زېږديز    
د لراوبر پښتون قام يو بل مبارز ، ليکوال ، شاعر او سياسي شخصیت مو له لاسه ورکړی دی ، هم د ژړا وخت دی اوهم د فکر ، هم به وير کوو او هم به ارواښاد اجمل خټک مطالعه کوو ، دده په ارمانونو به ځان خبروو او د هغو په پلي کولو کي به يو بل ته بېله هر ډول توپير څخه لاسونه ورکوو .
زموږ ددې نوميالي مشر او مبارز تر ټولو لوی ارمان د پښتون قام د حق غوښتل و ، د حق غوښتلو څخه ددې مشر هدف د لراوبر پښتون قام يووالی او سوکالي وه .
د خدای بخښلي خټک پاک روح ته د عقيدت ګلونه وړاندي کوو ، په لراوبر وطن او نړۍ کي دده ټولو خواخوږو ته تسليت وايو او په قام کي دداسي نوروخواخوږو ملي مبارزينو د هستېدو دعا کوو .

په درناوي
د افغاني کلتوري ټولني لخوا

بېرته شاته


  محمد اسماعيل عندلب ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 05:00:39 زېږديز    
ښاغلي اجمل خټک ته د زړه له کومي د لوى خداى په دربار کې د بښنې د دعاګانو سره :
ريښتيا چې د اجمل خټک مړينه د ټول پښتون قوم لپاره يوه ستره ضايعه بلل کيږي خو د نصيحت او يادونې په توګه به زه د اجمل خټک د نيکه او پښتون پلار خوشحال بابا خټک دا يو بيت وړاندې کړم چې ويلي يې دي :
د خوشحال قدر که اوس په هيچا نشته
پس له مرګه به يې ياد کړي ډير عالم
خداى دې پښتون قوم ته د يو ريښتيني رهبر د راپيدا کيدو په هيله
عندليب

بېرته شاته


  غريب ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:57:53 زېږديز    
د دي سره سره چي زمونږ تولو فرهنگي ملگرو په استازيتوب زمونږ تولني ( د افغانستان د کلتوري ودي تولني جرمني) خپل د خواشني پيغام خپور کړي وه. خو بياهم زه د هغه ځانگړي درنښت له وجي چي د ستر اجمل خټک په وړاندي راسرپه تل پاتي توگه موجوده دي، د خپلي خواشني ژور مراتب زمونږ د ټبر د لوي سياسي مفکر، اديب، ليکوال او شاعر خداي بښلي اجمل خټک د مړیني له کبله څرگنده وم، خپل لوي مشر ته د لوي خداي له درباره څخه د فردوس جنت هيله کوم او د دوي غمجني کورني او ټول افغان ټبر ته د صبر او زغم غوښتنه کوم.
په درناوي
غريب

بېرته شاته


  ټکور ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:46:30 زېږديز    
دخواخوږی پیغام

متن : جدایی داشنایانو هر دم کاندی
په رحمان باندی دتورو ګوزارونه
په ډیری خواشینی سره خبرشو چی دپښتو دمعاصرو ادبیاتو مخکښه څیره ملی او مبارز شخصیت دپښتو ژبی اورژبی او خوږژبی ویناوال دپښو دمعاصر سیاسی حدوحهد يوه پیژندل شوی څیره ارواښاد اجمل خټک له دی پانی نړی سترګی بتی کړی انا لله وانالیه راجعون
دارواښاد استاد اجمل خټک مړينه په ټوله کی دټولو پښتنو له پاره يوه داسی لویه ضايعه ده چی تر عمره به دپښتون اولس په ډهن کی تداعی وی هغه دپښتو ن قام شاعر و هغه دلوی پښتون باچاخان دلاری يو نامتو سپاهی وو هغه په پښتو مين او دپښتنو دازادی دقافلی دسرلارو ځخه وو خپل ټول ژوند یی خپل قام او خپلی ژبی ته وقف کړی وو نو اوس په ټولو پښتنو دا خق دی چی دهغه ناچاپ اثار راټول او چاپ کړی په لندن کی دافغان ليکوالو فرهنګی ټولنی دمشرتابه جرګه ګی دارواښاد استاد اجمل خټک مړینه یو نه جبیره کیدونکی ضایعه بولی دهغه روح ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوی او کورنی ته یی جمیل صبر غواړو.
دزړه چمن می سوی سکور ښه دی
چی بی له تا وی په کی اور ښه دی
په درنښت
دافغان لیکوالو فرهنګی ټولنه
مشرتابه جرګه ګی
۸/۲/۲۰۱۰
لندن

بېرته شاته


  د اذاد افغانان مشرتابه شورا ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:44:45 زېږديز    
د اذاد افغانان پيغام
په ډير افسوس سره مو خبر تر لاسه کړ چه ،د پښتنو مخکښ ،شاعر، ليکوال،اديب،او سياستپوه ښاغي اجمل خټک په حق ورسيد٠ انالله و انا اليه اجعون
ارواحښاد اجمل خټک د لر او بر پښتنو او افغانانو د اتحاد او دوستي يو ښه لارښود او ملي شخصيت وه ،هغه زموړد شنه اسمان نه يو ځلاند ستوري وه چه رهي شو،
خو هغه څه چه موږ ته يي ميراث پريښود هغه د ښاغلي خټک لوي ارمان هغه ارمان چه متاسفانه د هغوي په ژوندانه کي ترسره نشو ، هغه د لوي افغانستان ، د لر او برو يووالي،اذادي،سوله،او د ستر او پياوړي هيواد جوړول و،خو که نن ښاغلي خڼک صاحب موږ سره نښته اما د هغوي ستر او ملي پغام ،ارمان او هيلي يي موږ سره ابدي او نه هيريدنکي دي،
اذاد افغانان د محترم خټک صاحب مړينه افغانانو او بشريت ته يوه لويه ضايعه بلي،او پدي وسيله خپل ژور خپګان څرګندوي،
موږ د زړه له کومي تسليت د اجمل صاحب کورني،دوستانو او ملګرو ته يي وړاندي کوو،
په درنښت

بېرته شاته


  د افغان فرهنګي ټولنې د خواخوږۍ پيغام ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:43:50 زېږديز    
په ډېره خواشينۍ مو خبر ترلاسه كړ، چې ستر شاعر، ليكوال، نقاد، اديب، سياسي مشر، په پښتو او پښتنو مئين شخصيت اجمل خټك له دې فاني دنيا څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې. انا لله و انا اليه راجعون.
افغان فرهنګي ټولنه د ارواښاد مړينه د پښتو او پښتنو لپاره يوه ستره او نه جبرانېدونكې ضايعه بولي او د دوى له كورنۍ او ټولو پښتون ولس سره په دې برخه كې ځان شريك بولي، ارواښاد ته د سپېڅلي ذات له دربار څخه د مغفرت او بښنې غوښتنه كوي او د كورنۍ غړيو او پښتون ولس ته د صبر جميل غوښتنه كوي.
ياد دې تل او روح دې تاند وي.
ډاكټر تكل عبدالرحيمزى
د افغان فرهنګي ټولنې مشر

بېرته شاته


  محمدالله افغان پیښور ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:30:53 زېږديز    
په ډیری خواشنی سره موخبرترلاسه کړوچی خدای خدمتګار،پښتنواوپښتوژبی نومیالی اومخکښه لیکوال اجمل خټک بابا دخپل ویاړلی قوم څخه دتل لپاره مخه ښه وکره.
ښاغلی اجمل خټک بابا دافغانانو سترلیکوال چی خپل ټول شیرین عمر یی دپښتنو دیووالی اودلوی افغانستان دجوړیدو لپاره وقف کړی ، تیره ورځ (دریم) د۸۵ کلنوپه عمر ددی نړی څخه سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
په پیښورکی داریانا اسلامی پوهنتون محصلین داجمل بابا مړینه دلراوبرافغان ملت لپاره یوه ستره ضایع بولی.
روح دی ښاداو جنتونه دی ورپه برخه شی.
ګرانی کورنی ته یی دزړه صبرغواړواوځانونه ورسره په غم کی شریک ګڼو.
په پیښورکی داریانا اسلامی پوهنتون دمحصلینو دټولنی لخوا.
محمدالله افغان

بېرته شاته


  sahil nawaz safi la kabul sakha ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:26:17 زېږديز    
salaam par tolo pukhtanoo warono
za pa der khafqan sara da waqat pa zan zeghamam chi da pukhto zabi aw mali mobariz khaghli ajmal khatiq de marg paygham worida aw khapal tolo pukhtanoo warono khasatin da dey mahtrami korani ta de dadgirini paygham warandi kawam
khod j.j sakha de ferdous janat dowa kawam
mana na

بېرته شاته


  فغان ادبي چمن العین - متحده عربي امارات ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:21:34 زېږديز    
دنامتو لیکوال شاعر او سیاستپوه اجمل خټک پر مړینه دزړه له تله
خواشیني یو . اجمل خټک پښتو ژبې او پښتون ولس ته یوه نه جبرانیدوکې ضایعه ده . خو خدای دې وکړي چې هم ددوی په کورنۍ کې یو بل څوک دا تشه ډکه کړي مونږ دافغان ادبي چمن ټول غړي دده له کورنۍ سره په دې غم کې شریک یوالله دې خدای بخښلي ته جنتونه ورکړي اودده کورنۍ ته دزغم او صبر غوښتونکي یو
افغان ادبي چمن العین

بېرته شاته


  ذبیح الله وردګ ، د وردګو ولایت ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 04:06:16 زېږديز    
په ډیره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ : چې زمونږ د پښتو ژبې وتلی، نامتو او شملور شاعر او سیاستوال اجمل خټک د اوږدې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې انا الله و انا الیه راجعون، زه ځان د ارواښاد د کورنۍ له غړو او ټولو پښتنو سره په دغې غمیزه کې شریک بولم.
آلله ج یې دې جنتونو سردار و ګرځوي
روح یې دې ښاد وي

بېرته شاته


  د پښتو نړيوال مرکز د خواشينۍ پيغام ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 03:35:12 زېږديز    
په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د پښتو ژبې لوی شاعر، اديب، مفکر او د پښتونخوا مبارز سياستوال اجمل خټک له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې (انا لله وانا اليه راجعون).
ارواښاد اجمل خټک د خپل عمر اوږده کلونه د پښتنو د خپلواکۍ، ويښتيا او پرمختيا لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او په دې لار کې يې د زندان سختې شپې او له کور او کلي څخه د بېلتون ترخې ورځې په مېړانه وزغملې. په داسې مهال کې چې پښتانه د خپل تاريخ ډېرې سختې او حساسې شېبې تېروي او د سيمې او نړۍ په کچه له سختو دسيسو او تېريو سره لاس او ګرېوان دي، د ارواښاد اجمل خټک په څېر خواخوږي او زړه سواند مشر له لاسه ورکول د لر او بر افغان لپاره يوه لويه ضايعه ده. پښتو نړيوال مرکز د دغې ملي ضايعې له امله د ارواښاد کورنۍ او د لر او بر افغان ټولو کلتوري، سياسي او ټولنيزو کړيو او بنسټونو ته تسليت وايي او د ارواښاد اجمل خټک روح ته د الله (ج) له درباره د ابدي ښادۍ دوعا کوي.

په درنښت
پښتو نړيوال مرکز، کابل

بېرته شاته


  فرید احمد تسکین /پکتیا ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 02:12:13 زېږديز    
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې وتلی شاعر . لیکوال او دفخر افغان باچا خان بابا پر قدم روان مبارزاجمل خان خټک چې تل یې دخپل پښتون قوم لپاره دقلم په برکت دژوند تر پایه خپله مبارزه روانه وساتله . د ۱۳۸۸/۱۱/۱۸نېټې د (۸۵) کالونو په عمر له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې مونږ دڅمکنیو کلتوري بهیر او دپکتیا ټول آدیبان د اجمل بابا مړینه دپښتون قوم لپاره یوه لویه ضایعه بولو کورنۍ ته یې دجمیل صبر او ده ته دلوی خدای ج له درباره دجنت غوښتونکي یو او خدای ج ته لاسونه لپه کوو: چې ای پروردګاره ته داسې زړه سوانده او مفکر انسان دهر پښتون په کور کې پیدا کړې چې دخپل خیال له مخې دپښتنو ذهنونه له تیارو څخه درڼا په لور راوباسي.

بېرته شاته


  اسعدی کابل ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 02:05:49 زېږديز    
په ډیری خواشینی سره می خبر ترلاسه کړه چی د پښتنو ملی مبارز او ستر سیاست پال اجمل خټک د پښتون قام یو ځل بیا د حقیقی او ریښتنی لارښود څخه محروم شو. الله پاک دی ته مغفرت په برخه کړی او د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس ته دی د زړه صبر او عظیم اجر ورکړی.
اناالله وانا الیه راجعون
زه پخپله په دغی غم کی د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس سره ځان شریک ګڼم.

بېرته شاته


  دپیوستون دکلتوری ټولنی لخوا- سویډن ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 01:19:51 زېږديز    
دپیوستون دکلتوری ټولنی لخوا- سویډن
موږ ددغه نامتولیکوال ٬ شاعر اوسیاستوال اجمل خټک بابا
مړینه دپښتون قوم لپاره لویه ضایع بولو ده ته دخدای (ج) څخه
دفردوس جنت غوښتنه کو و روح یی دښاده وی٬دده محترمی کورنی
دوستانواولراوبرپښتنوته تصلیت وایو .
اودعا کودخدای(ج) په دربار کی چه دده تشه زرډکه شی .
انا لله واناالیه راجعون
سویډن -ګوتنبرګ

بېرته شاته


  Eng.Khushal Wardak ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 01:01:02 زېږديز    
Pa dera Khwashenai sara mo Khabar tar lasa kar chi di Pashto aow Pashtano di Azadai aow parmakhtag, mele mobariz syasatwal, lekwal aow shaer marhom Ajmal Khatak Sahib pa haq warased, Inalillahi waina ileaihi Rajion. loy chishtan jalajalalaho di di shghale Ajmal khatak Arwah shada lare, aow Pa khpali zangari perzoyani sara di Janat -e-ferdows war pa barkha ke. mong pa dasi hal ki chi di marhom di koranai sara pa di gham ki zan pora sharek bolow, di loy khuday Jalala Jalalaho la darbar sakha yi koranai ta aow azezano ta ai sabri jamel aow nek badal ghwaro

بېرته شاته


  ساحل - کابل افغانستان ٢٠ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-09 00:30:45 زېږديز    
ّپه ډیری خواشینۍ سره مي خبر ترلاسه کړه چې د لراو بر پښتنو ستره هستی ملی مبارز وتلی سیاست پوه شاعر او لیکوال ارواښاد اجمل خټک د ورپیښی شوی ناروغۍ له امله له تل لپاره له دی دونیا څخه سترګی پټی کړی
انا لله وانا الیه راجعون
د اروښاد مړینه د لربر پښتنو لپاره یوه ستره ځایع ګڼم او په دغه غم کې د مرحوم دکورنۍ او دلر اوبر ټولو پښتنو سره ځان شریک بولمه او دلوی او لایزال څښتن تعالی له دربار ورته د زړه د صبر غوښتنه کوم
او مرحوم ته دی لوی خدای جنتونه په نصیب کړی .
آمین

بېرته شاته


  ن.عبدالرحیم زی افغانستان کابل ١٩ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-08 23:54:25 زېږديز    
په ډیری خواشینی سره باید ووایم چی پښتون قام یو ځل بیا د حقیقی او ریښتنی لارښود څخه محروم شو. الله پاک دی د پښتنو ملی مبارز او ستر سیاست پال ته مغفرت په برخه کړی او د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس ته دی د زړه صبر او عظیم اجر ورکړی.
اناالله وانا الیه راجعون
زه پخپله په دغی غم کی د نوموړی کورنی او ټول پښتون ولس سره ځان شریک ګڼم.

بېرته شاته


  ...  ...     

چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

       
 نـــوم او ځای :*    
  برېښناليک :*

*هيله ده په تبصره کښي د قلم او کلام عفت وساتئ ! larawbar.com  

 

 

 

 
     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  تازه خبر : د کلیسا لخوا د قرآن د سوځولو پلان فسخ سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د قرآن کریم د سوځولو په اړه د طالبانو اعلامیه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ماین یو بهرنی عسکر وواژه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې دیرشمه ډالۍ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د کو چني اختر په ویاړ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ورځپاڼو ته کتنه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د جګـړې لـوخـړې
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي.


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact