اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | دصفرالمظفردمياشتي په هکله غلطي عقېدې - 2010-01-26 | عصمت الله عزام
     

ليکنه : عصمت الله عزام

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ٦ / ١١ / ١٣٨٨  |  2010-01-26


larawbar.com

 دصفرالمظفردمياشتي په هکله غلطي عقېدې

 

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

بسم الله الرحمن الرحيم

دصفرالمظفرمياشت يوه له هغومياشتوڅخه ده چي ډېرناخبره خلګ ددې مياشتي په هکله غلطي عقېدې لري، دامياشت

سپېره بولي،لدې مياشتي ويريږي،دسرګردانۍ مياشت ئې بولي،پدې مياشت کي دشپې په وتلوکي احتياط کوي،لدې مياشتي پناه غواړي،لدې مياشتي کرکه کوي

اوددې مياشتي په وتلوخوشحالي کوي وايې :صفره ووتله بلاووتله .

پداسي حال کي چي کرکه دمشرکانوخوی دی،مشرکينوخپلوانبياووته داسي ويلي وو:اناتطيرنابکم ؛موږپه تاسوباندي بدفالي ياکرکه کوو.

په حديث شريف کي راغلي دي :الطيرة شرک بدفالي اوکرکه شرک دی.

په يوه بل حديث کي راغلي دي من ردته الطيرة عن حاجة فقداشرک(رواه احمدوالطبراني)

څوک چي کرکي له خپل کارڅخه راوګرزوئ نودې سړي شرک وکړو.

صحابۀ کرامورضی الله عنهم وفرمايل:اې دالله رسوله ددې ګناه کفاره څه شی دی؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل داسي دي ووايې:اللهم لاطيرالاطيرک ولاخيرالاخيرک ولااله غيرک .ياالله ستاله بدفالی پرته بله بدفالي نشته اوستاله خيراوښېګړي پرته بل خيرنشته اوستاپرته بل دعبادت حقدارنشته .

په يوه حديث کي راغلي دي :لاعدوی ولاطيرة ولاهامة ولاصفرولاغول .(رواه احمد).

درنځونونقلېدل نشته،کرکه نشته،هامة نشته،صفراوغول نشته .

لاعدوی

:ددې مطلب دادی چي يومرض له يوه انسان څخه بل ته نه نقليږي،هغه چا ته رسيږي چي الله پاک ورته دمرض اراده ولري.

ولاطيرة :

کرکه،بدفالي اوسپېره توب نشته،طيرة له طيرڅخه دی طيرمرغه ته وايې دمشرکينوداعقیده وه چي اکثربه ئې په ځينومرغانو کرکه نيوله ،لدې امله دکرکي نوم طيره شو لکه ډېرخلګ داسي دي چي

دځينوشيانوپه هکله ددوی داعقيده وي چي داشی سپېره دی داعقيده داسلام سره په تضادکي ده

ولاهامة :

ديوه مرغه نوم دی،مشرکينوبه په بعضومرغانوباندي کرکه نيوله،که به چېري روان وواوهغه مرغه به ئې وليدی نودخپل مقصداوسفرڅخه به راګرزېدی،پدې عقيده چي ماته تکليف رارسيږي دې مرغه ته ځيني خلګ ګونګی وايې لکه ددې زماني ناخبره خلګ چي بعضي ئې سوی سپېره بولي اوبعضي بل مرغه داله هغومشرکينوڅخه پاته شوې عقېدې او رواجونه دي .

ولاصفر :

ددې مطلب دادی چي دصفرمياشت لکه نوري مياشتي داسي ده،دانوري خبري ددې مياشتي په هکله غلطي اوبې بنسټه دي چي خلګ ئې کوي چي دامياشت درنه مياشت ده،پدې کي تکليفونه اومرضونه ډېردي لکه ددې زماني جاهلان چي پدې عقيده دي .

ولاغول :

غُول دادپېريانواوشيطانوله جنسه دی عرب پدې عقيده ول چي غول په دښتوکي وي،خلګوته ځان په ډول ډول شکلونوسره ورښکاره کوي ترڅوله هغوی څخه لارورکه کړي اوتباه ئې کړي .نوداخبره رسول الله صلی الله عليه وسلم ردکړه اوبې ځايه خبره ئې وبلله .

ددې مياشتي آخيري چهارشنبې ته خلګ سروري چهارشنبه وائې،اوپدې کي خيراتونه کوي ددې خيراتونوهم ثبوت نشته ،خيرات

ښه کاردی خوپه يوې ورځي پوري ئې خاصول اوپه هغه ورځ ئې دزيات ثواب لامل ګڼل داسي چي په دين کي ئې زيات ثواب اوپه هغې ورځي دخيراب حکم نوي شوی نوداپه دين کي دځانه زياتوالی اوبدعت دی .

پدې آخري چهارشنبه کي ځيني خلګ ترقرآن شريف وزي داهم داسي کاردی چي په اسلام کي هيڅ ثبوت نلري،دقرآن کريم تلاوت ا وپه هغه عمل دډېر ثواب اودانسان دکاميابئ لامل دی ،دوتلوکارئې په شريعت کي ندی ثابت،نوکوم کارچي په شريعت کي نوي ثابت هغه دثواب په عقيده کول دابعينه په دين کي له ځانه زياتوالی دي چي بدعت ورته ويل کيږي اوبدعت لويه ګناه ده.

ددې مياشتي ددروندوالي په هکله

چي کوم روايتونه راغلي دي ټول بې بنسټه دي لکه دا:

من بشرني بخروج صفربشرته بدخول الجنة .چاچي ماته دصفري دوتلوزېری راکړوزه هغه ته جنت ته دننوتوزېری ورکوم .ملاعلي قاري اوامام فتني ددې روايت په هکله وايې :موضوع يعني له ځانه جوړشوی دی .

امام احمدرحمه الله ددې روايت په هکله فرمايې :ومماتدورفي الاسواق دا له هغه روايتوڅخه چي په بازاروکي ګرزي بې بنسټه اوبې بنياده دی .

مسلمانانوته پکارده چي هغه کارونه وکړي چي هغه واقعي دينداري وي،پدې الله عزوجل راضي کيږي په هغه نه راضي کيږي چي هغه خلګوله ځانه جوړوي .

الله پاک دي موږته توفيق راکړي چي ځان په دين پوه اودهغه مطابق عمل وکړ و

آمين يارب العالمين

 عصمت الله عزام




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  تازه خبر : د کلیسا لخوا د قرآن د سوځولو پلان فسخ سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د قرآن کریم د سوځولو په اړه د طالبانو اعلامیه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ماین یو بهرنی عسکر وواژه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان:طالبانو يو اربكى قومندان له دوو ساتونکو سره تښتولى دى
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې دیرشمه ډالۍ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د کو چني اختر په ویاړ
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : په يوه چاودنه کي دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ورځپاڼو ته کتنه
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار: کېبلي شبکو خپلي خپروني ځنډولي
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  د جګـړې لـوخـړې
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  ستره محکمه : سبا د روژې دېرشمه ورځ ده
 •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  پښتنو سره د کفر ټاپې په لاس کښي دي.


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact