اې کاکا! زه او ورور مې په څو مهمو مسایلو باندې له تاسره خبرې کوو. هغه خبره چې تر هر څه لمړۍ مونږ له تاسره پرې غږیږو هغه داده چې هغه ښځه چې نریوس نومیږي دا دخپلې مور او کوچنیانو سره ولې ستاسې کور ته ډیره ځې راځي؟ ته پوهیږې چې هغه په دوو علتونو زمونږ له پاره د نفرت او کرکې وړ ده ؟
لمړۍ دا چې هغې نصرانیت پریښود ، دې او مور یې دواړو اسلام و مانه . اوبیا یې د یوه مسلمان سره واده هم وکړ. اودهغې دواړه کوچنیان دهمغه مسلمان میړه څخه دي . نو د نصرانیت په پریښولو سره ددې ښځي سره اړیکې ټینګول ښه کار نه دې . داسې خلک په نصرانیت کې د نفرت اوکرکې وړ دي . نو مونږ تاته دا ویل غواړو چې ته هغه پس له دې دلته په کور کې مه پریږده . او دا هم شونې ده چې مونږ د هغې څخه او دهغې ددواړو زامنو څخه دخپلو ترخو یادونو بدله واخلو.
بل د نفرت ا وکرکې وړ علت دادې چې هغې چې د کوم مسلمان سره واده کړې و د هغه نوم مجدالدین و او هغه زمونږ د بدترینو دښمنانو څخه و . تا ته به څرګنده وی چې همدغه شخص دخپلو څو تنو ملګرو سره پر مونږ حمله وکړه . او دهغې حملې په پایلو کې نه یواځې زمونږ پلار ووژل شو بلکه زمونږ کوچنې ورور هم له منځه ولاړ . هغه یوازې زمونږ ورور نه و بلکه د ریونا راتلونکې میړه هم و . په دې خاطر د دغې نریوس نومې ښځې میړه مجدالدین لکه څنګه چې مونږ ته دکرکې او نفرت وړ دې همداسې باید تاسې هم ترې کرکه او نفرت وکړئ ، بلکه زه تاته په څرګندو ټکو وایم چې څرنګه چې دهغې دمیړه په لاسو زما پلار او کوچنې ورور وژل شوي دي نو په دې خاطر یوه ورځ نه یوه ورځ به مونږ ددې ښځې او دهغې ددواړو کوچنیانو څه بدل اخلو او دهغوې ژوند ته به خاتمه ورکوو.
اې کاکا! دا خو لمړۍ خبره وه چې مونږ غوښتل له تاسره پرې خبرې وکړو خو اوس غواړم هغه بله خبره هم تاته تر مخ کیږدم .
د بلې خبرې د بیانولو تر مخه ، زما بچیانو ! دخپل لمړني اعتراض ځواب له مانه واورئ ! اوبیا د بلې خبرې پیل وکړئ . تر هر څه لمړۍ زه تاسې ته داویل غواړم چې هیڅکله هم ته اوستا ورور د نریوس ، دهغې د مور او دواړو کوچنیانو پر خلاف کوم اقدام و نه کړئ . او نه د هغوې د وژلو هڅه وکړئ ، زما لور ریونا او زما ښځه کیتهنا ځکه هغوې دلته ډیر را بولي تر څو مونږ هغوې بیرته د نصرانیت په لور را واړو. زه به تاسې ته دا په ډاګه کړم چې زمونږ هڅې هیڅکله هم خوشې نه ځي . تاسې ته معلومه ده چې د نریوس میړه مجدالدین چې مسلمان و وژل شوې دې . دهغې نه وروسته ما او زما لور ډیره هڅه وکړه چې نوموړې بیرته خپل نصرانیت ته راوړو ، نو زه تاسې ته زیرې درکوم چې نریوس او دهغې مور پربیسا اسلام پریښې او بیرته نصرانیت ته را اوښتې دي . په دې خاطر زه تاسې ته داویم چې اوس هغوې دنفرت او کرکې وړ نه دي او نه واجب القتل دي په دې خاطر نه دهغوې پر خلاف لاس پورته کړئ او نه هغوې ووژنئ. اوس هغوې دمسلمانانو پر ځاې نصراني شوې دي .
که چیرې هغې نریوس او مور یې دواړو اسلام پریښې وي او نصرانیت ته را اوښتي وي نو دا خو رښتیا هم ډیر ښه خبر دې . زه او ورور مې له تاسره ژمنه کوو چې له ننه وروسته به مونږ نه نریوس ته په بده سترګه وګورو او نه به پرې لاس پورته کړو او نه به یې د وژلو هڅه وکړو . کله چې هغې او مور یې بیرته نصرانیت منلې نو دهغې پایلې دا ر ا وځي چې دواړه کوچنیان به هم د نصرانیت په فضا کې را لوي شي ، اې کاکا! دا خبره ختمه و ګڼه . اوس دا بله خبره ستا مخته ږدو .
ته پوهیږې چې ریونا زمونږ دکشر ورور غوښتنه او پلان و . اوس چې هغه دمجدالدین سره د ټکر په وخت کې له منځه ولاړ نو ریونا به بل چیرې نه ځي ، دهغې اصل ځاې زمونږ کور دې او هملته به ورځي ، اې کاکا! ته زمونږ دواړو څخه چې هر یوه ته دې خوښه وې د ریونا واده وکړه ، مونږ دا خبره دریونا خوښې ته هم پریږدو، خو زمونږ نه پرته مونږ ریونا بل چاته نه پریږدو .
د هغوې ژمنې ناستځاې د پلوپ په سیمه کې و . پلوپ د یونان جنوبې برخه ده چې د څلورو اړخو نو څخه په سمندر کې را ګیر ده . د وچې یوه نرۍ پټۍ هغه د نورې لوې وچې سره نښلوي هغې ته دګړنګونو پټۍ ویل کیږی. که چیرې د سهیل له اړخه څوک دغه جزیره نما ته ورځې نو د ترپلې څخه به تیریږي . دا د راهبانو او پادریانو ژمني ناستځاې دې .
اوس نو د کومو پاردریانواو راهبانو د ډلې په اړه زه خبرې کوم ، نو لکه څنګه چې مخته مې تاته وویل چې دهغوې تر مخ تر ټولو ستره دنده د عیسائیت تبلیغ او پر مختګ دې . د همدې موخو په خاطر دغه پادریانو وسله وال تنظیمونه جوړ کړی دي ، او په مختلفو سیمو کې یې هغوې خپاره کړي دي ،د دغو ډلو د چلولو په خاطر هغوې د قسطنطنیه د پارشاه مینوئیل نه علاوه د هنګرې دپادشاه سجسمنډ او د بلغاریه د شهزادګانو سائرکن او ایکسلا څخه هم مالي او اخلاقي کومک اخلي . دددې تنظیم تر ټولو ستر او تکړه ملاتړي د بلغاریه شهزادګان سائرکن او ایکسلا دي .
دلته زمونږ د رومیل په ولایت کې ددې تنظیم تر ټولو لوې رکن «یونیسیس »دې ، دا هماغه یونیسیس دې چې زمونږ دکلي سردار هم دې او ته یې ډیر ښه پیژنې هم . دپادریانو او راهبانو دې تنظیم خپلو ټولو کارکوونکو او وسله والو ته حکم کړې دې چې هغه سیمې چې مسلمانانو سوبه کړې دي او یایې سوبه کوي، هلته د مسلمانانو د تبلیغ کارونه مه پریږدئ تر څو دهغوې د تبلیغاتو له لارې عیسایان د اسلام په لور ولاړ نه شي ، مونږ دواړه ورونه هم ددهمدې تنظیم ارکان یو . زمونږ هغه ورور چې، د ریونا کوژده شوې و او ووژل شو هغه هم د همدې تنظیم رکن و . بلکه داسې و انګیره چې ستا ورور او زمونږ پلار هم دهمدې تنظیم رکن و، نو مونږ په دې سیمه کې ټوله کار روايي د خپل کلي د سردار یونیسیس په حکم کوله ، او دهمدې یونیسیس په حکم مونږ د مجدالدین نه اخوا د هغه مشر ورور او پلار هم وژلې دي . دهغه پلار تر ټولو دمخه زمونږ په لاسو ووژل شو ځکه چې هغه په دې سیمو کې د اسلام تبلیغ کاوه . هغه یو ډیر زهرجن او اغیزمن تبلیغي و . د هغې د وژلو له پاره مونږ ته د پلوپ د جزیرې څخه د پادریانو او راهبانو له اړخه خاص پیغام راغلي و . چې په هغې کې یې ویلې و چې دغه مبلغ چې نوم یې خیرالدین دې سمدستي له منځه یوسئ . ځکه چې د هغه په لاسو ډیرو خلکو د اسلام منلو ته غاړه ایښودې وه . زه باید دا هم ووایم چې د خیرالدین مبلغ په لاسو په زرګونو وګړو یواځې د رومیلیا په ولایت کې نصرانیت پری ایښې او اسلام یې منلې و . کله چې دا خبرې د پلوپ جزیرې کې د راهبانو او پادریانو غونډې ته ورسیدې نو هغوې ډیر په غضب شول ،نو د خیرالدین د وژلو حکم یې را ولیږه ، اومونږ ته د حکم د رسیدو سره سم، مونږ هغه پلې کړ او خیرالدین مو له منځه یوړ.
خبره یوازې تر خیرالدین پورې نه وه را ټوله . په دې سیمو کې په سلګونو مسلمان مبلیغین ، چې دلته د تبلیغ له پاره راغلي و ، نژدې ټول مو له منځه وړي دی . په دې ورځو کې یو څو لا تر اوسه پورې شته چې لا تر اوسه زمونږ لاس نه دې ورسیدلې ، ددې علت دادې چې دهغوې سره څه ساتونکې هم ګرځي او په ډیره منظمه توګه خپل کارونه سر ته رسوي ، خو زمونږ سترګې پر هغوې باندې نښتې دي او یوه ورځ نه یوه ورځ به مونږ دهغوې کار هم ور ختم کړو.
دخیرالدین مبلغ د وژلو وروسته د هغه مشر زوې د هغه د بدلې د اخستسلو له پاره راغې ، مونږ هغه هم له منځه یوړ . دهغه وروسته دهغه ورور مجدالدین ددې زمکو په لور مخه کړه .او هغه هم مونږ له منځه یوړ. اوس ویل کیږي چې د مجدالدین یو کشر ورور چې ، علي پاشا ، نومیږي ، هغه سلطان مراد په خپل لښکر کې اخستې دې ، همدا سړې په راتلونکو ورځو کې زمونږ له پاره ګواښ ګرزیداې شي ، په دې خاطر مونږ هوډ کړې دې چې هر وخت چې مونږ ته وخت تر لاسه شي نو دعلي پاشا څټ به هم ورپرې کړو تر څو دهغه له اړخه مونږ ته چې کوم ګواښ متوجه دې هغه د تل له پاره له منځه ولاړ شي .
ددې خبرې سره سم دغو دواړو ورونو یو بل ته اشاره وکړه ، پورته شول ،یو یې درستاک په لو ر وکتل او ورته یې وویل :
کاکاجانه ! اوس به مونږ دواړه ولاړ شو ، یوه اونۍ وروسته به بیرته را ستنیږو ، خو ستا ، زمونږ دکاني او ریونا درې واړو ځواب باید «هو» وي . خو که چیرې تاسې نه وکړه نو په یاد ولرئ چې حالات به دومره خراب شی چې بیا به یې هیڅوک نه شي کنترولولاې .
نریوس لورې ! دغه زما دواړه وریرونه چې دلته راغلي و هغوې یواځې ستا د میړه ، مجدالدین ، قاتلین نه بلکه د هغه دپلار او ورور قاتلین هم دي . لورجانې ! دوې که څه هم زما د ورور زامن او زما وریرونه دي خو په حقیقت کې زه ریښتیا هیڅکله هم نه پټوم ، همدوې ستا د میړه وژونکې هم دي .
ددې وروسته روستا ک د پلوپ په جزیره کې د راهبانو اوپادریانو به هکله چې څه اوریدلې و او هغه تفصیلات چې وریرونو یې ورته ورکړي و ټول نریوس ، ریونا ، پربیسا ته ټکې په ټکې وویل په دې وخت کې ریونا خپل پلار ته مخ کړ او ورته یې وویل :
اې پلارجانه ! اول خو دا ووایه چې دهغوې د هغې غوښتنې به هکله ته څه وایې چې هغوې ما له تا څخه غواړی ؟ زه ددې دواړو څخه د یوه سره هم واده کولو ته تیاره نه یم . او نه یې د خپل ژوند د ملګرې په توګه غوره کولې شم . دوې دواړه قاتلین دې او دقاتلینو په حیث زه ترې کرکه او نفرت کوم . اوس خود هغوې دکشر ورور څخه هم زما ، چې زما کوژدن ورسره شوې وه ، نفرت اوکرکه را پیدا شوه. هغه هم له دوې سره په دې قتل او غارت کې شامل و . او ستا ورور ، زما کاکا، چې ووژل شو هم په دغه ټولو جرائمو کې له دوې سره یو ځاې و .
پلار جانه ! دا چې دوې ولاړل او تا ته یې د یوې اونۍ مهلت درکړې ، او دا یې وویل چې یوه اونۍ وروسته دوې بیرته را ستنیږې او ریونا به له ځانه سره وړي ،نو په دې لړکې به ستا کړنلاره او کړچار څه ډول وی ؟
رستاک وکتل چې په دې وخت کې د ریونا حالت څومره د اندیښنې وړ دې . هغه د غم او اندیښنې نه ژیړه تښتیدلې وه . دهغې په سترګو کې ویره وه ، رستاک هغه ته یوځل وکتل اوبیا یې نرې شانته و خندل او ورته یې وویل :
ریونا جانې ! ته په دې اړه فکر او اندیښنه مه کوه ، زه به په دې هکله تر هر څه دمخه ستا د اوسني کوژده شوي ،یوتاش ، سره خبرې وکړم . زه به د یوتاش په ګډون ددې کلي د ځوانانو یوه ډله تیاره کړم تر څو ددې بدمعاشانو په مقابل کې زمونږ نه دفاع وکړي . لورجانې ! ما د هغوې تر مخه ځکه انکساری او عاجزی کوله، چې ما غوښتل چې ځانته دا معلومه کړم چې د مجدالدین ، دهغه د پلار او مشر ورور وژونکي څوک دي . زما دغې نرمي رویي او زما دهمدې همدرده وینا په اساس هغوې هم نرم شول . ما هغوې ته وویل چې زه به یوه اونۍ وروسته دوې ته ووایم چې د ریونا په اړه زما ځواب څه ډول دې . په دې توګه هغوې په دې لړ کې هم ډاډمن شول . او دهمدې ډاډ په اساس هغوې ماته ټول داستان واوراوه. او دا یې را ته ډاګیزه کړه چې هغوې مجدالدین ، دهغه پلار او ورور ولي وژلي دي . اوس به داټولې خبرې علي پاشا ته هغه وخت کوم چې هغه د اوسني جنګ څخه فارغ شې او زما کورته بیرته راستون شي . زما په آند چې هغه ته به پدې هکله ډیره ښه رڼا تر لاسه شي او د ټولو قاتلینو په پیداکولو کې به بریالې شي. ددې خلکو مشر زما د کشر ورور دکلي سردار ، یونیسیس دې . هغه په دې سیمه کې د راهبانو او پادریانو د تنظیم تر ټولو مهم رکن دې او د همغې په حکم مجدالدین ، دهغه پلار او ورور په قتل رسیدلې دي ، لور جانې ! که دا دواړه ورونه تر یوې اونۍ پورې ستا د وړلو په خاطر بیرته راستنیږي نو زه به ورته انکار کوم . دهغوې سره به په پوره قوت سره مقابله وکړم او دخپل کلې هغه ځوانان چې ما د خپل کور د ساتنې له پاره تیار کړی دي ، نو هغوې به زمونږ په خاطر د هغوې مقابله وکړي . ته په دې اړه ډاډ منه اوسه ، ته هیڅ ډول اندیښنه مه کوه . زه پوهیږم چې ته دهغوې دواړو څخه نفرت اوکرکه کوې . لور جانې ! ستا واده به ستا د رضا پرته هیچرته هم و نه کړم .
رستا ک تر دې ځایه نور چپ شوخو وروسته یې بیا د نریوس په لور وکتل او ورته یې وویل :
نریوس لورې !د ریونا معامله خو ختمه شوه ، خو اوس به زما لورې ! زه ستا په لور توجه کوم. په حقیقت کې زما دا دواړه وریرونه ستا او ستا د کوچنیانو د قتل پسې و . خو لورې! ما د ا نه شو زغملاې ، هغوې ته تر ټولو ډیر زیات قهر په دې و چې تا نصرانیت پرې ایښې او اسلام دې منلې ، بله د قهر خبره ورته داده چې تا د یو مسلمان مجدالدین سره واده کړې، او ما ته یې هم په ګواښلې توګه وویل ، چې نریوس د خپلې مور او کوچنیانو سره یو ځاې دلته زمونږ کور ته ولي راځې . ما هغوې ته وویلې چې زه نریوس دلته راغواړم او ترغیب ورکوم چې اسلام پریږدې او بیرته نصرانیت ومني . ما هغوې دواړو ته دا وویلې چې نریوس اومور یې اوس اسلام پرې ایښې او بیرته عیسائیانې شوې دي .
لورجانې ! زما په دې درواغو هغوې دواړه ډیر خوشحاله شول. خو تر څو پورې چې دوې د لونډانو اوبدمعاشانو په څیر ګرځي راګرځي نو لور جانې ! زما دا دروغ به تاته ګټور ثابت شي ،که چیرې له تا څخه هم څوک و پوښتې نو تر هغه وخته پورې چې علي پاشا له دوې څخه بدل نه وې اخستې ، ته همدا وایه چې زه اوس مسلمانه نه یم بلکه عیسائي یم .نو په دې ترتیب به ددئ ظالمانو د لاسو څخه په امن یې .
د رستاک په دې خبرو باندې نریوس او دهغې مور د رستاک نه مننه وکړه اوهغه ته یې ډاډ ورکړ چې هغه به خپل ځان نصراني ښئي.
څرنګه چې اوس لمر په پریو و نو په دې خاطر کیتهنا ،نریوس ، دنریوس مور پربیسا د میلمستون څخه راپورته شوې او دډوډۍ د پخلنځي په لور ولاړې .