اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | د تاریخ ننداره د اسدالله غضنفر ژباړه چاپ شوه - 2010-01-04 | سیدعبدالله ولي زی
     

ليکنه : سیدعبدالله ولي زی

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١٤ / ١٠ / ١٣٨٨  |  2010-01-04


larawbar.com

 د تاریخ ننداره د اسدالله غضنفر ژباړه چاپ شوه

 

د هېواد د تکړه لیکوال، ژورنالیست او ژباړن استاد اسدالله غضنفر د ژباړې ټولګه «د تاریخ ننداره» چاپ شوه. استاد د ډاکټر مبارک علي لیکنې ژباړلي او په دغه ټولګه کې یې را ټولې کړي دي. دغه لیکنې مخکې په برېښنا پاڼو او چاپي خپرونو کې هم چاپ شوي دي. دغه کتاب په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې خپور کړی او مالي ملاتړ یې سادات مرستندویې ټولنې په غاړه اخیستی دی. چاپچارې یې سهر مطبعې سمبال کړې دي.

دغه کتاب په ۳۰۴ مخونو کې چاپ شوی چې ټول ۷۶ سرلیکونه لري او د ډاکټر مبارک علي د۷۴ لیکنو ژباړې پکې را ټولې شوې دي. د کتابونو د پاڼې نوعیت متوسط دی او پوښتۍ یې په ښه رنګه کاغذ چاپ شوې ده.

په لومړۍ پوښتۍ یې د هندوستان د لعل کلا او تر څنګ یې د پاکستان منار راغلی چې د پاسه په «د تاریخ ننداره» لیکل شوي دي د هغې لاندې د پوښتۍ په سم نیمايي کې لیکل شوي «د اسدالله غضنفر ژباړه» او د هغې لاندې د چاپ کال «۱۳۸۸ ژمی» لیکل شوی دی.

په وروستۍ پوښتۍ کې وروسته له نیمايي «په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې» نښان راغلی د هغې لاندې د کتاب د ISBN نښه ده او د هغې لاندې په سپینه کرښه کې «په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه» لیکل شوي دي.

په کتاب د ژباړن د سریزې پرته د خپروندويې ټولنې یادښت او د سادات مرستندویې ټولنې یادونه هم راغلې، هغوی په یادونه کې لیکلي چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د سیدمجیب احمد لمر د شهادت د څلورم تلین په ویاړ کړی دی. په دغه یادونه کې د دغه ښوونکي یادونه شوې او هغه یې د افغانستان د ښوونې او روزنې د برخې تکړه هڅاند بللی چې د ښوونې او روزنې د سیسټم د سمسورتیا هیله یې د نیمګړي ژوند له کبله پوره نشوای کړی.

ډاکټر مبارک علي د پاکستان او هندوستان تکړه تاریخپوه دی چې آثار یې په وضاحه توګه د ده د بې طرفۍ ښکارونديي کوي، د ده دغه لیکنې د تاریخ، فلسفې او ټولنپوهنې په څانګو پورې اړه لري چې د استاد غضنفر په وینا دغه کتاب د افغانانو د بېځایه کلتورنو د اصلاح لپاره غوره لاسوند دی.

د دغه کتاب د چاپېدو له امله افغان ولس، په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې، سادات مرستندویې ټولنې او تکړه استاد غضنفر ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم. له لوی څښتن تعالی څخه دوی ټولو ته اجر او ثواب غواړم او په دو هیله یم چې دوی ټول خپلو دغو کلتوري چارو ته دوام ورکړي او د هېواد د ادب او علم په ډګر کې نورې لاسته راوړنې ولري.

په درنښت


 سیدعبدالله ولي زی




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact