اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | د هضولو سېستم یا هضمي جهاز - 2009-11-03 | ژباړونکی محمد سرور وکیلي
     

ليکنه : ژباړونکی محمد سرور وکیلي

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١٢ / ٨ / ١٣٨٨  |  2009-11-03


larawbar.com

 د هضولو سېستم یا هضمي جهاز

 

د هضولو سېستم یا هضمي جهاز :


ژباړه د یکيپېدیا څخه ( wikipedia.org )
   
و هضمي سېستم ته په لاتیني ژبه ( Apparatus digestorius ) واي، چې د هضمولو غړي ئي سره په یوه ځائ کي نومولي وي .  د خوړلو توکو اخستل، ژوول، تراسپورت  د خوراکي توکو، دغه وروستې کړنه، خوراکي توکي د هاضمي ځائ ته  را خوځه وي، چې دخوراکي توکو  څخه غذاي مواد دهضمېدو پرمهال د بدن لپاره ځني واخلي . بله پر دغه برابره دهضمولو دسېستم اصطلاح  (Canalis alimentarius   او Systema digestivum) ده . یاني د هضمولو اله : چې  خوله، ستونی، سره غاړه،معده او کولمو څخه موخه ده . بله دغسي اصطلاح د دغه سېستم لپاره  ( Gastrointestinaltrakt ) چې دغه اصطلاح د دو ګړو څخه  د یوناني  ( gaster) مانا معده اود لاتیني                     ( Intestinum )مانا کولمې څخه جوړه سوې ده، واي . چې د دغه هضم دسېستم موخه د ایني، تریخی اود نس د غدو څخه چې په نیغه د هضمولو سره کار لري، ده .
کړنه  (  Fuktion)
د هضم په سېستم کي خوراکي توکي تخمر کوي ، هضم سوي توکي او  اوبه وروسته له هضمه د کولموڅخه وځي .  په بغل کي د هضم د تخمر پر مهال نور وړوکي مکروبونه دي، چې دهضمولو سره په نیغه مرسته کوي، چې و دوغوته  د کولمو  مکروب هم واي .  ( داسي فکر مه کوۍ، چې دمکروب نوم واخستل  سو نوحتمي به   زرر  لري!  نه او بېخي نه! ښه مکرو ب سته او خراب  مکروب سته . د کولمو مکروب د هضم لپاره ډېر اړین او ښه مکروب د ی . مکروب مانا ډېر وړکی او په سترګو نه  ليدونکی ژوندی ژوی . یوازي په مکروسکوپ ليدل کېږي . د ژباړن لخوا !)  «غټي» یا د هضم غدې، اینه د تریخي سره او د  نس غدې، چې د هضمولو لپاره  اوبړینه  ماده جوړه وي، چې خوراکي مواد پخپل اجزاو سره جلا کړي .  د هضم وروستنی پړاو  د هغه موادو ایستل  دي، چې  نور نو نه هضمیږي .
جوړښت :
د هضم سېستم کېداسي، چې پر دوو برخو هم وویشل سي . لکه : د  سر خوا  او  د تنې  خوا . په بغل کي د معدي  او کولمو دغه نور لکه :  دخولې غار چې هلته خوراکي توکي په غاښو سره ژو ول کېږي او ميده کېږي،  د لاڼو غدې، ستونی (حلق  ) او سره غاړه چې خوراکي توکي د معدې خواته خوځه وي .
دسر خوا :                خوله : د خولې غار لکه ( شونډان، غاښونه، ژبه ) خوارکي توکي پکښې ژوول کېږي او ميده کېږي . د لاڼو غدې : لاڼي جوړه وي، چې خوراکي توکي لند وي، د تېرولو لپاره ئي ښوی ئي وي .  ستونی : په ستونی کي دوه سوري سته، چې يو ئي سرې غاړي ته چې خوراکي توکي معدې ته استه وي او بل سوری ئي کرکنکي ته ځي، چې هوا و سیږي ته لېږي . هر سوری خپل پر مهال خلاسه وي .
     
د تنې خوا :          سره غاړه :  سره غاړه دنده لري، چې ژوول سوي خواړه له دغي لیاري معدې ته واسته وي  .معده :  معده دنده لري دغه ژوول سوي خواړه په ځان کي راټول کړي او یو لېپړی ځني جوړکړي او خپل اوبه پر توي کړي .     
دولس ګوتیزه کولمه :  د دولس ګوتیزي کولمې سره د تریخي رګ مښتی دی، چې دتریخي اوبه دلته پر توي کړي  غوړ او پروتین حل کړي .
نرۍ کولمې :  دلته د خوړو غذاي مواد سره جلا کېږي . لکه : پروتین، قند، ویتامینونه او  اوبه جذب ( کش) وي . غټي کولمې :  ( ړنده کولمه ) چې دمخ په  پورته  غټې کولمې سره تړون لري، اوږده پرته غټه کولمه، مخ پر کښته  غټه کولمه او  د غټې کولمې پاي . په دغو غټو کولمو کي مواد غایطه ساتل کېږي، چې په وقفو سره ئي باسي . دهضمولو سېستم په ډېرو ژوو کي ډول ډول وي . د بېلګي په توګه : انسانان او ځینې ژوي یو ډول د هضم سېستم لري . شخوند وهونکي ژوي بل ډول د هضم سېستم لري . مارغان ئي بل رنګه د حلولو سېستم لري  او خزندګان بیا بل  ډول سېستم د هضم لپاره لري .

 ژباړونکی محمد سرور وکیلي




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact