په Windows XP کي د پښتو ليک دود اچولو طريقه ( Pa xp
Installing Info )
د شېرزاد کامه وال څخه په مننه چي پښتوته يې د اول ځل لپاره وړيا
سافټوېرونه جوړ کړي؛ او ځپلې پښتو يې د نړيوال جال سره د اول ځل لپاره اشنا
کړې ده !
په Windows XP کي تاسي کولای شی چي په خپل کمپيوټر کي پښتو په
ډيره اساني سره ځای يا Install کړي ، او د کمپوټر په هره برخه کي په خپله
مورنۍ ژبه ليکل او لوستل وکړی ، ددې تر څنګ تاسي کولای شی چي په پښتو بل چاته
برېښناليک ولېږی ، او د نورپه پښتو ليکل شوي ليکونه ولولی ، په MSN کي د
خپلوملګرو اودوستانو سره په پښتو بانډار وکړی .او په نورو ډيرو زياتو
پرګرامونو کي پښتو ليکل وکړی . د Windows کارونکي کولای شي په لاندي لارښوونو
په ډيره اساني سره پښتو په خپل کمپيو ټرونو کي واچوي
په Windows XP کي د پښتو ليک دود اچول ( Pa xp
Installing Info )
.gif)
ستاسي د keyboard ډول به په لاندي شکل وي ، تاسي کولی شې چي د
لاندي انځور څخه د پښتو توري په خپل keyboard کي پيدا کړی ، چي پاسني ئې د
Normal Keyboard توري دي او لاندني ئې هغه توري دي چي د Shift په کښېکښلو سره
راځي
|