کور / کتابتون – اسلام او مذهب / (اړينه پوهه) د مولوي عبدالهادي حماد ګټور اثر پر ليکه سو

(اړينه پوهه) د مولوي عبدالهادي حماد ګټور اثر پر ليکه سو

( اړينه پوهه ) د روزنيز ژوند د مهمو لارو چارو يوپه زړه پوری او ګټور اثر دئ چي د مولوي عبدالهادي حماد له لوري په روانه اوساده پښتو ژبه ليکل سوئ دئ، تاسي کولائ سئ چي دا ګټور اثر په انلاين ډول او يا هم تر ډاونلوډولو وروسته پخپل کمپيوټر کښي په افلاين ډول مطالعه کړائ سئ :


 … 


داولادپيدائښت منعه كول


داولاددپيدائښت منعه كول دپيچكاري (امپول)،ګولي اوياداپريشن په ذريعه په دې موخه چي نارينه ياښځه دتل لپاره داولاد دپيداكيدو دصلاحيت څخه ځان بې برخي كړي داسي كړنه په مطلقه توګه حرامه ده اوكه نوموړي منعه دمؤقت وخت لپاره وي چي دښځي د ډېرواولادودزېږېدو لكبله ددې دهلاكت وېره وي اويايې دموجوده اولاد دهلاكت وېره وي دضرورت ترليري كيدوپوري جائزدى .


مسئله : كومه ښځه چي ماشوم په نس كي ولري نو ددغه ماشوم ليري کول جائزدي پدې شرط چي ژوند يې نه وي كړى او اړتيا ورته موجوده وي لكه دموجوده اولاد دمرګ وېره ، يادښځي سخته ناروغي او يا يې دمرګ وېره او كه اړتيا ورته نه وه نوليري كول يې مكروه دي البته قتل نه بلل كيږي ځكه ژوند يې نه دى كړى .([81])


مسئله : كوم ماشوم چي دمور په نس كي يې ژوند كړى وي ليري كول يې كبيره ګناه ده دناحقه قتل حكم لري پر قاتل يې (۵۰۰) دراهمه لازميږي .([82])


يادونه : په اولاد كي ترڅلور مياشتو وروسته ژوند پيدا كيږي يعني دڅلورو مياشتو وروسته دمور دنس څخه دماشوم ليري كول دقتل حكم لرى .   –  بشپړ متن    


  


د کتاب پېژندنه :


ددې كتاب دچاپ حق له ليكوال سره خوندي دي


دكتاب نوم ………………….اړينه پوهه
مؤلف ……………………….. مولوى عبدالهادى (حماد)
تصحيح كونكى ……………مولوى حميدالله (حامد)
مدرس جامعه اسلاميه اشرفيه ددوهمي ناحيې اوسيدونکى ګل پلازه کندهار
دلومړى چاپ نېټه ……………………………۱۳۸۲هـ ش
ددوهم چاپ نېټه …………………………………..۱۳۸۷
چاپونكى ……………..احمدشاهي كتب خانه كابل بازار قندهارافغانستان
كمپيوټري چاري …………………………………..مؤلف
دچاپ شمير………………………………………… ۱۰۰۰
د ليکوال سره اړيکي :……………د تليفون شمېره : ٠٧٠٠٣٠٨٩٢٩  – برېښناليک : hamad_ayhd@yahoo.com


انلاين چاري : مختار احمد احسان – لر اوبر افغانستان  http://www.larawbar.com


د لراوبر افغانستان نښلونکی
 


   د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ    د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ  size = 191  KB   ~  وزن = ۱۹۱  کېلو بايټه

  د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 156  KB   ~  وزن = ۱۵۶  کېلو بايټه