کور / کتابتون - تاريخ او سياست / د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت ريښتوني پېښي ( پښتوژباړه)

د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت ريښتوني پېښي ( پښتوژباړه)


قريب الرحمن سعيد



ليکوال : التمش


ژباړونکی : قريب الرحمن سعيد 

 


 ډالۍ:


د صلاح  الدین ایوبي  دوخت   دریښتونو  پیښو  په  لړ  کې دایمان پلورنوکو دداستان  دا  ژباړه  د وطن  د نومیالي او وتلي  شاعر  سمیع الله تړون  ددې  شعر  په  بنسټ چې :


زمونږه    ځمکه  او فضا اوس  د پردیو  سره  ده


تورتم زمونږ دې خو  رڼا اوس د پردیو سره ده


مونږ یې په خپل کور کې   په خپلو   وینو   ولړلو


ژړا زمونږ ده  خو خندا  اوس د پردیو سره  ده


مونږ ددې لوې  جهان  بې خاورې بې وطنه قام یو


مونږه  بې واکه یو دنیا  اوس  دپردیو سره  ده


مونږه په ځان کې اوس د  «او» او د«نه» توان نلرو


مونږه  بې واکه  یو دنیا اوس د پردیو سره ده


یهودان  ګرځي ایوبي  صلاح الدین   نه شته  دی


ملاعمر ا و  اسامه  او  ګلبدین    نه  شته   دی


ټولو  هغه وطنوالوته  ته  چې د خپل هیواد دصلاح الدین ایوبي په  لټه کي دي ، په  ډیره  مینه  ډالۍ کوم .


قریب الرحمن سعید


ناروی :۲۹ اګست۲۰۰۸م کال


— —————————-——————————————


دغه څوشعرونه  د ښاغلي تړون  دهغه شعر  اخري برخه ده  چې هغه دنارنج د ګل د مشاعرې  په وخت   کې  د جلال ابادپه ښار کې  په  یوې سترې غونډې  کې ویلي و اوما  دلته د www.PashtoDeewa.com په  مننه  را واخستل. 


Contents


دقهار او له تیري کونکو څخه د بدل اخستونکي  ذات  په نامه


د ژباړې په اړه :


دایمان پلورونکو د داستان لومړۍ برخه د التمش  لیکنه ده، چې له  لاهور څخه د خپرېدونکې میاشتنۍ مجلې  د چلوونکي، عنایت الله، له خوا  را ټوله  او  په پرله پسې توګه نشر شوې ده. دا تاریخي داستان، له ښه مرغه، د  نوموړي  را ټولونکي  په مټ د کتاب په بڼه کې برابر او دا دي  ستاسو درنو  لوستونکو په لاس کې دی . داستان  نه یوازې  د اسلامي  امت په وړاندې  دصلیبیانو د ناوړو هڅو  زړه  بوګنونکې کیسې کوي، بلکې په  خوږه  ژبه د اوسنیو سیاسي او پوځې  حالاتو  اریانوونکې خبرې  هم کوي..


داستان که خپلو لوستونکو ته په  ډېرې آسانۍ د حقایقو د سمندر تل  ښیي،  د صلیبیانو په ښکېلاکي  شنو او سرو باغونو باندې  د غولېدونکو، د ایمان  د پلورونکو او د وطن  د دښمنانو ړانده ‌ ذهنونه هم د رښتینولۍ په  رڼا روښانه کوي .


داستان  مسلمانانو،  په  وطن مینو   ځوانانو او روڼ آندو  ته ښیي  چې  صلیبیان په څه چل ول  د اسلامي  امت  د له منځه وړلو له پاره د اسلامي  امت  د ځوانانو  په  فکرونو کې  منفي بدلون راولي . داستان، په دې سربېره،  ښیي، چې صلیبیان په خپل صلیبي تهذیب  کې د مسلمانانو د غرقولو او رنګولو  له پاره له هماغو  لارو چارو نه   کار اخلي،  چې  د اسلام دپیل، پیل  څخه یې  کار آخیست . 


که صلیبیانو پخوا، په اسلامي امت  باندې د خپلې برلاسۍ  له پاره،  د متحده  پوځ له توغ لاندې  یرغلونه وکړل، نن سبا یې ګورو ، چې د ناټو  د متحده  پوځ  په واسطه یې نژدې ټول  اسلامي هیوادونه  تر  خپلې ولکې  لاندې  را وستي دي . لوېدیځ،  لګیا دی،  اسلامي تهذیب ته د  خپل صلیبي تهذیب رنګ ورکوي .


په دې کتاب  کې په  ډاګه کیږي،  چې صلیبیانو د اسلامي  امت  د ځپلو او دمسلمانانو د له منځه وړلو  له پاره


څه ډول  توطیې  پلې کړې وې . ګورو چې نن هم  دخپلو موخو دترلاسه کولو  له پاره له هماغو لار، چارو  نه  کار  اخلي :




  • پخپله د مسلمانانو په لاس د مسلمانانو وهل او ځپل..



  • د ذهني عیاشۍ د سامانونو د تیارولو او د شرابو د رواجولو له لارې له مسلمان نه په دېرې آسانۍ د هغه د دېن  او ایمان آخیستل .



  • د ښځو د حقوقو د نامه  لاندې هغوی ته د بې اندازې آزادۍ ورکول او  له نارینه  سره د آزاد و جنسي  اړیکو  کلکول .(نن زمونږ زیات  شمیر  ځوانان  په همدې ناروغتیا اخته دي).



  • له نورو هیوادونو  څخه د فاحشو او د  « ایډز » په ناروغۍ باندې  د ککړو  ښځو واردول. . (نن  زمونږ په هیواد کې د ایډز  او  ایچ  ،اې ،وي ، ناروغتیا، لګیا ده، په  چټکۍ خپریږي . د دې ناروغانو شمیره، نن سبا،  لسګونو  زرو  ته  رسیږي ).



  •   په ډاګیزه توګه د ځوانانو د ذهنونو   تخریبول .



  • ورځ په ورځ  د فاحشه خانو زیاتوالی..



  • په شتمنو  مسلمانو کورنیو  کې د نجونو اوهلکانو  تر منځ  د  ناجایزې  معشوقې  پیلول. .



  • په اسلامي ټولنه کې د مسلمانو نجونو په جامه کې د عیسوي نجونو  استول او هغوی ته  د مسلمانو نارینه وو  تر منځ  د دښمنۍ  او  وينې د تويولو د دندې سپارل .



  • د ځوانانو په منځ کې، د آزادۍ د نامه  لاندې، د شرابو، جوارۍ او قمار ځایونو زیاتوالی او رواجول..



  • د مسلمانانو په  جوماتونو کې، د ملایانو  په  بڼه کې، د  عیسوي  پادریانو ټاکل  او له دې لارې د اسلام د  اصلي  بڼې  بدلول .



  • د صلیبي کولتوري آغیز له لارې د مسلمانانو د ذهني او کولتوري څېرې  بدلول .



  • دمسلمانانو په  فکر او آند کې شک پېدا کول او بیا د د غه یا هغه صلیبي کولتوري جذابیت په واسطه د هغه چورلټ بدلول..



  • صلیبیان وایي : « مذهب  به د مسلمانانو خپل وي،  خو په لوېدیځ او صلیبي تهذیب  کې به  رنګ  شوې وې.».



  • خو ایوبي  وایې : « یوه عادي ښځه  هیچاته هم زیان  نشي  رسولې ، خو یوه جاسوسه او تخریب کاره  ښځه،  په یواځې ځان، د یوه   هیواد  بیړۍ   ډوبولاې شي.»



  • ایوبي همدا راز  وایي چې « زه  د جاسوسانو  څخه  ويره  نه لرم . ګواښ مونږ ته، په حقیقت  کې، د خپلو کلیمه ګویو  ورونو نه دې.، هغه ورونه چې غواړي د کفارو  دغه  تر ځمکې لاندې   عملیات  بریا ته ورسوي . ایوبی زیاتوي چې که چېرې دهغوی  ایمان  کلک وي،  نو  د صلیبي جاسوسانو ټول لښکر هم  پر مونږ   بریالی  کیدای. نشي .


ایا زمونږ  دهیواد  او ولس  حال ، نن سبا، همداسې نه دې! ؟


(فاعتبروا  یا  اولی الابصار)


قریب الرحمن  سعید


( د۲۰۰۸ کال د اګست پنځمه )





دلوې خداې  په نامه


دداستان  د را ټولونکي  د زړه  خواله  :


مونږ د «ایمان  پلورنکو دداستان » د لیکوال دروند التمش  مننه کوو چې هغه د صلاح الدین ایوبي  د قصو لړۍ د  داستان په بڼه  پیل  کړه . دلته مونږ د هغه ( اته)   قصې دلوستونکو تر  مخ وړاندې کوو . په دې  قصو کې تاسې ته  ټول  هغه  څه تر لاسه کیداې شي  چې ستاسې  او ستاسې د ځوان  نسل  غوښتنو ته  د تیرو پیښو په هکله  په ډاډ منه توګه ځواب  وایي  او تر څنګ یې دهغوی هغه  دیني  ،ملي او قومي  احساسات  را ژوندي کوي  چې زمونږ دښمن یې د خپلو خوندورو قصو  په  واسطه د له منځه وړلو په  هڅو کې  مصروف دې.


ددې( اته)  قصو په هکله په لنډه توګه  دا  ویل  اړین  ګڼو چې  :  هومره  سازشونه  چې  د اسلام د ستر مجاهد او د اسلام د عظمت  دساتونکي صلاح الدین  ایوبي  په وخت کې  د اسلام  او مسلمانانو د  له   منځه وړلو له پاره  شوي  په بل  دور  او وخت کې یې سارې نه موندل کیږي . صلیبیانو او یهودیانو د مسلمانو امراؤ او فوځي  قومندانانو  دپه  لاس  کې نیولواو اخستلوپه  خاطر بې  دریغه  دولت  او شتمنۍ  په کار واچولې اوددې ترڅنګ  یې  د صلاح الدین ایوبي او نورالدین زنګي  د راپرزولو  له پاره   خپلو ځوانو او ښایسته نجونو ته روزنه ورکړه  او هغوی یې  په ډیره  بې  حیا او بی باکانه  توګه  د اسلامي سلطنت  پر خلاف استعمال کړې . هغوی ته دا   څرګنده وه چې صلاح الدین ایوبي ته  د  جنګ په ډګر کې ماته  ورکول  اسانه کار  نه دې.  د سلطان ایوبي د جنګ  تګلاره داسې وه  چې صلیبیانو به  د وګړو او وسایلو  د  زیادښت  سره  سره بیاهم  ماتې خوړله ، په همدې اساس  هغوی  په اسلامي  سلطنت کې دفساد او ګډوډیو د راپیدا کیدو  په خاطر اوپه ځانګړې توګه په مصر کې، چې  فوځې قیادت   یې  د صلاح الدین ایوبي  په  لاسو کې و، د جاسوسۍ او  تخریب  کارۍ څخه کار اخست   او دهغه وخت د ځوان  نسل دکړچار دخرابولو  له پاره  یې  ډول  ډول  لارې خپلولې . شتمني  او  ښځې  یې  بې  دریغه  استعمالولې او د صلاح الدین ایوبي   لوړ پوړي  چارواکي  او د دولت  او فوځ   واکداران  یې  د خپل هیواد،ولس  او  دین پر خلاف  غدارۍ  ته  هڅول  او دهغوی   څخه یې د ایمان پلورونکو    ډلې  تیارې کړې  وې .


صلاح الدین ایوبي ته  یو  جنګ  په ډګر کې  ور په غاړه و ، دا  د  سترو  سترو   معرکو یوه   لړۍ وه  چې د صلیبي  جنګونو تر نامه  لاندې مونږ ته  را رسیدلې  ده . خو دهغو  جنګونو کوم  تفصیل  مونږ ته نه دې را رسیدلې  چې  سلطان ایوبي د صلیبي  جاسوسي شبکو،  چې په هغوې کې یې له یوه اړخه  ښایسته  نجونی  ور ننویستې وی او تر  څنګ  یې د حسن بن صباح  په څیر  وژونکې  ډله  هم  ورګډه  وه ، پر خلاف  و جنګید. دغه  وژونکو ته یې فدائیان  هم ویل . ددې تر څنګ  د حشیشینو تر نامه  لاندې  یوه ډله  هم وه . دوی  په صلاح الدین  ایوبي   څلور  وژونکي  یرغلونه وکړل ، خو د الله (ج) ځانګړې  لورونه  وه چې  دا  مجاهد  ترې  په  ډرامایې توګه او دخپلو  مټو په  زور   خوندي ووت .  دغه د  ځمکې لاندې  صلیبي  جنګونو  هغه په زړه پورې   قصې   را  وزیږولې  چې  له ډلې څخه یې دلته مونږ  ( اته ) خپلو درنو لوستونکو ته  وړاندې کوو.


د تاریخ دا ریښتونې پیښې  د تفصیلاتو د اوږودوالي په خاطر د تاریخ  په کتابونو  کې  نه دي  را خستل شوي او شونې علت  یې دا  هم کیداې شي  چې د تاریخپوهانو  آند  د ځمکې  لاندې او د پردو  تر شا نه شواي تللاې. داسې پیښې د  اړوندو وختو د پیښولیکونکو په  لیکنو کې  خوندي پاته  شوي  او یا د سترګو  لیدلو  شاهدانو  بیان  کړي دي ، او بیا دا پیښې  سینه  په سینه  د یوه نسل  څخه  بله ته  ژوندۍ  را غلي دي.


دروند  التمش چې د کار دپیدا کولو په خاطر  منځنې ختیځ  ته تللای و ، د کار  د موندلو سره سم  یې د تاریخ  دلیکلو حس  هم  را بیدار  شو . هغه  په  تیرو  دولسو کلونو کې د اسلامي هیوادنو   بې شمیره  کتابتونونه کتلي او د دزیات  شمیر  کتابتونو  د  ذخیره ځایو  څخه یې  هغه کاغذات  را ویستلي  چې مسؤلینو یې  بیکاره  ګڼلي او  هیسته یې په کاغذټوکریو کې   غورځولي  و. په هغوی کې د صلاح  الدین ایوبي  د وخت  د سرکاري او غیری  سرکاري  لیکوالانو  لیکل  شوي نا چاپ  شوي  لیکنې  تر لاسه  شوي چې همدا د سلطان ایوبي  د وخت  ریښتونې  تاریخ  تمثیلوي . او دا  هماغه  پیښې دي  چې  د تیرو وختو   ښویدنې  او غداران   ایمان  پلورنکي  بې  پردې کوي  او د راتلونکو نسلونو له پاره  د  عبرت  درس  او د لارې  رڼا  ګرځي .


ددې پیښود  لیکونکو نه  اخوا ، دروند  التمش  چې دکومو  تاریخپوهانو د لیکنو  څخه  تفصیلي  پیښې  تر لاسه کړي دي  په  هغوی  کې  هیرالډ لیمب ،   لین پول ، ولیم آف ټآئر ، قاضي بهاؤالدین شّداد ، محمدفریدابُوحدید، اینټي ویسټ ، واقدي ، هتّي،  جنرال محمد اکبرخان رنګروټ ،  موئیر، سراج الدین ،   اسدالاسدي، الاطهر ، سسټن ، بالډوني، او یو څو نور  نوم  ورکي  تاریخپوهان  شامل دي .


د ۱۹۷۴ زیږدیز  کال  په  ااخر کې  التمش  پا کستان  ته راغې  او له ماسره یې و کتل ، زه به د هغه  دا  احسان  تر قیامته  پورې  له یاده  و نه باسم  چې هغه  دغه  ارزښتناکه   خزانه د «حکایت »  له  لارې  لوستونکو ته  وړاندې کړه . ما د  ۱۹۷۵ زیږدیز کال   د فبروري دمیاشتې په  ګڼه کې ددې  لړۍ  په خپرولو  پیل وکړ چې   تر اوسه  پورې   جریان  لري . دا قصې  یو پرلپسې تاریخ  نه دې ،بلکه د  مختلفو وختونو  تفصیلي او ډرامایې  کړنې دي  چې تاسو په کې صلاح الدین ایوبي  او د صلیبي  جاسوسانو ، څارکښو ، تخریب کارانو ، غلچکي بریدکونکو  او د عسکري کمانډو یانو  حیرانونکې   او په  زړه  پورې  پیښې  لوستلاې  شئ .  د ا په  حقیقت  کې د ښځې او  ایمان  تر منځ هاند اوهڅې او نه ختمیدونکې  معرکه  ده  چې تاسې  به  حیران  پاته کړي  او که  ستاسې د ایمان  څراغ  چیرې  هم  مړژواندې وي نو هغه به را تازه کړي. .


ستاسې دهغه وخت  دښمن  نن  هم ستاسې دښمن دې  او تر اوسه  پورې هم داسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره  هماغه  خوندناکې  لارې  استعمالوي. چې پخوا  یې  ازمایلې دي. 


دا قصې پخپله  هم ولولئ  او  خپلو کوچنیانو ته یې  هم .  که  چیرې تاسې په ریښتونې توګه غواړئ  خپل  کوچنیان  د فحش ، لوڅو لغړو  او د اخلاقو خرابونکو  قصو  څخه خوندي  کړئ  نو دا  ( اته)  قصې  له ځانه سره کورته  یوسئ .


ددې قصو په لوستلو سره  به تاسې دا  احساس کړئ  چې نن  یو ځل  بیا  تاریخ  تکراریږي  او یوه بل  صلاح الدین  ایوبي ته  اواز کوي .


عنایت الله 


( د حکایت د میاشتنې  مجلې  مدیر«لاهور»)




















































  1. ۲۴ برخــــــــــــــــه   :  هغه نجلۍ چي له فلسطينه راغلې وه  ۴