کور / کتابتون - سپورټ او روغتيا / روغتيايي کتاب :: د کوچنيانو تنفسي سيسټم

روغتيايي کتاب :: د کوچنيانو تنفسي سيسټم

د کوچنيانو تنفسي سيسټم





يادونه ::: د کتاب ځيني برخي د pdf  په بڼه دي، که پروګرام نلرئ دلته يې کښته کړئ !










د ليکوال لنډه پيژندنه :


زه پوهندوی دوکتور سید حسام  (مل) په( ۱۳۲۲) هجری شمسی کال د لغمان ولایت د کله کوټ په کلی کی زیږیدلی  په ( ۱۳۳۷) هجری
شمسی کال د مندراوړ له لمړنی ښونځی څخه فارغ او په کال (۱۳۴۲)هجری شمسی کی د لغمان له روښان لیسی څخه فارغ او بیا په (۱۳۴۸)
هجری شمسی کال کی د ننګرهار پوهنتون د طب له پوهنځی څخه فارغاو له فارغیدو څخه وروسته تر ( ۱۳۷۱) هجری شمسی پوری د ننګرهارد طب په پوهنځی او د کابل د طب په پوهنځی کی دکوچینیانو په دیپارتمنټ کی د اسستانت ،مدرس ، او ددیپارتمنټ د شف یا مشر په حیث می دندی تر سره کړی . او تخصصی تحصیلات می د انګلستان د Liverpool په یونیورسټی کی د کوچینیانو په Tropical یا حاروی ناروغیو کی سرته  رسولی دی . علاوتاً په همدی موده کی سر بیره په استادی چی هم د ننګرهار او هم د کابل د طب شاګردانو ته می درس ورکړی ، د روغتیا په وزارت  کی دمور او دماشوم د ساتنی د ریس ، معین ، د باندنیو اړیکو د ریس په حیث هم دندی می اجرا کړی دی ، او هم دیو کال نه زیات د لغمان په ولایت کی د والی په صفت وظیفه می اجرا کړی دی .د خپل علمی ژوند په موده کی دغه لاندنی کتابونه یا می لیکلی یا می ژباړلی :

          *  د کوچینیانو د هضمی سیستم تشوشات
          * تر یو کلنی پوری د ماشومانو تغذی
          * په کوچینیانو کی سو تغذی
          * معیوبین او دهغو لاس نیونه
          * اساسی دواګانی
          * له یو کلن څخه تر پنځه کلنی پوری د ماشومانو خواړه
          * د کوچینیانو د ناروغیو اسا سات
          * زیات علمی مقالی

هغه اثار چی د مها جرت په موده کی می لیکلی او غواړم چی یو ځل بیا ور باندی مرور وکړم او په اصطلاح سره up to date کړم په لاندی ډول دی :


د کوچینیانو تنفسی سیستم او د هغه تشوشات
د کوچینیانو هضمی سیستم او د هغه  تشوشات
د کوچینیانو قلبی وعایی سیستم او د هغه ناروغی
د کوچینیانو عصبی سیستم او دهغه تشوشات
د کوچینیانو پښتورګی او دهغه ناروغی
دکوچینیانو د وینی ناروغی
د کوچینیانو ساری ناروغی
په کوچینیانو کی روماتیزم


په اخر کی له ( ۱۹۹۳)  عیسوی کال را هیسی د خپل میرمن اوکوچینیانو سره یو ځای په جرمنی کی د ژوند شپی تیروم .


په درناوي


ډاکټر سيد حسام  مل