کور / سياسي / ((متحده ملي جبهه)) د لفاظانو ټلواله – قلموال

((متحده ملي جبهه)) د لفاظانو ټلواله – قلموال

پخوانۍ شمال ټلواله چې اوس د ((ملي جبهې)) په نامه نومول شوې ، د هغو جګړه مارانو او لفاظانو يوه مجموعه ده، چې د افغانستان په تېر دېرش کلن سياسي او پوځي  تاريخ کې  ډېره بدرنګه څېره لري. د دې جبهې  له مشرانو  څخه يو هم  پوهنمل ( ١٣٥٤ ل کال پاکستان ته د تېښتې پرمهال)  برهان الدين رباني دى، چې  د افغان ولس د جهاد په ګرمو شېبو کښي يې له روسانو سره اوربند وکړ  او په دې  ډول يې روسانو ته د افغانستان  د بېلابېلو  سيمو، مجاهدينو او  ولسونو د ځپلو لاره اواره کړه. د کارمل  په مشرۍ د پرچم ډلې  تر سياسي  حضور  او واک وروسته  د رباني په مشرۍ  د اسلامي جميعت ډله هغه لومړنۍ  سياسي _ ستمي ډله  ده چې تر هر چا زيات د روسانو له مالي، معنوي او پوځي  ملاتړه برخمنه شوې ده، د ډاکټر نجيب پر ضد  د شمال ټلوالې  رامنځته کېدل چې  د روسانو د سياسي پلان يوه برخه وه، اسلامي جميعت ته د ((وحدت)) او ((جنبش)) ډلو تر څنګ محوري رول ورکړل شوى و، د پخواني شوروي اتحاد ميراثخورې اوسنۍ روسيې ته د اسلامي  جميعت او د  هغو  د مشرانو ګرانښت او منښت  دومره زيات و چې  نه يوازې يې په مسکو  کښي ورته  د پيسو  د چاپ ماشينونه لګولي وو او په ټنونو پيسې يې ورته چاپولې، بلکې  په لسګونو ډوله وسلې يې هم ورکولې، هغه پيسې چې  څرګندې او معلومې دي لږ تر لږه شپاړلس نيم زره مليارده افغانۍ کېږي او دا تر هغو  پيسو نږدې (١٦٥٠) ځله زياتې دي چې شورويانو خپل پلوي افغان حکومت ته په (١٤) کلونو کې  ورکړې وې او که زماني واټن ورسره محاسبه کړو نو دا شمېر تر (٣٣٠٠) ځلو هم پورته کېږي. پر دې سربېره  د کولاب  هوايي ډګر يې هم خپلو دې نازولو ته  په واک کښي ورکړى و، خو اوس عجيبه  خبره  داده چې  د روسانو  پر ضد د جهاد ډنډوره هم د دوى  له خوا غږول کېږي، دا همغه د مومن خان د ښامار کيسه ده، ښامار چا مړ کړى و او چيغې چا وهلې. کله چې  طالبانو  دا ښاغلي  لکه د سترنج د دانې په شان  د هېواد ګوټ ګوټ ته  په منډه کړل  او اکثر يې  له هېواده اوټ کړل، نو چېرته  پرې خداى(ج)  د سپتمبر پېښه برابره کړه، يو ځل بيا  مړ ژواندو جسدونو کې  ساه وچلېدله  او امريکائيانو  ته به يې همدا ويلې  ((ژر ژر راشئ، موږ د ستاسو  ځمکنيو عسکرو په توګه دنده اجرا کوو ستاسو به امر او زموږ به خدمت وي…)) ځينو يې لا پر دې غوسه ښکاره کوله چې((  امريکائيان  ولې  موږ سره ژر  مشوره نه کوي…)) کله چې  امريکائيانو  پر طالبانو  کلستر بمونه  اچول نو دوى به ورته پر ځمکه  له خوشالۍ  څخه نڅېدل، د ځينو خو  د صبر کاسه  دومره ډکه  وه همدا به يې ويل: (( غت غت بمونه واچوى، کى تاثير کى زيات وکى دا واله (واړه) دي))  کله چې امريکائيانو  تر نيمه  اتومي بمونو قوي بمونه واچول نو بيا  د ټلوالې يو وياند وويل: (( اوس نو ښه بمباري وشوه)). کله چې  افغانستان کښي د ولسواکۍ  نغمې خورې شوې، نو پخوانۍ ملېشې او د هغو دا ډول مشران ټول  ديموکراتان شول ، چا لونګۍ لرې کړې، چا پکولونه وغورځول،  چا ږيرې لنډې کړې او ټول د امريکائيانو د نعمت پر ټغر راټول شول، دوى فکر کاوه چې  امريکائيانو ته د دوى د خدمت په بدل کې  به ټول واک سل په سلو کې  له دوى سره پاتې شي، نو يو څه وخت  د جهاد نغمې  بېخي غلې شوې، امريکائيانو او نورو هېوادونو چې دلته يې عسکر درلودل، هم مجبور وو چې  دنيا ته خو د ولسواکۍ يو څه تصوير هم وړاندې کړي،  نو همغه و چې انتخابات وشول، په انتخاباتو  کښي د اسلامي جميعت  کانديدانو لکه  قانوني، منصور او د ټلوالې نورو غړو لکه محقق، دوستم او نورو ښه شرمېدونکې ماتې وخوړه ، د رباني  زوم  احمدضيا مسعود چې دا مهال  د احمدشاه مسعود پر مسند ناست و او په ټول هېواد کښي يې د خپل نفوذ ادعا کوله  او کريم خليلي چې د هزاره لږه کيو  د مشرتوب دعوه ګير و، هر يو  په خپل  کور کې  داسې ماتې وخوړه چې د بشريت د انتخاباتو په تاريخ کې  چا نه وه خوړلې، احمدضيا مسعود (٣٣٧) رايې او کريم خليلي هم همدا ډول زياتې وکمې رايې واخيستې، دا مهال د افغانستان خلک د هرچا په کرامت او د هغو په محبوبيت لا ښه پوه شول چې څوک څومره دي او څومره ځان ښيي. دا چې  د ښاغلي  کرزي په چپن کښي برکت و د دواړو عيبونه يې پټ کړل، يو اول معاون او بل دويم مرستيال وټاکل شول دا نو بيا بېله خبره ده. خلکو داسې فکر کاوه چې تر ټاکنو وروسته به حکومت کښي اساسي تغير راشي،  د روسيې او ايران ګوډاګيانو  او ددې ډول ټلوالو د نامشروع نفوذ ساحه به کنټرول شي. خو دوى بيا هم په قدرت کې  پاتې شول، خو له دې ناقانونه واک سره سره دوى بيا هم قانع نه شول، اکثره مهم پوستونه دوى سره وو، خو بيا هم د دوى د هوسونو تاو کښېناست، يو ځل بيا يې  يو زوړ  او تصنعي  فورمول ((جهاد به نور کوي او ډنډورې به دوى غږوي، تورې به لالا وهي مړۍ به عبدالله وهي)) را تازه کړ، هر ځاى يې تبليغات  شروع کړل چې له دې حکومت څخه  خو مجاهدين ګوښه کېږي، امريکايي ډوله افغانان راځي او په سلګونو نور ډول ډول تورونه، پر دې يې هم بسنه  ونه کړه، د پخوانۍ شمال ټلوالې  روح يې يو ځل بيا تازه  کړ، د ((ملي جبهې))  په نامه يې يوه بله نوې ټلواله جوړه کړه.  چې نه ملي وه او نه  هم سراسري، دا د همغو  پخوانيو  ماتو کودړو بيا پيوندول وو چې تر دې پخوا څو ځله مات شوي وو. ددې په خاطر چې  د دوى  څېره  خلکو ته بل ډول معلومه شي نو يوه بله  نوې څېره ((مصطفى ظاهر)) يې هم  په دې رشوت ځان ته رامات کړ چې راځه  موږ کښي خو سړى نه شته  تابه مخې ته کړو  او موږ به درپسې يو، مصطفى ظاهر چې په افغانستان کښي يې د سياست کومه پخه شخصي تجربه نه لرله، نه ددوى پر چلونو او وعده خلافيو پوهېده او نه د دوى د کعبې شريفې په قسمونو  خبر و، ډېره بيړه يې وکړه  ځان يې له دوى سره ورګډ کړ، د جبهې  لا کال وتى  نه و چې له ده سره يې هم ټکر راغى، اوس نو د جبهې وياړمنه رهبري (!)  ښاغلي رباني ته پاتې ده،  هغه بېچاره  چې په رهبرۍ  او مقام  پسې مړ مړ دى، په دې کښي ښه  تجربه  لري چې  څنګه  کانتينري او انتقالي حکومت  جوړ کړي او څنګه يې يوه ځاى نه بل ځاى ته انتقال کړي، څنګه  خپلې څلور مياشتينۍ واکمنۍ پر کال او کال بيا پر کلونو او کلونه بيا پر لسيزو  واړوي، دا مبارکه جبهه  چې جوړېدله نو غړو يې دا ويل چې  دوه مياشتې وروسته به کېنو  او رهبرۍ کښي به تغير راوړو، محمد نعيم فراهي بېچاره  يې هم په دې تمه کېنولاى و چې  تا ته به هم  يو وخت مشرتوب  در ورسېږي، ښاغلى نعيم فراهي، چې د نورو قدرمنو هېوادپالو فراهيانو لکه غلام نبي فراهي، عبدالخالق فراهي او په مجموعي ډول سلطان محمد خان فراهي د ډېرې درنې او د قدرمنې کورنۍ بلا دې پرې پرېوزي، د رهبرۍ ډېر تږى و، هغه کيسه پرې وشوه چې پر يوه لېوه شوې وه. يو وخت يو لېوه په يوه ناروغ پسه پسې روان و، لېوه فکر کاوه چې پسه به ژر ولوېږي او دى به يې وخوري، لېوه ډېر انتظار وويست، له ډېرې لوږې او انتظاره ډنګر شو خو پسه ونه لوېد. ښاغلى نعيم فراهي  په دې طمع  ناست  و چې  څنګه او څه وخت به رباني له دې څوکۍ  لرې کېږي او دى به د مشرتوب  وياړ ترلاسه کوي، سره له دې چې فراهي صيب اوس هم ددې جبهې د تش په نامه اجرائيه شورى رئيس دى، خو ټول پوهېږي چې دا سمبوليک پوست دى. خو فراهي له دې خبر نه و چې استاد رباني  د طالبانو  له لاسه  د بدخشان، پنجشير، تخار، کولاب  او نورو سيمو پر لوړو او دنګو غرو او رغو  وګرځېده خوبيا هم طالبانو ترې  د جمهوري رياست سرېښ کړې څوکۍ را بېله نه کړاى شوه ، نو نعيم فراهي به يې څنګه په تش لاس او انتظار ترې  رابېله کړي، فراهي بېچاره يې څو ورځې د تش په نامه  ((اجرائيه رئيس)) په نامه وغولوه، وروسته يې هغه نوم  هم ورڅخه واخيست اوس کال واوښت خو د جبهې دا خلي انتخابات  معلوم نه شول، داسې ښکاري چې د جبهې رياست  مدام العمر لوى استاد(!) رباني ته پاتې دى.
کله چې  په جبهې پورې تړلو مستقيمو او نامستقيمو  خبرونو ته  سړى ګوري، نو سخت غالمغال په کښي ښکاري؛ سړى فکر کوي چې ټول افغانستان  د دوى پر ښکر ولاړ دى، خو کله چې  سړى عمل  او ددې جبهې واقعيت  ته متوجه شي، د جبهې  د رهبرۍ هر غړى په يوه کانديد پسې منډې وهي، يو شمېر يې پټ حامدکرزي ته رامنډې وهي او وايي چې موږ تر تا بل ښه  سړى نه شو پيدا کولاى،  بله ډله  يې  عملاً علي احمد جلالي پسې منډې وهي او هغه ته وايي موږ تا سره يو او ځينې  زلمي خليل زاد سره تماسونه ټينګوي او هر يو  ته وايي چې موږ به تاسو بريالي کوو، که واقعاً په دې جبهه کښي (سړى) او د کار (سرونه) موجود وي او دومره زور لري چې نور کاميابولاى شي، ولې خپله  نه ودرېږي، ولې  خپله استاد رباني، احمد ضيا مسعود، نعيم فراهي، مصطفى ظاهر، علومي، ګلاب زوى او نورې غټې غټې سټې ميدان ته نه راوځي چې بيا د نورو تر سيوري لاندې  پټېږي. که چېرې د دوى په شخصيت او سر کې  دومره قدر و قيمت وي چې نور نور کاميابولاى شي نو بايد  خپل سرونه پورته کړي، دلته په نوښت مجله کې  د يوه ليکوال چاپ شوې مقاله  دسړي ذهن ته  ودرېږي چې ليکلي يې وو: ((امريکائيانو د اسامه پر سر پنځه ويشت مليونه، د ملا عمر پر سر لس مليونه  او د حکمتيار پر سر پنځه مليونه ډالر انعام ټاکلى دى، ليکوال ليکي چې د هغوى د سرونو قيمتونه خو معلوم شول دا د ښاغلي رباني … او نورو د سرونو قيمت څومره دى؟ که دا سرونه وي ولې يې قيمت معلوم نه دى او که سرونه  نه وي نو ولې په پنځو کښي حساب دي او د سردارۍ دعوه کوي؟))  نو اوس جبهه والو ته هم پکار دي چې  که واقعاً دا جبهه، جبهه وي نو بايد دوى يو مستقل کانديد ودروي او هېڅ  بل کانديد  ته دې خپل پټ او ښکاره غړي د اول او دويم معاون په توګه  نه معرفي کوي، ولس دا ځل دا چل او فريب نه شي زغملاى چې جبهه دې هم يو مستقل کانديد  ودروي او هم  دې نورو مستقلو او قوي کانديدانو سره  خپل پټ او ښکاره غړي د معاونانو په توګه کنجوغه کړي. حقيقت دادى چې  دا جبهه، ملي بېز نه لري، يوازې  د هغو مطبوعاتو په زور چلېږي چې همدا اوس له بېلابېلو  نامشروعو کورنيو او بهرينو  سرچينو څخه خړوبېږي، که نړيوال او مستقل ملي کانديدان غواړي، افغان ولس  له دې ډلو تصنعي او جعلي ليډرانو  څخه خلاص کړي، نو ښه لار دا ده چې  لومړى دې په افغانستان کښي بشپړه سوله ټينګه کړي، تر هغې وروسته دې عادلانه انتخابات وکړي، بيا دې جبهه  استاد رباني او يا هم کوم بل جميعتى د خپل مستقل کانديد په توګه ودروي، وبه ګورو چې څومره  رايې ګټي، هغه وخت به د جبهه يانو لفاظي او ولسي واک دواړه ښه معلوم شي.