کور / شعر / قلموال : پاڼې د ګورګورو

قلموال : پاڼې د ګورګورو

خپلواکي؟؟؟


نه تردې دمه خپلواک يې نه پخوا وې
لکه اوس چي بې نوا يې بې نوا  وې
د تيارې د خاموشۍ په تل کښي ورکه 
نه صاحب چېرته د رنګ نه د رڼا وې
 
چې له هرې خوا راغلى استعمار دى
ستا زخمي لاش يې تر پښو لاندې ايسار دى
ستا وجود يې په وار، وار دى تقسيم کړى
خوار ګرېوان يې درته پريښى تار په تار دى
 
که ګرګين و که مغول و که پرنګ وو
ستا په کور راغلي تا سره په جنګ و
ته په هېچا  پسې نه يې په جنګ تللى 
ستا ژوندى دښمن  به ستا  په وينو رنګ وو
 
ستا مېرمنه به يې کړه په کور کښي بوره
او ستا  ورونه به يې غرونو کښي حلال کړل
ته به هم  له وېرې پټ وې په کوم غار کښي 
دوى به خلک تورتمونو کښي حلال کړل
 
مګر کله چي به مړې د جنګ لمبې شوې
ته د دې پر ځاى چي خپل زخمونه شمار کړې
سپينه توره به  دې وکښله  چي زه يم
په اوږو به دې تش لاپې شاپې بار کړې


ستا اوږدې په زنګ وهلې توره باندې
لا تر نن ورځې  هم بوختې دي درنې وي
ستا تر اوسه په دا ځمکه  کښي ځاى نشته
تر مريخه تللي نورې پرګنې دي


ساده ګله اوس خو جنګ په توره نه دى
اوس خو راز د بري بل شى دى په جنګ کې
په نړۍ کښي با وقار ملت هاغه دى
چې نيولى يې وي تور اتوم  په څنګ کې


په کمزورو خلکو خېژوي اسونه
په زور نيسي ترېنه ځمکې هېوادونه
د کمزوري ځاى بېشکه جهنم دى
چې په لاس کښي د زر دار دي جنتونه


ستا بابا چې  هرڅه وو خو پرون لاړو 
په دا نن کښي د سبا فکر پکار دى
ستا رنځور بچى چي پروت دى په زانګو کې
دې رنځور ته ددوا فکر پکار دى


په يو کنج کښي زنګ وهلې توره کېږده
اوپه دواړو لاسو جګ دغه قلنګ کړه
دوران شوي کور پرېوتې  دېوالونه
د ها، پورې همسايه تر دېوال دنګ کړه


سړېچنې وينې  ووينځه له ځانه
را وچتې  دا پرېوتې حوصلې کړه
ابادي خو حرارت  د همت غواړي
ملا راوتړه او تويې دې خولې کړه


ستا مېرمن چي همېشه وه مهاجره
اوس پکار ده چي د خپل کاله مېرمن شي
ستا بچى چي په پردو کوڅو کښي وشو
نن يې حق  دى چي راستر په خپل وطن شي


خپل  بچي ته د حساب ژبه پيدا کړه
د قلم اود کتاب ژبه پيدا کړه
له پردۍ پېژندګلوۍ ځينې يې خلاص کړه
ورته نن د خپل نصاب ژبه پيدا کړه


ستا بچي چې  کله وغوړېږي ځوان شي
چې سرشار په خپلې پوهې او بيان شي
بيابه خپله ماضي وسپړي پخپله
باخبره به له حال سره روان شي


او که ته يې چېرې تېر باسې په لاپو
ستا بچي به  همدا ستا په څېر غلام وي
په روزۍ پسې به ورک وي له سهاره
ستا په کور به همېشه داسې ماښام وي


د تاريخ پاڼې دې ډېرې دي منم خو
په دې پوه شه چي جملې د خوراک نه دي
ماشوم وږى دى ډوډۍ درځنې غواړي
ستا په لاس کښي دا کيسې د خوراک نه دي.