کور / راپور / ملت د خپل ملي اتل درناوى وکړ – قلموال

ملت د خپل ملي اتل درناوى وکړ – قلموال

په دې وروستيو وختونو کې  د افغانستان د ملي هويت او افغان ملت د ملي ارزښتونو  د مخالفې (کنگره ملي)  ډلې مشر لطيف پدرام،  د افغانستان  ستر ملي اتل  او د خپلواکۍ گټونکي امان الله خان  ته سپوره او کرغېړن الفاظ  کارولي وو،  د پدرام  دې کرغيړنې  هڅې  ټول افغان ملت  راوپاروه او دهېواد  په بېلابېلو  سيمو کې  قومي مشرانو او روښنفکرانو، د مدني ټولنو  او د ليکوالو د اتحاديو استازو  د پدرام دا ناوړه حرکت په کلکه وغنده او  له دولت څخه يې  په جدي ډول  د لطيف پدرام  د محاکمې غوښتنه وکړه. دا غونډې  ننگرهار، کابل، خوست،  پکتيا،  کونړ، پکتيکا، هلمند،  کابل، لغمان، بلخ، هرات،پکتيکا، ميدان وردګ ملي شورا او دهېواد په نورو گڼو سيمو کې  ترسره شوي، دغه راز  په راډيو گانو، تلويزيونو او نورو رسنيو  کښي د پدرام ددې عمل  غندنه شوې او ټولو په يوه خوله له دولت څخه د دا ډول پرديپالو اشخاصو د محاکمې غوښتنه کړې، د افغان ولس  دې ډول ملي احساساتو يو ځل بيا زموږ  کورنيو او بهرنيو دښمنانو ته  په ډاگه کړه چې افغان ملت تر ډېرو کړاوونو، ستونزو  او ناخوالو  وروسته لا هم  د پخوا په شان ملي يووالى او پيوستون لري او د خپلو  ارزښتونو اوملي شخصيتونو  د پالنې  لپاره  ټينگ ولاړ دى او لا هم  د سر ښندنې  او فداکارۍ  ولولې لري.
  د هېواد په بېلابېلو  سيمو کې  له دولت څخه د ټولو  هېوادوالو ټينگه هيله دا وه، چې  پدرام بايد محاکمه شي، دده ملي ضد ډله ټپله بايد نا قانونه اعلان شي او د نورو دا ډول اشخاصو  پر وړاندې  بايد ټينگ  گامونه پورته شي او که چېرې  دولت  ددې وس  او توان نه لري او يا يې نه  غواړي، نو زموږ غيرتي  ولس  لکه چې د روس، انگرېز، هلاکو او چنگېز  پر ضد يې د خپل هېواد دفاع کړې، د هغو د  گوډاگيانو سابه خو په اسانۍ سره په مالگه کولاى شي.
  د هېواد بېلابېلو ليکوالو، مدني ټولنو د خپلو دې ډول غونډو په ترڅ کښي ګڼې اعلاميې هم خپرې کړي، چې موږ د هغو له منځه د افغان ځوانانو اعلاميه او هيله دلته  کټ مټ خپروو:
  ټول افغان ولس نه يوه هيله
  پر افغانستان باندې د شوروي يرغل سره سم د افغانستان د هر اړخيزې ورانۍ د پلانونو عملي کول پيل شول، ددې ستراتيژۍ يوه برخه د افغانستان د ملي ارزښتونو، ملي وياړونو او ملي شخصيتونو پيکه کول او له منځه وړل وو. دا  کار د روسانو د يرغل له همغه سره پيل او ترننه دوام لري، په دې منځ کې، ايران، پاکستان او نورو لرې پرتو هېوادونو او د هغو کورنيو ګوډاګيانو هم خپله خپله ونډه واخيسته، خو ايران اوس په افغانستان کښي زموږ د هويت او ملي شخصيتونو د مسخه کولو لپاره د پخواني شوروي اتحاد ځاى نيولاى دى.
  ايران له هرې ممکنې لارې هڅې کوي، د خپلو تېلو د سر شاره پانګې په زور په افغانستان کښي د خپلو لاسپوڅو په ذريعه زموږ تاريخ ته يو بد رنګ ورکړي او زموږ ملي اتلان په  داسې سپکو الفاظو ياد کړي چې  تراوسه پورې د متمدنې نړۍ په هېڅ ګوټ کښي يې نمونه نه ليدل کېږي. په دې لړۍ کښي د روسانو په لاس د جوړې شوې ((ستمي ډلې)) يو غړى او اوس د ((کنگره ملي)) د ډلې مشر، لطيف پدرام هم شامل دى چې زموږ وياړلي تاريخ ته يې د تېرو سپکو سپورو په لړ کښي دا دى يو بل توهينوونکى جنايت هم ترسره کړ. لطيف پدرام، زموږ د هېواد د ستر اتل، د نوي تمدن بنسټګر او د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان ته داسې سپکې کلمې کارولي چې  که څوک ((انسان)) وي، نو په خوله کښي د داسې کلمو اړول ورته د شرم خبره ده، خو دا چې پدرام دا ډول کلمې کاروي دا د خپل شخصيت نمايندګي او انځورګري کوي. سره له دې چې دا خبرې د کاغذ پر مخ د ليکلو وړ نه دي او د انسان سترګې او ذهن پرې شرمېږي، خو د دې په خاطر چې د لطيف پدرام اندروني او بيروني شخصيت ټول افغان ملت ته په ښه ډول څرګند شي، موږ مجبور يو د هغه خبرې چې په خپل غږ کښي دي، د کاغذ پر مخ ټولو افغانانو ته وړاندې کړو. د ملي ناموس، ملي شخصيتونو، ملي ارزښتونو، ديني ارزښتونو او د هېواد د ځمکني بشپړتيا ساتنه د ټول افغان ملت ګډه فريضه ده، دا چې افغانانو دا فريضه په تېر وخت کښي په څه ډول ترسره کړې او بيا به يې په څه ډول ترسره کړي دې باندې ټوله نړۍ پوهېږي، د پدرام د خبرو متن دا دى:
  اين ربطى به پيشرفت وپسرفت ندارد. بسيار معذرت ميخواهيم که اين طور جدي صحبت ميکنم! براى اينکه، من چند شب که صحبت ميکنم متاسفانه… بنام کبير سراج و علي سراج از خانوادۀ نمى دانم پدرلعنت امان الله خان است، کيست- اونها – او- امان الله خان کل پشتونها را در شمال رفت و زمينهاى مارا برايش داد. حال يک گپ زده که زنها مثلا” تک همسرى باشد، آن گپهايش را هم پس گرفت. ازى براى ما بت ميسازند. من اين امان الله خان را ميشناسم. برين (برويد) شما تاريخ پولاک ريسنر را بخوانيد! اولين طراح اشغال سرزمين هاى شمال به وسيله شوونيزم پشتون همين امان الله خان مستغرف غازى پدر لعنت بود. برين نگاه کنيد تاريخ را که قبل از عبدالرحمان خان برده اينها را جاببجا کرده، پيش- بعد از او برده جا بجا کرده و به اين آدم ميگويند از طراحان اصلى است. پول داده براى پشتونها که بروند سرزمين هاى شمال را اشغال بکنند. ازى به نام قهرمان ملى ياد ميکنند، کدام قهرمان ملى؟ اين دووس از قندهار به يک تک گرفت و گريخت به ايتاليا.

  اوس نو ټول افغان ملت پورې اړه لري چې د ملت د ملي اتلانو ددغسې توهينوونکو عناصرو پر وړاندې څه کوي.
  افغان ځوانان چې د خپل ملت د ملي وياړنو ساتنه خپل فرض او مسئوليت بولي، په لومړي ګام کښي له دولت څخه غواړي چې د قانون د احکامو په چوکاټ کښي د پرديو لاسپوڅو ته چې د ملي اتلانو پر ضد دا ډول توهينوونکې هڅې کوي، قانوني سزا ورکړي او که دولت د دې وس نه لري او د هېڅ پردي او پرديپال ځواب نه شي ويلاى، نو بيا خو د افغان ولس او افغان ځوانانو وظيفه ده لکه څنګه چې هر يرغلګر ته يې په پوره مېړانه ځواب ورکړى، د هغو تاليڅټو ته هم په پوره مهارت او دقت ځواب ورکړي.
  په درنښت