کور / کتابتون - هنر او ادبيات / کتابتون : [کوچنی شهزاده] د ډاکټر عبدالباري انلاين اثر

کتابتون : [کوچنی شهزاده] د ډاکټر عبدالباري انلاين اثر

کوچنی شهزاده د ډاکټر عبدالباري ژباړه


 


کوچنی شهزاده
…؛ د فرانسوي ليکوال انتوان دو سانت_ ايکزوپېري د ”کوچني شاهزاده“ اثر چي د نړيوال کلاسيک ادبياتو له جملې څخه شميرل کيږي، د کابل پوهنتون پخوانی استاد ښاغلي ډاکټر عبدلباري په پښتو ژباړلئ او د جرمني د تينتن فَس مطبعې د پاريس د ګالمارد د مطبعې څخه ددې کتاب د ژباړي ، چاپ او خپرولو د حقوقو تر لاسه کولو وروسته په ښکلي صحافت چاپ او نشر کړيدئ.


ښاغلی ډاکټر عبدالباري وايي چي ما د ”کوچني شاهزاده“ په هکله په ځانګړو ويبپاڼو کي ليدل چي دغه کتاب د نړۍ تر ٥٠ زياتو ژبو او ١٠٠ لاډيرو لهجو ژباړل سوی وو خو دپښتو ځاي پکښي خالي وو. ددې کتاب پښتو ژباړه و ماته په لومړي قدم کي هدف نه بلکي تر هرڅه دمخه يوه وسيله وه چي دغه خلا په ډکه  او پښتو د خپل هيواد د ملي او رسمي ژبي په توګه نړيوالو ته معرفي کړلاي سم.


په جرمني کي  د هايدلبيرګ د RNZ ورځپاڼي  د نوويمبر په ١٦ نيټه د ژباړونکي او د خپرونکي موسسې د مشر ښاغلي ډاکټر والټر زاوير سره د دې کتاب د پښتو ژباړي او خپرولو په هکله مرکه کړي وه. ډاکټر زاوير ويلي دي چي که څه هم ژباړونکي حق الزحمه نه ده اخيستې، خو زه مطمئن نه وم چي د پښتو ژباړي دپاره دي لوستونکي پيدا کړلاي سم، خو زموږ دواړو هغه مينه چي د پښتو ژبي او فرهنګ سره يې لرو، ودې ته اړ ايستم چي يو څه د پيسو خطر ومنم. خو د کتاب تر چاپ دمخه د انترنيټ د لاري د يوې خبرتيا وروسته پر جنوبي کوريا، جاپان، کاناډا او متحده ايالاتو سربيره د لويديزي اروپا د ٩ هيوادونو د ځايي خلګو له خوا غوښتنليکونه  يا(Subscription) راورسېدل او په دې ډول هم د کتاب د چاپ مالي امکان پيدا سواو هم وماته ثابته سوه چي د افغانانو، دغه درنه او زيږه، خو ډيره خوږه او دبرمه ډکه ژبه په ټوله نړۍ کي مينه وال لري :


 


Jaume Arbones, Barcelona(E), Julian Blanco, EI Espinar (E), Kees Bolwidt, Amsterdam (NL), Enrico Piero Bossi, Milano (I), Angel Carrascull, Barcelona (E), Ma Dolors Llansana Bosch, Barcelona (E), Patricia Bettoi Cavalcanti, Thionville (F), Dominique Durozier, Pompignan (F), Danny Endlich, Seattle, (USA), Antonio Massimo Fragomeni, Abbiategrasso (I), Socho Fujita, Tokyo (J), Eyal Ginio, Jerusalem (IL), Loan Honeywell, Den Bosch (NL), Wolfgang Kuhl, Maintal (D), Shlomo Lerman, Jerusalam (IL), Elena Lopez-Copero Sanchez, Sevilla (E), Andrea Mancanelli, Roma (I), Margarita Morey, Barcelona (E), Achivai Nachumi, Kibbutz Beit Kama (IL), Juan Velez Numez, Iruna/Pamplona (E), Ronald Patel, Frankkisch-Crumbach (D), Anne & Herve Pierret, Paris (F), Emma Remartinez Porres, Barcelona (E), Jean-Marc Probst, Crissier (CH), Thomas Stolz, Bremen (D), Dieter Straub, Therwil (CH), Patrick & Dana Tourreau, Portland, Or. (USA), Michel G. Tremblay, Toronto (CDN), Patrick Yogeshwor Nath Upraity & Christine Lienhard, Knokke-Heist (B), Yann Vincent, Paris (F), Gerhard Volz, Wien (A)


 


ډالۍ : : وليون ويرت ته
زه د ماشومانو څخه بخښنه غواړم؛ چي دغه کتاب و يو لوی سړي ته اهداء کوم خو زه هم ددې کار د پاره يو لوی عذر لرم، هغه داچي دغه لوس سړی زما پر ټوله نړۍ نږدې ملګری دئ. زه يو بل عذر هم لرم؛ هغه داچي دغه لوی سړی په هرڅه پوهېدلائ سي، حتی د کوچنيانو په کتابونو لا هم. زه دريم عذر لا هم لرم؛ هغه داچي دغه لوی سړی په فرانسه کښي ژوند کوي. دی هلته وږی-تږی ګرزي او يخ يې کيږي. دی و زړه سوي او دلاسايي ته ډېر اړ دي. که چيري دغه عذرونه بيا هم بس نه وه، نو دغه کتاب يوه ماشوم ته ډالۍ کوم، چي ي، وخت لوی سو. ټوله لويان يو وخت ماشومان وه[خو ددوی څخه ډېر کسان دغه ور په يتدولائ سي] . نو زه هم خپله پېرزوينه داسي سموم :
وليون ويرت ته
چي دی لا يو ماشوم وو .



کوچنی شهزاده د ډاکټر عبدالباري ژباړه


 




د کتاب پېژندنه :




















































ددې كتاب دچاپ حق له ژباړن سره خوندي دئ


Copyright © 1946 by Edition Gallimard, Paris


ډاګټر عبدالباري


ژباړونکی


۳۰۰


د چاپ شمېر

LE PETIT PRINCE

ددې کتاب د فرانسوي اصلي نسخې سرليک

title : Kocnay Shahzada
translator : Abdul Bari
Language : Pashto
Publisher : Edition Tintenfaß (Neckarsteinach, Germany)
ISBN : 978-3-937467-39-9
Date of issue of this copy: 2007
Date of first publication : 2007
Binding : PB, 96 p
Format/Dimension : 22.0, 15.7, 0.6 cm
Illustrations : Color;31, Monochrome;16
Memo : Illustrations are after new Gallimard.

انلاين چاري : مختار احمد احسان – لر اوبر افغانستان  http://www.larawbar.com


د لراوبر  افغانستان نښلونکی


 







د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ      size = 183 KB  ~  وزن = ۸۳ ۱ کېلو بايټه 


د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   size = 0.99 MB   ~  وزن = ۰.۹۹  مېګا بايټ