کور / تازه خبرونه / د کندهار نوي ښاروال انجنير روښان ولسمل رسماً په دنده پيل وکړ

د کندهار نوي ښاروال انجنير روښان ولسمل رسماً په دنده پيل وکړ

د کندهار نوي ښاروال د يو لړ مراسمو پر مهال نن سهار رسماً پخپله دنده پيل وکړ.

په دې مراسمو کي چي په ښاروالۍ کي جوړ سوي ول، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو د چارو رئيس عبدالباقي پوپل، د ولايتي شورا غړو، ګڼ شمېر سپين ږيرو او مېرمنو ګډون کړی وو.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي نوي ښاروال انجنېر روښان ولسمل ته د نوي دندي مبارکي وويله او هغه ته يې پخپلو چارو کي د برياليتوب هيله وښوده. نوموړي له پخواني ښاروال محمدعمر عمر څخه مننه وکړه چي په سختو شرايطو کي يې دنده ترسره کړې ده. عزيزي وويل چي د ښار په جوړولو او نظم کي د ښاروالۍ تر څنګ د خلکو رول هم خورا مهم دی. نوموړي زياته کړه چي ډېر ژر به د ښاروالۍ لپاره يو مشورتي او اصلاحي انجمن جوړ کړي، تر څو د ټولو خلکو استازي پکي ګډون ولري.

والي وايي ښاروالي به په راتلونکي کي خپلي ټولي چاري د ولس تر نظارت لاندي سرته رسوي او ولس هر وخت د انتقاد د جرئت او سالمي مشورې د ورکړي حق لري. نوموړي د کندهار پر اوسېدونکو ږغ وکړ چي د نوي ښاروال چي يو باتجربه او وړ شخص دی، ملا وتړي او وخت پر وخت هغه ته سالمي مشورې ورکړي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو د چارو رئيس عبدالباقي پوپل نوی ښاروال يو پیاوړی او باتجربه کس وباله او زياته يې کړه چي ولسمشر محمداشرف غني ښاروالۍ ته هر کانديد ۲۵ دقيقې انټرويو کړی او له ټولو څخه يې انجنېر ولسمل انتخاب کړ. نوموړي د کندهار پر خلکو ږغ وکړ چي له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د ښاروالۍ ټولو اصولو ته غاړه کښېږدي تر څو ښاروالي د دې جوګه سي چي خپلو ښاريانو ته خدمات وړاندي کړي.

د کندهار نوي ښاروال انجنېر روښان ولسمل له ولسمشر محمداشرف غني او د کندهار له ټولو چارواکو او خلکو څخه مننه وکړه چي پر ده يې باور وکړ او هيله يې وښوده چي د باور تر څنګ يې ملا هم وتړي. ښاروال زياته کړه چي د ښاروالۍ پر لومړيتوبونو به کار کوي او هغه ستونزي به چي د ښاروالۍ فعاليتونه يې ټکني کړي، هواري کړي. نوموړی وايي د فساد له منځه وړل، د املاکو لپاره ډېټابېس جوړول، د لويې ويالې اصلاحي پلان تطبيقول، د ناحيو د عوايدو لپاره داسي پلان چي خودکفا سي، جوړول، د خصوصي سکټور مشارکت، په ښاروالۍ کي داخلي اصلاحات راوستل، د ښاروالۍ په مشورتي بورډ کي ژور بدلون رامنځته کول، د ښاروالۍ په هغو مامورينو کي بدلون راوستل چي خلک ورڅخه ناراضه دي او په ولسواليو کي د ښارواليو فعالول به يې له لومړيتوبونو څخه وي. هغه وايي هڅه به وکړي چي په ټولو برخو کي د کاغذپرانۍ پر ځای کمپیوټري سيسټم ايجاد کړي، تر څو د فساد مخه ونيول سي.

انجنېر روښان ولسمل زياته کړه چي ښاري ناامني، په ښار کي نامتوازنه پراختيا، کم عوايد او اقتصادي کمزوري د ښاروالۍ له لويو ستونزو څخه دي. نوموړي ژمنه وکړه چي د دې ستونزو د هواري لپاره به د وس تر بريده کار کوي.