کور / تازه خبرونه / د واورې پاکونې په چارو کې به پوره شفافیت ترسره شي

د واورې پاکونې په چارو کې به پوره شفافیت ترسره شي

چارواکي وایي په میدان وردګو ولایت کې به د واورې پاکونې په چارو کې سږ کال له پوره شفافیت څخه کار واخلي او په تېرو کلونو کې له واورو څخه د سړک پاکونې شرکتونو سره د بیا ځل لپاره هیڅ ډول قرارداد لاسلیک نشي .

د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات د تلې په ۱۴مه د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالې په غونډه کې وویل داسې معلومات یې ترلاسه کړي،چې له واورو څخه د سړک پاکونې شرکتونو په تېرو کلونو کې خپلې دندې په ښه توګه ندي ترسره کړي .

هغه زیاته کړه، د معلوماتو له مخې دغه شرکتونو په حقیقي ډول د واورې پاکونې دنده نده ترسره کړې او د اړېکو او نورو لارو له امله یې د فساد په ترڅ کې له حکومت څخه د قرارداد په ترڅ کې پیسې تر لاسه کړي دي .

هغه زیاته کړه، له همدې امله یې پرېکړه کړې، چې د تېر کال قراردادي شرکتونو سره قرارداد نه کېږي، ځکه چې تېر کال نوموړو په قراردادونو کې فساد شتون درلودو او همدا راز خپله دنده یې په سمه توګه سرته نه وه رسولې.

د یادولو وړ ده، په میدان وردګو ولایت کې د ژمي په موسم کې زیاتې واورې وریږي او ولسونو له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.