کور / تازه خبرونه / لوگر:د ښوونکي نړیواله ورځ په نوښتیز ډول ونمانځل شوه

لوگر:د ښوونکي نړیواله ورځ په نوښتیز ډول ونمانځل شوه

دغه غونډه چې د پوهني ریاست له لوري جوړه شوی وه پکي د لوګر والي محمد حلیم فدايي ، د ولایتي شورا ریس حسیب ستانکزي اومرستیال عدالت عبدالرحیمزي دپوهني ریاست مسؤلینو اودټولو ولسوالیو دپوهني امرینواود یوشمېر لیسو مدیرانو ښوونکو اوشاګردانو ګډون کړی وه.
لومړی دپوهني ریاست مرستیال د ښوونکی دنړیوالي ورځي په ویاړ دپوهني دوزیر پیغام ولوسته چې پکي دهیواد ټولو ښوونکوته مبارکي ویل شوی وه .

د لوګر والي محمدحلیم فدايي د سولې او امنیت په توپیرونو او دا چې سوله، د امنیت لپاره مقدمه ده او د سولې او امنیت په را وستو کې د ښوونکي په رول خبرې وکړې نوموړي وویل:ښوونکی د ټولنې باسواده کوونکی،رهبري کوونکی،اود هغوی د فکر او سلوک اصلاح کوونکی او د ټولنې د فردي، ټولنیز، سیاسي، اداري او حتی جنګي اخلاقو ښودونکی دی ،ځکه اخلاق د ټولنې باطني پولیس دي.
هغه زیاته کړه چې ښوونکي د جهالت په خلاف مبارزین دي او د حکمت،سولې، او انسان جوړونې دعوتګر دي.
نوموړي وویل چې ښوونکي د انجونو او هلکانو زده کوونکو پر مخ د ځان پېژندنې او خدای پیژندنې د فرضیت دروازه پرانیزي او څوک چې د نجونو او هلکانو پر مخ دروازې تړي په حقیقت کې د خدای په
خلاف جګړه کوي .
والي د [يوه افغانۍ ، یو ښوونځي] د طرحې یادونه وکړه چې په لن‌‌‌‌‌‌ډ وخت کې به په لوګرولایت کې پيل شي چې له مخې به یې زده کوونکي او استادان. د میاشتې پنځه افغانۍ. د مرستې په توګه جمع کوي چې له مخې به یې په پيسو د ولایت په مختلفو برخو کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي
وروسته د پوهنې ریاست د شپږو ولسوالیو او مرکز د پوهنې امرانو او ښځينه مدیرانو تر منځ د (ښوونکی د سولې لارښود) تر نامه لاندې د منصفه هئیت تر نظر لاندې د مقالواورولو سیالي تر سره شوه چې هر یوه تن ته څلور دقیقې وخت د مقالې لپاره ورکړل شوی و،چې په پایله کې یې د مرکز د سعدیه د انجونو لېسې امره اناهیتا لومړی مقام تر لاسه کړ، همدا راز د خوښۍ ولسوالۍ د کاریز میر د لیسې د ترانې ټیم په ترانه ویلو کې اول مقام ترلاسه کړ اوپه ګټونکو باندي ډالۍ او ستاینلیکونه وویشل شوه.