کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ښوونکي نړيواله ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د ښوونکي نړيواله ورځ ولمانځل سوه

تېره ورځ په کندهار کي د يو لړ مراسمو په ترڅ کي د ښوونکي نړيواله ورځ ولمانځل سوه.

په دغو مراسمو کي چي په ولايت مقام کي جوړ سوي ول، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون، د پوهنتون او ښوونځيو نارينه او ښځينه ښوونکو، والدينو او د ښوونځيو مسوولينو ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي د معارف د رئيس له خوا د پوهني د وزير ډاکټر اسدالله حنيف پيغام وړاندي سو. په پیغام کي ټولو ښوونکو ته د دې ورځي مبارکي ويل سوې وه او وزير ژمنه کړې وه چي د ښوونکو په وړاندي پرتې ستونزي به له منځه وړي او هغوی ته به د وس تر بريده اسانتياوي مهيا کوي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ټولو ګډونوالو او معلمينو ته د ښوونکي د نړيوالي ورځي مبارکي وويله او معلمي يې يوه مقدسه او پاکه دنده وبلله. کندهار والي وويل ښوونکی بېله شکه د ډېر لوړ مقام خاوند دی او پيغمبر صلي الله عليه وسلم ځان ته د معلم لقب ورکړی دی. د تعلیم او تعلُم د لوړ مقام د اثبات لپاره دا کافي ده چي د قرآن کريم لومړنی آيت د تعليم په اړه دی.

نوموړی وايي ښوونکی په ټولنه کي تر ټولو مقدسه او پاکه دنده پر غاړه لري چي د آينده نسل ښوونه او روزنه ده. ښوونکی دی چي د هيواد اساس جوړوي او د تعليم له لاري د هيواد آبادي تضمينوي.

د کندهار والي زياته کړه: که موږ پر پښو ولاړ معارف او تاسو غوندي غوره ښوونکي ولرو، بېله شکه به يوه ورځ افغانستان له خپلو ګاونډیو هيوادونو سره په تعليمي ډګر کي سيالي کوي. موږ په تمامه مانا ستاسو مقدسي دندي ته د قدر په سترګه ګورو او هر ډول همکارۍ ته مو اماده يو. موږ ژمنه کوو چي د پوهنيز بهير د تقويې لپاره به شپه و ورځ يوه کړو او د ښوونکو په وړاندي پرتې ستونزي به له منځه وړو.

د عزيزي په وينا ولايت مقام په تمامه مانا د معارف رياست د پياوړتيا لپاره هلي ځلي کوي چي ښه بېلګه يې په دې وروستيو کي د معارف رياست لپاره د رضاکاره نظارتي او مشورتي کمېټې ايجاد دی. هغه وايي دا کمېټه به د معارف رياست چاري څاري او د دې رياست د پياوړتيا لپاره به وخت پر وخت د معارف مسوولينو او ولايت مقام ته سالمي مشورې ورکوي او د دې باصلاحيته کمېټې اعضاء به له ښوونځيو څخه هم ليدنه کوي.

والي وايي ولايت مقام په هيڅ صورت د معارف په برخه کي فساد نه سي زغملای او د فساد د له منځه وړلو لپاره به په تدريجي توګه کار کوي. عزيزي هيله وښوده چي د پوهنيز بهير او په معارف کي د ستونزو په له منځه وړلو کي ولس همکاري وکړي.

د غونډي په پای کي يو شمېر هغو ښوونکو ته چي د زده کوونکو په روزلو کي يې ډيري هلي ځلي کړي، ستاينليکونه او تحفې ورکول سوې.