کور / تازه خبرونه / کندهار: د طالبانو خاصو ډلو دوځله د روزګان د سقوط هڅي وکړې

کندهار: د طالبانو خاصو ډلو دوځله د روزګان د سقوط هڅي وکړې

د جنوب لوړپوړي امنيتي چارواکي وايي، چي د پاکستان د استخباراتې ادارې له لوري د طالبانو په چوکاټ کي د سرې قطعې او اسلامي کمانډو جنګيالو دوه ځله د سويلي ولايت روزګان د سقوط هڅه وکړه.
په جنوب کي د پوځ لوړپوړی قوماندان وايي، چي دوامهال په خپلواک ډول سره عمليات کوي او په سيمه کي يې طالبانو ته سخته ماته تورکړې ده.
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داود شاه وفادار، چي تازه له روزګان څخه د جګړې له ليکو راغلی زياتوي، چي لسګونو وسله والو ددې ولايت د سقوط پلان د هلمند په شمالي ولسواليو کي جوړ کړی وو.
هغه زياته کړه، چي د پاکستان د استخباراتي ادارې د هلمند له کجکي، نوزاد، موسي کلا او سنګين ولسوالۍ وروسته د روزګان دهراود، سراب، چنارتو، چوره، خاص روزګان ولسوالۍ او ترينکوټ ښار او بيا د همدې لارې د زابل خاک افغان، شاجوۍ او شملزو ولسواليو يې نيولې څو د ځان لپاره دا لاره تر ډيورنډ کرښي پوري خپله کړي.
خو دده په وينا، چي افغان ځواکونو د هغوئ ټول پلانونه شنډ کړي او د جګړې پر مهال يې په تېرو شپږو مياشتو کي نژدې ۱۱۰۰ جنګيالي وژلي او تر ۷۰۰ زيات يې ټپيان کړي دي.
قوماندان وويل، چي وسله والو دا ځل له درنو وسلو او پوره ځواک سره راوتلي وه.
تورن جنرال داود شاه وفادار د خبرو پر مهال وويل، چي جنوب به هيڅکله د شمال د سرنوشت سره مخ نه سي او ان چمتو دي، چي په کندوز کي د خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
هغه همداشان زياتوي، چي د سويل په څلورو ولايتونو کندهار، روزګان، زابل او دايکندي ولايتونو کي ايساف د هوا لاري د اکمالاتو پرته بله همکاري نه ده ورسره کړې.
د قوماندان د څرګندونو له مخي راتلونکی به د وسله والو مخالفينو لپاره نور هم د تلفاتو ډک وي، ځکه په لومړي ځل يې د MD503 په نوم درې داسي جنګي الوتکي تر لاسه کړي او د نورو د لېږلو کار روان دی، چي د مخالفينو د تثبت او ويشتلو لپاره جوړي سوي دي.
تېره ورځ د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق ويلي وه، چي د هوايي ځواک پرته افغان سرتېري کومه ستونزه نه لري.
د جنوب لوړپوړي امنيتي چارواکي دا څرګندوني په داسي مهال کوي، چي همداوس د هلمند په څلورو شمالي، د روزګان په څلورو مرکزي او د زابل په خاک افغان، دايچوپان او شلمزو ولسواليو کي سخته جګړه روانه ده.